سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهکابل کې د پاکستان ضد لاریون تنظيمونکي نیول شوي

کابل کې د پاکستان ضد لاریون تنظيمونکي نیول شوي

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) ‏‏ راپورونه وايي، چې طالبانو په کابل کې د پاکستان خلاف د يوه تنظيم شوي لاريون ځینې مخکښان نیولي او بندیان کړي دي.

دغه لاريون نن د کابل د هوايي ډګر مخې ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف د لغوه شوي سفر په مناسبت پلان شوی و، چې د سفر له لغوه کیدو سره تر سره نه شو.

د لاريون د تنظيمونکو ځينو سرچينو ويلي، چې ځينې مخکښان يې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو سرچينو د عظيم عظيمي په نوم د لاریون د یوه مخکښ تنظیمونکي نیول کیدل تایید کړي دي.

د دغو کسانو نیول کیدو ته په ټولنیزو رسنیو کې غبرګونونه هم ښودل شوي.

افغان لیکوال او سياسي فعال نجيب ننګیال د طالبانو دغه عمل ته په غبرګون کې ويلي:‏چې وطن اشغال نه دی، نو د پاکستان ضد لاریون تنظیموونکي ولې نیول کېږي؟ سپينه خبره ده. کابل کې پنجاب ناست دی او پنجابي کرنېلان هر هغه څوک نیسي چې پاکستان ضد ذهنیت ولري.

طالبانو د دغه نا ترسره شوي لاريون د مخکښانو د نیول کیدو په اړه څه نه دي ويلي.

3 COMMENTS

  1. اوس داسې وخت راغلی دی چې په در واغو څوک نه شرمیږي ، بر خلاف چوکۍ په درواغو تر لاسه کوي!

  2. نجیب د امریکا اشغال په وخت لکه چی په خوب ویده ؤ اوس کله چی اشغالګرو په خوب کی له ځان سره یوړ په لاره کی ویښ شو دده ذهن او ذکاوت دومره ندی چی دافغان میړنی ملت په سرښیندنو او قربانیو یی عقل ورسیګی دده ته په کار ده چی چیرته د امریکایانو د سپیو مینځلو ته په ایمانداری دوام ورکړی

  3. TALIBS&PUNJAAB ARE TWO FACE OF ONE COIN.
    IF SOME ONE IS AGAINST PAKISTAN&ISI.
    TALIBS WILL ARREST THEM.BECAUSE TALIBS ARE FOR PAKISTAN.
    BUT THIS SENARION WILL FINISH SOON.
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب