پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد ناروې پلاوي د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره کابل ته...

د ناروې پلاوي د بشري مرستو د همغږي کولو لپاره کابل ته سفر کړی

تاند:( سې شنبه، د جدي اته ویشتمه) ‏‏ د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ناروې له سفیر اندریس لینډمن او ورسره مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې اندریس لینډمن وویل: که څه هم ناروې دا مهال په افغانستان کې فعال سفارت نه لري؛ خو د افغانستان ټولو مهمو پروسو کې دخېل دی.

‏ هغه وویل چې د سفر موخه یې له طالبانو سره د ناروې د اړیکو پیاوړتیا او له افغانستان سره د بشري مرستو د لازیاتې همغږۍ رامنځته کول دي.

سرچينه زياتوي: مولوي عبدالکبیر د ناروې او افغانستان ترمنځ روابط تاریخي وبلل.

مرستیال وویل چې د طالبانو اسلامي امارت غواړي ناروې او نور مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي او د بندیزونو پر ځای باید د تفاهم لاره غوره شي.

د طالبانو د رييس الوزرا مرستیال څرګنده کړه چې د دوی حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول معیارونه پوره کړي او هیله ده چې ناروې په دې برخه کې تر نورو مخکښ او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په برخه کې هم بشپړه همکاري وکړي.

طالبانو نه دي ويلي، چې ناروې په مشخص ډول د بشري مرستو په برخه کې څه نوي ګامونه په پام کې لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب