جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ژوند بدلولو شپږ کوچني عادتونه

د ژوند بدلولو شپږ کوچني عادتونه

کریم امیري

کوچني عادتونه زیاتره وخت زموږ په ژوند کې د یو لړ مهمو بدلونونو لامل کیږي. زموږ په ورځني ژوند کې ساده خو معنالرونکي فعالیتونه زموږ د شخصي ودې او دوامداره پرمختګ سبب کیږي. په دې لیکنه کې به هغه شپږ عادتونه وسپړو چې په دوامداره توګه د عملي کیدو په صورت کې ستاسو ژوند بدلولی شي.

1. موخي مو وليکئ

لومړی عادت چې تاسو بايد وده ورکړئ د خپلو موخو د ليکلو تمرين دی. کله چې تاسو خپلې هیلې د کاغذ پر مخ ولیکئ واقعي بڼه اخلي، تاسو د مسؤليت احساس کوئ او د هغو په بيا بيا ليدلو دا درياديږي چې تاسو څه غواړئ لاس ته راوړئ. د موخو لیکل دا مرسته هم درسره کوي چې په خپل دماغ (حافظې) کې یې وساتئ او پر لاس ته راوړلو یې فکر وکړئ. د ګټورو موخو ټاکلو لپاره تاسو اړ یئ د سمارټ SMART آر څخه کار واخلئ. ستاسو موخې باید مشخصي (Specific)، د اندازه کولو وړ(Measureable)، لاس ته راوړونکې(Achieveable)، پر ځای (Relevant)، او د معلوم وخت (Time-bound) درلودونکې وي. سمارټ SMART موخې وټاکئ او په ژوند کې پرمختګ وکړئ.

2. داسې سيستم جوړ کړئ چې موخو ته مو ورسوي 

کله چې د موخو ټاکل مهم دي دا هم مهمه ده چې داسې یو سیستم جوړ کړو چې خپلو موخو ته ورباندي ورسیږو.

موخه یا هدف اصلاً د یوې مطلوبي پایلې په لاس راوړل دي، په داسې حال کې چې سیستم هغه پروسه ده چې همدې مطلوبي پایلې ته دي رسوي. کله چې تاسو خپلو موخو ته درسېدو لپاره یوه عملي تګلاره (سیستم) ولرئ هغه نااټکل شوي خنډونه له منځه وړی چې تاسو ته مخ ته راځي. د بیلګې په توګه: که ستاسو موخه په دریو میاشتو کې د 10kg لس کیلو ګرامه وزن کمول وي، نو ستاسو په ممکنه سیستم کې باید منظم تمرین کول، د خوړو لپاره ځانګړی پلان جوړول، او د ورځنۍ انرژي پر مصرف پام ساتل شامل وي. تاسو د پایلو پر ځای پر سیستم تمرکز وکړئ، په دې چارې سره کولای شئ خپلې هڅې دوامداره وساتئ او د بریا چانس مو ډېر کړئ. د یوې معلومې تګلاري (سیستم) پلي کول او پر هغې دوامداره تګ ډیسېپلین، نظم، او بیا ارزونې ته اړتیا لري. دوامداره پرمختګ د سیستم دوامداره آرزونه غواړي، د پرمختګ جارې ساتلو لپاره تل د خپل سیستم د اغیزمنتیا ارزونه وکړئ.

3. دا چې څه تر ټولو ډېر مهم دي د پاريټو اصول وکاروئ

د پاریټو تلن لار (اصل): چې د 80/20 قاعدې په نوم هم پیژندل کیږي، وايي چې نږدې %80 سلنه پایلې له 20%سلنه هڅو څخه په لاس راځي. ستاسو د ژوند په مختلفو اړخونو کې ددې اصل په پلي کولو سره تاسو کولای شئ په خورا مهم کارونو تمرکز وکړئ او انرژي مو دداسې کارونو په کولو مصرف کړئ چې د پام وړ پایلې ولري. که غواړئ د پاریټو اصول وکاروئ نو په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې یې اړينو دندو ته په لومړیتوب ورکولو سره پيل کړئ. پر دې اړينو دندو تمرکز کولای شي تاسو خپلو اهدافو ته لا ډېر نږدې کړي او تاسو ته متوجې خنډونه له منځه وړلی شي. 

4. دنه ويلو هنر زده کړئ

يو تر ټولو غوره عادت چې تاسو يې بايد پياوړی کړئ، دادی چې چې خپلو موخو ته ژمن پاتې شئ. هغو شیانو ته “نه” ووایئ چې ستاسو له موخو سره په ټکر کې وي، په حقیقت کې دا “نه” هغو فعالیتونو ته لار پرانيزي چې ترسره کول یې ستاسو دموخو لپاره اړين دي. نورو ته “نه” ووایئ، البته په داسې ډول چې ستاسو اړيکې زیانمنې نه شي. همدارنګه په خپلو خبرو کې له روڼتيا او ټينګار څخه کار واخلئ او دا په یاد ولرئ، ددې پر ځای چې څوک ناهيلې کړئ دهغوی غوښتنې او یا بلنې ته “نه” ووایئ. ددې لپاره چې په خپل هدف مو لا متمرکزه شئ او په لږ وخت کې ډېر څه لاس ته راوړئ، هغو شیانو ته “نه” ووایئ چې موخو ته په رسېدو کې مو ځنډ رامنځته کوي.

5. له خپل وخت څخه تر ټولو د ارزښتناکې شتمنۍ په توګه کار واخلئ 

وخت یوه محدوده خو ارزښتناکه سرچینه ده. ددې شتمني قدر وکړئ، که مو له لاسه ووت بیا بیرته نشي ترلاسه کیدی. کله چې تاسو خپل دوخت په ارزښت پوه شئ بیا ددې احتمال ډېر دی چې ښه پريکړې وکړئ، داسې پریکړې چې ستاسو لومړیتوبونه منعکس کوي او تاسو سره ستاسو اهدافو ته رسیدلو کې مرسته کوي. دخپل وخت د ښه مدیریت لپار ځانګړې طرحي وکاروئ، له کليزې (جنتري)، پلانونو، او دوخت تنظيموونکو اپليکېشنونو څخه کار واخلئ تر څو منظم پاتې شئ او پر خپل مهال ويش مو څارنه دوامداره وساتئ. دخپلو اړينو کارونو لپاره مو وخت ځانګړی کړئ او ځان په دې ډاډه کړئ چې تاسو د استراحت او دمې لپاره هم کافي اندازه وخت لری. دا مو په یاد وي چې تل بايد دا آرزونه وکړئ چې تاسو خپل وخت پر څشي او څنګه مصرفوئ.

6. هره ورځ لږ ښه شئ

ددوامداره پرمختګ مفهوم دکوچنیو بدلونونو پر رامنځته کولو ډېر ټینګار کوي. که تاسو غواړی لوی بدلون رامنځ ته کړی، نو دخپل ژوند په مختلفو اړخونو لکه روغتیا، اړيکو او مسلک کې پر ورځني پرمختګ تمرکز وکړئ. دوخت په تیریدلو سره ددې کوچنيو بدلونونو ټولګه د یو لوی بدلون د منځته راوړلو لامل کيږي او د ژوند مسیر مو ټاکي. دپرمختګ لپاره مو دا واړه بدلونونه دژوند له هغې برخې را پیل کړئ چېري چې تاسو اړتیا لری وده وکړئ. وروسته دهرې ورځې لپاره کوچني لاس ته راوړنکي اهداف وټاکئ چې تاسو یې تر عیدې وتلی شئ. د بیلګې په توګه: که تاسو غواړی خپل فټنس ښه کړی؛ هره ورځ لس دقیقې تمرین وکړئ. په تدریجي ډول، کله چې تاسو پیاوړي کیږی او پرمختګ کوی د تمرین موده مو هم له لسو دقیقو څخه زیاته کړئ. د ورځنيو فعالیتونو دترسره کیدو لپاره شعوري هڅه وکړئ. دا چاره تاسو ته مثبت فیډبک درکوي او ستاسو انګېزه او دبدلون لپاره مو کړې ژمنې پیاوړي کوي. د هره ورځ لږ ښه کیدو هرکلی وکړئ، ممکن تاسو تر هغه ډېر څه لاس ته راوړی چې تاسو یې فکر کاوه.

پايله

پورته شپږ کوچني عادتونه چې بحث ورباندي شوی دی لکه دموخو لیکل، دداسې یو سیستم جوړول چې موخو ته ورباندي ورسیږی، دپاریټو قانون پلي کول، دنه ویلو هنر، دوخت ښه مدیریت او هره ورځ 1% یو سلنه پرمختګ کولای شي ستاسو په ژوند کې ارزښتمن بدلونونه رامنځته کړي.

که غواړی د ژوند سفر مو روان وساتی او په خپل ژوند کې مو بدلون رامنځته کړی، نو پورته شپږ کوچني عادتونه مو په درد خوړلی شي. په ژوند کې بدلون ډېر اسانه دی، یوازې ثبات، کلک هوډ او پر دغو شپږ کوچني عادتونو تمرکز مو دبریا پوړيو ته رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب