جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهراشدخان به د سریلانکا په وړاندې په لومړیو ۲ سیالیو کې نه...

راشدخان به د سریلانکا په وړاندې په لومړیو ۲ سیالیو کې نه وي

تاند(پنجشنبه، د جوزا ۱۱ مه) راشدخان به د سریلانکا په وړاندې په سیالیو کې ګډون نه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې راشد خان به د ملا د درد له کبله د سریلانکا په وړاندې د یو ورځنیو سیالیو په لومړیو دوو سیالیو کې نه لوبیږي.

د لوبډلې د ډاکټر او فیزیو په وینا، راشد خان به یوه اوونۍ د ډاکتر تر څارنې لاندې وي او هیله شته چې د سریلانکا پر وړاندې په وروستۍ یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ کې ګډون وکړای شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او سریلانکا دوهمه سیالي د جون په څلورمه (یکشنبه) او درېیمه د جون په اوومه (چهارشنبه) وي.

سریلانکا چې تر دې وړاندې سږ کال څو نړیوالې مسابقې بایللي د افغانستان په وړاندې ښه تیاري نیولې او په خپله لوبډله کې یې یو لړ بدلونونه راوستي دي.

افغانستان او سریلانکا تر دې مخکې دوې مسابقې کړي چې یو پر یو یې مساوي کړي دي.

1 COMMENT

  1. دپښتونخوا ملی عوامی ګوند د پر پنجاپ فشار راوړی چی هیرامنډی بنده کړی دراولپنډی شراب خانی بندی کړی او دهغو ورکو عزیزانو پوښتنه دپنجاپ څخه وکړی چی میندی یی د راتلو په انتظار دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب