جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا عوامي ګوند له نړۍ وغوښتل چې د نجونو د زده...

د پښتونخوا عوامي ګوند له نړۍ وغوښتل چې د نجونو د زده کړو لپاره پر طالبانو فشار راوړي 

داودجبارخیل

پښتونخوا ملي عوامي ګوند پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي چې د افغان ښځو پر زده کړو او کار بندیز لرې کړي.

د دغه ګوند یو شمېر ښځینه غړو د خپل ګوند په اوومه  غونډه کې هغه بینرونه پورته کړل چې په کې د افغان ښځو د تعلیم په ملاتړ شعارونه لیکل شوي وو.

د خوشال کاکړ په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چارواکو ټاکنې د خيبر پښتونخوا په سوات سيمه کې ترسره شوې.

د دغه ګوند مشرانو په خپلو ویناوو کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز دې لغوه کړي.

د دغه ګوند یو مشر مختار یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل چې په پاکستان کې د هر ملا، خان، غریب او هر پښتون لور او خور زده کړې کوي.

هغه ټینګار وکړ چې زده کړه د افغان نجونو اسلامي او بشري حق دی او ښوونځي ته د دوی له تګ څخه باید ډډه ونه شي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګریس د سنا جرګې جمهوریپال غړي غواړي چې پر طالبانو د لا زیات فشار لپاره د نویو بندیزونو وړاندیز وکړي.

دوی وايي، په نویو بندیزونو کې به یې له طالبانو سره پر هرراز راکړه ورکړه بندیز ولګوي او دغه راز به د طالب چارواکو سفر منع کړي.

پر طالبانو له ډیر وخته په دې خاطر انتقادونه کیږي چې نجونې او ښځې یې له زده کړو او کاره منع کړي دي.

3 COMMENTS

  1. نو ته او خدای دا کوم اسلام دی، دا کوم شریعت دی،‌ کوم دین به دومره بدبخته او بیچاره وی لکه د طالبانو اسلام په کابل او کندهار کی.‌ مکتبونه بند د طالب او د غله حبیب الله کلکانی فرق څه کی دی؟ طالبان هم همدغسی ګنده دی،‌ ضد د پیشرفت او ترقی، ضد د مکاتبو حبیب الله کلکانی هم همداسی یو کس وو لکه ملا هیبو ـ

  2. دپښتونخوا ملی عوامی ګوند د پر پنجاپ فشار راوړی چی هیرامنډی بنده کړی دراولپنډی شراب خانی بندی کړی او دهغو ورکو عزیزانو پوښتنه دپنجاپ څخه وکړی چی میندی یی د راتلو په انتظار دی

    Reply

  3. د ټولو هیوادوالو په یاد ده چې داود خان کله قدرت ته ورسیده نو برتانیی، امریکا او روسیه پدی هڅه کې شو ترڅو دلته داسې حالت را مینځ ته شي چې دافغانستان اوبه مدیریت نشي له همغې ورځې وروسته حکمتیار، مسعود او نور جنګې ډلو مشران د امریکا او برتانیه په دستور د داود خان پرضد پاکستان ته لاړل چې بلاخره خبره دې ته را ورسیده چې پاکستان له برتانیی، امریکا، فرانسی، جرمنی، او چین څخه هم مالی او نظامی مرسته اخیسته او یاد جنګې ډلو مشران یی په پښتونخوا کې تربیه کول او داود خان پرضد پارولو ته ساتلی وو.
    چې بلاخره خبره دې حد ته ورسیده چې کمونست پلوه ګوندونه(خلق اوپرچم) راپورته شول او د داود خان پرنظام یی کودتا وکړه چې د دوی پر مینځ کې شهنواز تڼۍ هم شامل وو چې په بلاخره بیا ګلبدین سره یوځای شو.
    کله چې داود خان له مینځه لاړ نو دلته امریکا، فرانسه، برتانیی او عربستان ته دا چانس پیدا شو چې ددغو ابزارو څخه چې لا پخوا یی په پاکستان کې ځای پرځای کړی وو د دغو کمونستان پرضد ترینه کار واخیست هغه افغانستان چې نړیوالو او بیا غربی هیوادونه غوښته خپل اصلی هدف ته ورسیدل،
    چې حالت دیته ورسیده چې پدی ۴۵ کالو کې هیڅ افغان دولت دا وړتیا پیدا نکړه چې د خپلو مدیریت وکړی مګر ځکه د یادو اوبو مدیریت ته صادقانه تخنیکي وړتیا ولری انجنیرانو ته ضرورت درلود چې دا ډول کسان د پاکستان له لوری د ګلبدین او ورته نورو جنګو ډلو له لوری چې ایران او پاکستان له لوری مستقیم یی ملاتړ کیده دا ډول تخنیکی انجنیران د کمونست او نورو نومونو په یادولو یا منسوب کولو باندی له مینځه لاړل چې اوس وخت کې ددې اوبو مدیریت لپاره مالی او اقتصادی همکاریو ته اړتیا ده چې یادو پروژو لپاره نړیوال او په تیره بیا د هند هیواد تخنیکی انجنیرانو همکاری ته اړتیا ده ځکه پخوا (داود خان) وخت کې ځینو روسیی او هندی انجینرانو ورباندی کار کړی ده نو لازمه ده چې اوسنی چارواکې پدې برخه خپلې صادقانه کړني ګړندي کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب