پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمتقي د یوناما مشرې ته؛ د تیوریکي بحثونو پر ځای عملي ګامونه...

متقي د یوناما مشرې ته؛ د تیوریکي بحثونو پر ځای عملي ګامونه واخلئ

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۱ مه )  د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې، روزا اتونباييفا، د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير، مولوي امير خان متقي، سره وکتل.

د متقي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې کتنې کې دواړو لورو د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر مينځ تعامل او د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت، او د راتلونکې له پاره د ښکيلتيا پر لارنقشې خبرې وکړې.

ملا متقي په خپلو خبرو کې وويل د دې وخت را رسيدلی چې د تيوريکي بحثونو پر ځای پر عملي ګامونو غور وکړو چې د ملت کړاو کم شي.

روزا اتونباييفا وويل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لومړيتوب بشري وضعيت ته رسيدنه او دې ته کار کول دي چې افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستې هم راوړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي له نړيوالې ټولنې سره د تعامل له پاره چمتووالی وښود او له مرستندويه ادارو سره يې د طالبانو له خوا د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

1 COMMENT

  1. په دې تصویر کې له اصراف نه کار اخیستل شویدی . یو طالبي بیرغ کافي و.
    همدا راز کله چې وزیر له کوم ځانګړي هیئت سره ملاقات کوي ، باید یواځې ناست وي . د وزارت مرستیال او نورو کسانو ته اول هېڅ ضرورت نشته چې تشریف ولري او که د کاري ضرورت په اساس تشریف لري ، نو باید لږ لرې ، په بل مېز ته دې ځای ونیسي ، چې په تصویر کې معلوم نه شي .
    د ملګرو ملتونو د خاصو استازو لیدو لپاره د ملل متحد د دفتر رئیس او یو ژباړونکی کفایت کوي . اصلا باید داسې ملاقاتونه د وزارت د سیاسي مرستیال سره وي ، نه د یوه بېکاره وزارت له سرپرست سره .
    د پروتوکول په اساس د ملګرو ملتونو سرمنشي د یوه هېواد د باندینیو چارو وزارت معادل دی ، یعنې د یوه وزیر په سویه یې باید استقبال وشي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب