شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهایران طالبانو سره د اوبو د حقابې په اړه د مذاکراتو د...

ایران طالبانو سره د اوبو د حقابې په اړه د مذاکراتو د ښو پایلو خبر ورکړ

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۱ مه )  د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، دغه هېواد له حقوقي او سیاسي اړخه د حقه مسله په خپله اجنډا کې لري او تعقیبوي یې.

حسین امیر عبداللهیان وايي، طالبانو په کابل کې د ایران د سفارت له مشر کاظمي قومي سره خبرې کړې او ښې پایلې ته رسېدلي دي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پایلو له څرګندېدو وروسته به یې جزئیات اعلان کړي.

حقو ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي له خبرداري وروسته طالبانو اعلان وکړ چې د حقابې تړون ته ژمن دي، خو ایران ته د رسېدو لپاره کافي اوبه نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت مفتشین باید د اوبو د کمښت د تایید لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسيي مرستیال دا خبره رد کړې وه.

له دغې ناندرۍ وروسته، د نیمروز پر پوله د طالبانو او ایران ترمنځ وسله واله نښته شوې وه، چې له دواړو لوریو پکې مرګ ژوبله رامنځته شوې وه.

ځینو شنونکو د ایران او طالبانو ناندرۍ، کندهار ته د قطر د صدراعظم له سفر سره تړلې او ویلي، چې هغه د امریکا د ارتباطي په توګه په دغه سفر ایران د طالبانو خلاف پارولی او یاد شوی هېواد په دې ګومان، چې امریکا یې طالبان پر ضد پاروي، طالبانو سره د اړیکو ترینګلتیا ته پلمې ګوري.

له دې سره، ځینې سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو په منځ کې ایران پلوه مشرانو او له هغې ډلې هدایت الله بدري او صدر ابراهیم امریکا پلوو طالب مشرانو ته له ایران سره د اړیکو د نه خرابولو خبرداری ورکړی او له دې امله طالبان ایران ته پر اوبو ورکولو سلا شوي.

طالبانو ایران سره د مذاکراتو او اړیکو د تازه وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. نن د یکشنبی په ورځ په ارګ کې ملی تیلویزون د نشراتو پر اساس د ګاونډیانو سره د نیکو اړیکو جوړولو پخاطر غونډه وشوه ځکه په یاده غونډه کې بهرنیو چارو وزیر او انرژۍ او اوبو وزیر هم ګډون درلود نو کیدای شی یوڅه تصمیم ونیول مګر د ښاغلی عباس ستانکزی خبری باید بیځایه ونه شمیرل شی ځکه هغه ویلی وو چې پدی ۴۰ یا ۴۵ کالو کې ایران د قرارداد په دری یا څلور برابره اوبه اخیستی چې زما په نظر لومړی باید ورسره د تیر حساب او بیا د قرارداد مطابق ورسره کړنی وکړی ځکه ایران باید زموږ سبزی نورو عربی او غربی هیوادونه لار راکړی ځکه زیاتره وخت زموږ سبزی د مارکیټ دنه شتون له امله خوسا کیږی او تر مارکیت نه رسیږی نو پاکستان سره باید ورته ګام پورته شی
    اوس پاکستان ویلی چې موږ له ګاوندیو هیوادونو سره جنس په جنس راکړه ورکړه کوو مګر دا قرارداد یا هوکړه هغه وخت د منلو ده چې کله پاکستان د افغان دولت د ایران او چین په څیر رسمیت وپیژنی داسی نه چې موږ ایران، چین ته په یوه سترګه وګوری نو موږ ته پکار ده چې پاکستان یا موږ افغان دولت په رسمیت وپیژنی یا هر جنس د ډالرو په مقابل کې ورباندی خرڅ کړی یا برعکس د دوی هر جنس په کلدارو واخلی یا په افغانیو ترڅو پوه شی چې افغانان هم اقتصاد پوه کسان لری ځکه چې موږ ته خپلی ګټی مهمی دی او پاکستان او ایران ته خپلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب