پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهکندهار : انارګل مشاعره ترسره شوه

کندهار : انارګل مشاعره ترسره شوه

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۱ مه )  د کندهار د انارګل دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه.

په دې مشاعره کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه او نورو چارواکو ګډون کړی و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې مشاعره کې له شاعرانو او لیکوالو وغوښتل، چې د دوی د رژیم د بقا لپاره قلم وچلوي.

وروسته په مشاعره کې ګڼو شاعرانو، چې اکثره طالب پلوه وو، خپل شعرونه او ترانې واورولې.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، ازاد فرهنګي فعالیتونه خورا کم شوي او تر قیوداتو لاندې دي.

غیر سیاسي فرهنګي فعالان شکایت کوي، چې د طالبانو رژیم کې فرهنګي فعالیتونه سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه هر څه دوی انحصار کړي.

طالبان بیا د فرهنګي فعالیتونو د غوړیدو ادعا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب