جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهملا برادر د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک...

ملا برادر د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک تازه راپور ستایلی

تاند:( پنجشبه ، د جوزا ۱۱ مه )   د طالبانو د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت، نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک وروستی راپور ستایلی دی.

د ملا برادر د دفتر په اعلامیه کې ویل شوي دي: د افغانستان اقتصادي وضعيت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ ميلادي کال د مې مياشتې په ۳۰مه نېټه راپور خپور شوی چې په کې د افغانســـــتان اقتصادي وضعيت په اړه واقعيتونه راغلي دي.

سرچینې ویلي: په راپور کې راغلي واقعيتونه او موضوعات د اقتصادي خوځښت په برخه کې هغه روښانه انځور دی چې ياد بانک نړۍ ته وړاندې کړی دی.

د باختر اژانس له قوله، په دغه راپور کې ویل شوي چې د خوراکي توکو او نفتي موادو بيې راټيټې شوې، د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوايدو کچه هم لوړه شوې ده، د دولتي کارکوونکو معاش پر وخت ورکړل شوي، په هېواد کې دننه د خوراکي توکو تولید لوړ شوی او له بانکونو څخه د پيسو په ايستلو کې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

د ملا برادر دفتر وایي، که نړيواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه کړي، نو له شـک پرته افغانستان به په اقتصادي برخه کې نور هم پرمختګ وکړي او بار به يې د نړیوالې ټولنې له اوږو سپک شي.

ملا برادر له نړیوال بانک څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه د واقعيتونو د خپرولو ترڅنګ، هغه پروژې چې د دغه سازمان له لوري تمويلېدې او اوس يې کارونه نيمګړي پاتې دي؛ بېرته پيل او چارې يې بشپړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب