Homeخبرونهد کابل په ده افغانانو کې عصري ښارګوټی جوړیږي

د کابل په ده افغانانو کې عصري ښارګوټی جوړیږي

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه )    د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې یو عصري ښارګوټی جوړوي.

د ښاروالۍ د ښاري پراختيا رياست واکمنانو د کابل ښار پراختيايي پلان د تاريخي سيمو او آبداتو د ساتنې لپاره خپل پلان  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور طالب مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي سره شریک کړی.

ده افغانان سیمه، د کابل ښار له هغو سیمو څخه ده، چې لرغونې ودانۍ پکې موجودي دي.

کابل ښاروالۍ ویلي، یاد شوی ښارګوټی د ده افغانانو د سوداګريزو مارکېټونو شاته پلان شوی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او کلتور مرستيال په دې سيمه کې د ځينو شته تاريخي آبداتو د ساتنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د نویو ښارګوټو په جوړولو کې د پخوانیو کورونو يو يا څو نمونې د ياد ګار په توګه وساتل شي.

کابل ښاوالۍ ویلي، د کابل د دوهمې ناحيې د ده افغانانو سيمه کې د يوه عصري ښارګوټي د جوړېدو پلان تر لاس لاندې دی، چې پخوا پکې د ارګ ستور قصر، بوستان سرا، ګلستان سرا يا اوسنی ملي زرنګار پارک شتون لري چې د ساتنې لپاره به پرې غور وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...