جمعه, اپریل 26, 2024
Home+ولې خلک دروغ وايي!؟ /: ذبيح اللّٰه ”رحماني“

ولې خلک دروغ وايي!؟ /: ذبيح اللّٰه ”رحماني“

پوهېږئ!؟، يو ځل دروغ ويل، ستاسو ټول رېښتيا د پوښتنې لاندې راولي.
بدبختانۀ دروغ نن – سبا په’ ټولنه او خلکو کې دومره عادي – عامه شوي، چې په ويلو يې هېڅ پښېمانۍ او شرم احساس نشته. دروغ شک زېږوي او په اړيکه کې د شک وجود د اړيکې په قطع، او په بېلوالي منتج دی. دروغ په ظاهر بڼه خواږه وي، او ريښتيا ددې برعکس. دروغ ويل ديوې شېبې لپاره کاميابي خو د تل لپاره بيا ناکامې ده…دروغ ويونکې انسانان تل نارامه وي؛ او هر ورځ په دې وېره کې ژوند تيروي چې نن يا سبا به زما اصليت خلکو ته ښکاره شي. او همداسې کېږي ځکه د د دروغو مزل (رفتار) ډېر لنډ دی/وي.
”اسلامي اړخ يې ډېر ښکاره څرګنده دی چې څومره لويه ګناه ده…“
خو ولې خلک دروغ وايې!؟
د لاندې دلايلو له مخې:
۱-: د ناپوهۍ له وجې.
۲-: تر څو په’ خلکو کې يې بد ياد نشي.
۳-: تر څو همېشه تر نور پوه اوسې.
۴-: په څه نه پوهېدل.
۵-: د عادت (خوي) له مخې.
۶-: ترڅو نورو سره خيانت او هغوی تېرباسي.
۷-: ددې لپاره چې ګټونکی شي.
۸-: دګټو خوندي کولو په’ موخه.
۹-: وعده ورکول، خو په’ حقيقت کې پوهېږي چې نه يې شي پوره کولای.
۱۰-: د نورو اشخاصو له ډار (وېرې)
۱۱-: ددې لپاره چې تر نورو ځان لوړ (هوښيار) وګڼړې.
۱۲-: د نور خلکو پرمختک نه زغمل.
۱۳-: حسد (کينه) کولو له وجې
(دا چې ناوخته نشي شخصيت او اړیکې مو له منځه لاړه نشي، د دروغو او تېروتنو پر نه تکرار ټینګار وکړئ.)

1 COMMENT

  1. سلام، روغتيا په’ هيله مو!
    محترم! د تېر په څېر مې بيا هم خپله ليکنه تاسې ته در ولېږل تر څو د خپل وېب پاڼې له ادرسه تر مینوالو/لوستونکو ورسوئ.
    درنښت

    موضوع: (لس زرینې کرښې)

    ليکوال: ذبيح اللّٰه ”رحماني“

    ۱-: يوازې دُښمن نه؛ ځينې وخت ورور په څېر ملګری دې هم له لوړ شخصيت سوځېږي;

    ۲-: شتمني کې ځينې هغه هیلې نۀ پوره کېږي؛ کومې چې مو په غُربت کې بايللې وۀ;

    ۳-: که مو په ژوند کې رقیبان (دُښمنان) نه درلودای؛ نو مونږ به ماتې ته ډېر ژر تسليمېدو.

    ۴-: د حرام پنځه دقیقې خوند؛ د ټولو عُمر بې خوندي (ذليلتوب) ده;

    ۵-: کـۀ د غريب سړي زوى ښه احساس (فکر) ولري؛ ورنه د نړۍ ځلیدونکی «ستوری» هــــــــم جوړېداى شي.

    ۶-: د ځان عزت (شخصیت) ساتل خپله بریا ده;

    ۷-: ستاسو روغتيا تاسو سره خيانت کوي؛ خو! يوۀ نېک صالحه ښځۀ
    هېڅکله هم نۀ…;

    ۸-: ښایي يوازېتوب یوازېنی حل وي، نه تېښتۀ، مګر دا رنګینه نړۍ موږ ته مناسبه نه ده.

    ۹-: بې لوستلو ورځ لکه بې لمره ورځ;

    ۱۰-: ژوند پۀ ښه شخصیت او عزت ښکلی وي;

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب