پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+اوس خلک په چندو کلینیک جوړوي

اوس خلک په چندو کلینیک جوړوي

راپور: احسان الله مهجور

په کورنیو جګړو کې د افغانستان تر نورو ولايتونو په ډیر ځپل شوي ولايت غزني کې اوس د مدرسو او جوماتونو تر څنګ روغيايي مرکزونه هم د خلکو له لوري د چندو په راټولو شويو پیسو جوړيږي.

د غزني په زنخان ولسوالۍ کې په لومړي ځل د سیمې خلکو په شخصي لګښت روغتیایي مرکز جوړېږي چې په دې سره به د لیرې پرتو کلیوالو لومړنۍ روغتيايي ستونزې حل شي.

په دې ولسوالۍ کې سره جرګه شوي کلیوال وایي چې په یاد روغتیایي مرکز به ۵ میلیونه افغانۍ لګښت راشي چې دغه لګښت يې د سیمي خلک او له هیواده بهر مسافر په چندو باندې له راټولو شویو پیسو ورکوي.

دغه روغتايي مرکز به پینځلس خونې دوه حمامه او د احاطې دېوال ولري چې چارې یې تازه پیل شوې او ټاکل شوې چې تر راتلونکو ۹ میاشتو به يې چارې بشپړي  شي.

د زنخان ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي افسرخان رسنیو ته ویلي: زنخان شاو خوا شپیته کلي لري چې د خلکو نفوس ته په کتو ورته د عامه خدمتونو په برخه کې چا پاملرنه نه ده کړې.

هغه وړاندې وايي: ((دلته بیخي ډیر خلک اوسیږي او هر وخت ډیر مریضان لرو خو تر اوسه ایله درې واړه کلینیکونه لرو چې هغه هم په دې وروستیو کې د مؤسیسو لخوا فعال شوي چې خدمتونه یې په نشت حساب دي)).

تر دې مخکې به د سیمې خلکو له لوري پیسې د چندو په ډول يوازې د جومات او مدرسې د آبادولو او نورو لګښتونو لپاره راټوليدې خو دا لومړی ځل دی چې د سیمې خلک او بهر ته په مزدروۍ پسې تللي  د دوی وروڼه زامن د یو روغتيايي مرکز د جوړیدو لپاره لګښت له خپله جیب ورکوي.

د یادې ولسوالۍ یو بل قومي مشر عبدالودود وايي: دغه ولسوالۍ آن د تېر جمهوري حکومت  په لومړیو کلونو کې د طالبانو لاس ته ولوېده چې د هغه مهال د حکومت له پامه وغورځیده او هيڅ پام ورته و نشو.

هغه زياتوي چې په تیرو شلو کې د دوی سیمه یوازې د جګړو ګرم مرکز ګرځيدلی و، نو رغیزې چارې پکې ځکه نه کيدلې، دوی وړاندې وايي : ((زموږ ولسوالۍ ته د جمهورېت په وخت کې هیڅ کار ونشو، له کلي تر غزني بازاره لویه لاره په غره کې تیره ده، اوس هم کنډه کپره ده، مریضان چې تر بازاره رسوو تر بدو بدتر شي، نو کلیوالو له مجبوري دغه فیصله وکړه چې په خپل مصرف او چنده دغه کلینیک جوړ کړو))

د روغتيا د برخې کارپوهان د خلک له لوري په خپل لګښت د روغتيايي مرکزونو جوړيدل ښه ګام بولي او وايي، هغه مهال چې په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته روغتيايي ستونزې وي د داسې مرکزونو جوړيدل خورا اړين دي.

ډاکتر یوسف حميد وايي د روغتيايي ختدمتونو وړاندې کول د حکومتي چارواکو له مهمو مسولیتونو څخه دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي او هر کلي کور ته روغتيايي خدمتونه ورسوي.

 ((د لومړنیو مرستو دا مرکز به د بیړنيو ناروغانو سره پر وخت اړينې مرستې وکړای شي، له حکومتي مسولینو څخه مو غوښتنه ده چې دغه کلنیک ته یوه مجربه کاري ډله ور ولیږي او په راتلوونکي کې يې په جدي ډول څارنه وکړي چې پر وخت د خلکو روغتيآيي ستونزو ته رسیدنه وشي ))

په همدې حال کې د غزني د عامې روغتیا ریاست وايي چې دوی په  دې حد کې نه دي چې روغتيايي مرکزونه دې جوړ کړي خو وايي دوی به هڅه وکړي چې د دې کلینیک له جوړیدو وروسته  یوه مجربه روغتيایي کارډله سیمې ته ولیږي چې د سیمي خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندي کړي.

حامد احمدي چې نه يې غوښتل په خپل نوم او غږ له موږ سره خبرې وکړي وايي په کلیو او بانډو کې د کورنیو جګړو له امله خلک ډیر متضرر شوي او دا مهال د ژوندانه له هر ډول ستونزو کړيږي.

هغه زیاتوي (( اته کاله کيږي چې مور مې د ساه لنډي ناروغي لري خو کله چې يې ناروغي ډیره شي مجبور یو د غزني ښار ته يې بوځو، خو د سړک د خرابوالي او اوږدې لارې له امله چې هر ځل ځو نو مور مې يو مرګ تیریږي، د زړه تنګۍ له امله چیغې وهي او په ځان کې پرتې جامې څیري))

غزني د افغانستان د سویل ختیځ ولايتونو څخه یو دی چې له کابله ۱۳۰کیلو متره لرې پروت دی، له هغه مهاله چې په افغانستان کې د جمهوري حکومت په مهال د غزني په ډیری ولسوالیو کې جګړې روانې وې چې ډیر به پکې د رغاونې چارو ته موقع نه برابریدله.

1 COMMENT

  1. هغه د چرچرک او مېږي کیسه شوه : وایی چرچرک به تمامه ورځ بدلې ویلې او مېږي به کار کاوه ، دانې او د ژمې آذوقه به یې ټولوله . کله چې ژمی شو او واورې و اورېدې . چرچرک وږی شو او د یو څه خوراک لپاره مېږي ته ورغی چې لږ آذوقه په قرض ورکي .
    مېږي ورته وویل چې اوړی د څه کول ؟
    هغه ورته ویل چې ما اوړی بدلې ویلې .
    نو بیا مېږي ورته وویل چې اوس ورځه ګډېږه .
    د جمهوریت او ټالبي جهاد په وخت کې د غزني ولایت ټول امتیاز د جاغوري او مالستان ولسوالیو هوښیارو خلکو ځان ته اختصاص کړ. د ټول ولایت 13 وکیلان ، د ولایت ټولې اداري او نظامي څوکۍ ، عام المنفعه اوانکشافې پروژې ، د ښوونځیو او ښوونکو حقوق هغوی په ډېره مېړانه او شجاعت سره خپل کړ. خو زنخانیانو او د غزني نورود جنت ټېکه دارانو جهاد کاوو.
    وایی : « خود کرده را درد است ، اما درمان نه ». تاسې هم اوس چندې ورته ټولوی او خدای مهربانه دی چې د پورته ذکر شویو ولسوالیو مجرب روغتیایي ټیم به ستاسو خدمت ته در ورسیږي .
    والسلام علی من اتبع الهدی
    حسن تاند ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب