شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د پولیو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوه

په افغانستان کې د پولیو څلورمه مثبته پېښه ثبت شوه

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه )  د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د روغتیا وزارت په ننګرهار کې د پولیو ګوزڼ د څلورمې پېښې د ثبت خبر ورکړی.

د یاد شوي وزارت د پوليو پر وړاندې د مبارزې مسوول نيک محمد اعلان وکړ، چې یاده پېښه د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د “سراچه غونډۍ” د “ثمرخېلو” په کلي کې ثبت شوې.

ویل شوي، چې پر دغه ګوزڼ اخته کس يو څلور کلن ماشوم دى.

 په روان کال کې دا څلورم ماشوم دی چې په افغانستان کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته کېږي او دا ټولې پېښې په ننګرهار ولایت کې وې.

د پولیو درې نورې مثبتې پېښې هم د ننګرهار په نازیانو، کوټ او بټي کوټ ښارونو کې ثبت شوې دي.

په ننګرهار ولایت کې روغتیايي چارواکي په داسې حال کې د پولیو د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي چې تر پنځو کلونو کم عمره ټول ماشومان په دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې وې. دا شمېره په افغانستان کې د پولیو د ثبت شویو پېښو تر ټولو ټیټه شمېره وه.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې باور دي چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د زیاتوالي د مخنیوي یوازینۍ لار د ماشومانو واکسین کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب