جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمردان کې د پیغمبرۍ دعوه ګیر په اعدام محکوم شوی

مردان کې د پیغمبرۍ دعوه ګیر په اعدام محکوم شوی

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه ) د پښتونخوا په مردان ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د مذهب د سپکاوي په تور د اعدام په سزا محکوم کړی دی.

په سزا محکوم شوی عرفان نومی کس تورن دی، چې د کال 2017 د فبرورۍ په میاشت کې یې د جومات له لوډسپیکره ادعا کړې وه، چې دی پيغمبر شوی دی.

یوې بلې پاکستاني محکمې تر دې مخکې نوموړي کس ته ۵ کاله بند او ۸ لکه کلدارې جریمه اعلان کړې وه.

د روان کال د مارچ په مياشت کې هم د مردان يو بل تن سید محمد ذیشان ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د کال 2017م د اپرېل په مياشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژونالېزم زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ګڼو کسانو په پوهنتون کې دننه په تشدد وژلی وو.

مشال خان وروسته، د څېړونکي پلاوي له لوري بې ګناه اعلان شوی و او تورن وژونکي یې محاکمه شول.

په پاکستان کې تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان له محکمې پرته وژل شوي وو.

پاکستان کې له 1947 څخه تر 2001 پورې مختلفو محکمو د مذهب د سپکاوي په تور 18 ښځې او 71 سړي په مرګ محکوم او اعدام کړي.

 په دومره موده کې ټول ټال پاکستان کې 107 ښځې او 1308 نارینه د مذهب د سپکاوي تورونو سره مخ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب