Homeخبرونهطالبانو سپین بولدک کې پاکستان سره غیر رسمي تجارتي لاره پرانیستې ده

طالبانو سپین بولدک کې پاکستان سره غیر رسمي تجارتي لاره پرانیستې ده

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه )  د کندهار په سپين بولدک کې طالبانو پاکستان سره د یوې غیر رسمي لارې د پرانیستو هوکړه کړې، چې په دې کار له مختلفو غبرګونونو سره مخ شوي.

د سپين بولدک د سوداګرۍ خونې او پانګونې رييس حاجي محمد صديق وایي: له پاکستان سره پرسرحد مو دروازه فعاله او ودروله؛ پرهغه بلې ډېر رش وي، څلور یا پېنځه ساعته به زمونږ ترانزيت موټرو تېرول. د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان او افغانستان سوداګر سره کېناستل نوې دروازه يې مونږ ته راخلاصه کړه.

ځینو خلکو دا کار ستایلی او د سوداګرۍ د اسانتیا هڅه یې ګڼلې، خو یو شمېر خلک باور لري چې طالبانو دا کار د ناقانونه کاروبار، پاکستان ته د افغانستان د امکاناتو او شتمنیو د قاچاق او نورو ناقانونه کړنو لاره ګڼلې ده.

د طالبانو ویاندویانو او چارواکو په دې اړه جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو مخکې پاکستان ته د افغانستان د وسلو، تجهیزاتو، کاني زېرمو او نورو شتمنیو د قاچاق تورونه رد کړي، خو منتقدان یې باور لري، چې دوی په دې برخه کې له رسوا کیدو وروسته د نوې لارې په جوړولو لاس پورې کړی.

2 COMMENTS

  1. دا ډول کړنی ولس ته اندیښنی پیدا کوی نو لازمه ده چې ولس ته عامه پوهاوی ورکړل شی ځکه دا سی نشی چې د ولس او دولت ترمینځ واټن پیدا شی

  2. د دی افغانستان لوټلو ته لاره هواره ول دی دوې د افغانستان تباهی ته ملا تړلی ده ځکه او افغانستان د پاکستان په لاس کښی ده او ځناور هیبت ته د پاکستان ګټی تر افغانستانه مهمی دی مګر یو مملکت چی داسی یو ویده ملت ولری نو د هر کار امکانات موجود وی دا وخت به راشی چی وزیر او ریس به مو پاکستانی وې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...