چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: د افغانستان وضعت لا خراب دی، بله غونډه ورباندې کوو

امنیت شورا: د افغانستان وضعت لا خراب دی، بله غونډه ورباندې کوو

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه )  د ملګرو ملتونو امنیت شورا سرچینو ویلي، چې دغه شورا د افغانستان په اړه د ځانګړو غونډو په دوام، د روانې میلادي میاشتې په پای کې پر افغانستان بله غونډه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبه پرون پنجشنبه په یوه کنفرانس کې وویل، دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه جوړه شي.

 نوموړې وایي، چې متحده عرب امارات روانه میاشت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.

لانا نسیبه دغه شان وویل، چې افغانستان لا هم د امنیت شورا د اجنډا په سر کې دی.

سرچینې، د جوړېدونکې ناستې ډېر جزیات ورنکړل خو وې ویل، چې امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي.

لانا نسیبه تېره ورځ  یوه خبري کنفرانس ته وویل، د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو د حقونو د مسلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هیوادونه یو او واضح دریځ لري.

هغې وویل:[موږ به د افغانستان پر وضعیت تمرکز وکړو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه چې د امنیت شورا ټول غړي یې په اړه روښانه دریځ لري. د نظر د همدې اجماع په خاطر، پرېکړه لیک تصویب شو چې دا خپله ښيي چې د افغانستان په اړه هڅې باید دوام ومومي، ځکه اساسي مسئله ده. متحده عربي امارات به د غه شورا د غړي او دوره یې رییس په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غړو هیوادونو همغږي وساتل شي.]

نسیبه دا هم وویل، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی فریدون اوغلو به د دغه هیواد د وضعیت په اړه خپل چمتو شوی راپور د روان کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو دایمې استازې مخکې له دې هم په وار وار پر طالبانو نیوکه کړې چې له افغان ښځو سره تبعیضي چلند او ظلم کوي.

د یادونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې وړاندې هم د روان لمریز کال په ثور میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

په هغه ناسته کې د طالبانو له‌خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار باندې بندیزونه وغندل شول.

امنیت شورا په دې اړه په یو تصویب شوي پرېکړه لیک کې ټینګار کړی وو چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی وو.

په دغه پریکړه‌لیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه په کې ویل شوي وو چې د ملګروملتونو پر ښځینه کارکونکو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي.

له دې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په مشري په دوحه کې د بندو دروازو ترشاه غونډه وشوه او له غونډې وروسته ښاغلي ګوتیریش وویل، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاقو د زیاتېدو، افغانستان د ثبات او په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو د موجودیت او د هغوی د خطر په اړه اندېښنه وښوده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل په افغانستان کې د نړیوالو ادارو په ښځینه کارکوونکو باندې د طالبانو لګول شوي محدودیتونه د منلو نه دي.

طالبانو د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې، په افغانستان کې ښځې په ټولو نا دولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړې، چې ورسته په دغه بندیز کې د ملګرو ملتونو دفتروته هم شامل شول او ښځینه کارکوونکې ورته له تګ منع شوې.

دوی په افغانستان له بیاځلي واکمنېدو راهیسې د ۲۰۲۱ میلادي کال له اګست میاشتې راهیسې د نجونو منځنۍ زده کړې هم بندې کړي او بیا پوهنتونونو ته لک تګ هم راوګرځول شوې.

دغه شان پر نجونو او ښځو پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه عمومي حمامونو ته په تلو او دغه شان له شرعي محرم پرته د لرې واټن  سفر په برخه کې هم محدودیتونه لګول شوي دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغې جوړیدونکې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

طالب رژیم مخکې بیا- بیا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان  استازیتوب څوکۍ ورکړي.

طالبان ادعا لري، چې د دوی له ګډون پرته د افغانستان په اړه هیڅ کومه غونډه مثبته پایله نه شي لرلای.

د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر هېوادونه بیا ټینګار لري، چې طالبان باید لومړی په نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ترلاسه کولو پر معیارونو خپل رژیم برابر او په دې اړه مشخصو او واضحو غوښتنو ته غاړه کیږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب