Homeسپورتکابل کې د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ پیل شوې

کابل کې د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ پیل شوې

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه )  د اس ځغلونې شپږم پړاو ملي سیالۍ نن د پلازمینې کابل په حضوري چمن میدان کې پيل شوې، چې له لسو ولایتونو څخه تر شلو پورې غوره اسونو او اس سپرو پکې ګډون کړی.

د اس ځغلونې ملي فدراسیون  مشر دادمحمد پاینده اختري د دې سیالیو موخه د غوره اسونو او اس سپرو په ګوته کول وبلل او په خبره یې چې تر نږدې راتلونکې به د اس ځغلونې ملي ټاکنیزې سیالۍ هم ترسره شي.

د دې سیالیو درې مقام ګټونکي اسونه او اس سپاره به د ملي لوبدلې غړیتوب هم ترلاسه کړي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ به د یوې ورځې لپاره دوام وکړي.


 د دغو سیالیو نندارې ته سلګونه تنه ورغلي وو او د سیالیو هرکلی یې وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...