جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د سياست په کږليچونو کې د وجدان قرباني

د سياست په کږليچونو کې د وجدان قرباني

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

پوهيږم چې زموږ چارواکو يوازې کابل ته له رومانيا څخه د راوړل شويو افغان ځوانانو د تابوتونو له رارسېدو ته غبرګون وښوده خو د ډيورنډ له کرښې څخه د تيريدو په مهال د رنځورانو ماشومانو  تورسرو او نورو افغانانو د بېوسي په چيغو  باندې خبر دي خو غوږونه يې کاڼه کړي دي،  يقيناً به  د نيمروز ولايت په مرکز زرنج کې  هم د انساني قاچاق وړونکو لخوا د هېواد د زرګونو ځوانانو په سرنوشت باندې د ملنډو د داستانونو په تړاو هم په جريان کې قرار لري خو ځانونه ناخبره اچوي. دا هم څرګنده خبره ده چې واکمنان  په کابل کې د پاکستان او ايران د سفارتونو او د هغوى د کميشن کارانو د انلاین او افلاين ويزو د ورکړي تر عنوان لاندې د شرموونکي تجارت په تړاو هم بشپړ معلومات لري خو چوپه خوله مصلحت ګڼي او تر هرڅه مهم دا چې چارواکي به په هيواد کې د بيوزلي له امله د يوې ګولې ډوډۍ موندلو او په زده کړو باندې د بنديز له امله خپلو بچيانو راتلونکي ته د اندېښمنو او لالهانده والدينو د زړونو درد د احساس وړتیا لري خو متاسفانه وجدان ډير وخت د سياست په کږليچونو کې قرباني کېږي. ځکه خو  وايي چې نړيوال دې ژوند ته د خطر ترعنوان لاندې له هيواد څخه زموږ کادرونه او استعدادونه نه باسي.

غواړم نن داخبره بيا په زغرده وکړم چې که مو په پخواني حکومتي جوړښت او تګلارو باندې نيوکې کولې او يا هم په نننيو حاکمانو باندې نقد کوو، موخه مو مخالفت، دښمني او مادي امتیازات ترلاسه کول قطعاً نه وو او نه دي، بلکې د خپل هېواد ښېرازي او د ولس خوشحالي مو موخې جوړوي. نه مو څوک د وجدان سودا کولاى شي او نه هم راته له ارزښتونو سره د خيانت تصور ممکن دى. که پرونيو راباندې د طالباني تفکر درلودونکي ټاپه لګوله او که نننى راته د اشغال پاتې شوني ووايي خو نه پروني د خپلې وطنپالنې په ترازو کې له ځانه درانه ګڼم او نه هم ننني له خپلو ايماني تړاوونو څخه راته لوړ ښکاريږي.

تېر نظام د امریکا تر مشرتابه لاندې د نړيوالې ټولنې لخوا د يوه ناوړه، نا انډوله او نامتجانس جوړښت په شکل عمدتاً د پخوانیو جنګسالارانو او د لويديځ د يلويانو ترمنځ په ويشلې او پاشلې بڼه د ديموکراسي د يوې عجيب او غريب ورژن د شاخصونو پربنسټ رامنځته شوى وو. په دغه جوړښت کې په جزوى توګه پاکو او هيواد پالو افرادو هم شتون درلود خو رول او واک يې محدود وو،  خو اوس نشته.

راځئ د هغه نظام د نسکوريدو په لاملونو باندي د راتلونکي بريا ترلاسه کولو لپاره فکر وکړو. د فساد او د خلکو په زړونو کې د ريښو غځولو او له هيواد سره د سوچه اړيکو جوړولو په برخه کې د سکوټې ناکامي په شمول د نورو ډېرو عواملو له امله ونړول شو يا هم په بل تعبير ونړيده.  د تير حکومت بدې کړنې، ناوړه جوړښت او پکې د نا اهله خلکو حاکميت اوسني حکومت ته د ورته کړنو مجوز نشي برابرولاى. دابه ستره غلطي وي چې اوسني چارواکي خپلې ناوړه کړنې د تير حکومت د بديو ترشا پټې او يا يې هم توجیه کړي.

که د يرغلګرو ځواکونو د شتون ستونځه چې د سترې بدنامي لامل وو يوې خوا ته کړو، نو يقيناً په پرتله ييز ډول د عامه ذهنیت د قضاوت په تله کې د او سني حکومت نيمګړتياوې هم کمې نه دي. په کور دننه او بهر  مشروعیت شتون نه لري؛ د بين الافغاني اجماع له لارې د اسلامي حکومت جوړولو په هيلو باندي مو د خاورو ډېرئ جوړې شوې. د انجونو په زده کړو باندې ناروا بنديز لاهم  دوام لري او دغه بنديز د هېواد د خپلواکي او زموږ ملي وقار د خوندیتوب مخه نيسي، لوړ دولتي پوستونه ټول انډيوالانو ته سپارل شوي دي، انډيوالي عمدتاً په دندو باندې د ګمارنو لپاره د اهليت شرط دي. بيکاري لوږه او غربت هيولايي شکل نيولى دى، خو متأسفانه زموږ چارواکي لاهم نړۍ ته د شکايت په لهجه مخاطب کيږي چې کادرونه مو مه باسئ.

افغان ولس پوهيږي چې اوسني مشرتابه ته په ځينو مواردو کې د مهمو فرصتونو وړتیاوو او نادرو ځانګړتیاو له امله د مسئوليت او مکلفیت خورا دروند بار ور په غاړه دى، ترڅو د هېواد لپاره د اساسي قانون له تسويد ترتیب او تصويب څخه وروسته داسې قانوني بدلونونه نوښتونه او بنسټونه رامنځته کړي چې په راتلونکې کې هيڅ شخص يا ډله د توپک په زور د واک ترلاسه کولو هڅه ونکړي؛ هيڅ فاسد او فاسق شخص يا اشخاص په ولسي استازيتوب پارلمان ته لاره پيدا نکړي، هيڅ فرد يا ډله له قانون څخه د معافیت ترلاسه کولو امتیاز ونلري او هيڅ شخص يا ډله اسلامي نظام، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت ته د ګواښ هڅه ونکړي، خو داسې هيڅ ډول نښې نښانې نه ښکاري چې موجوده حاکمه ډله دې د پورته يادو شويو اصلاحاتو لپاره ذهني تيارى ولري.

څومره به ښه وي چې موجوده حکمرانان خپل حکومت  اقتصاد محوره، منځلاري، پراخ بنسټه او ټول ګډونه اوصافو له نومولو او خپل ولس ته له ناوړه القابو کارولو څخه وړاندې  له ولس او نړيوالې ټولنې سره د رامنځته شوې تقابل د له منځه وړلو لپاره خپلو نيمګړتياو او خپلو عيبونو ته متوجه شي او په خپلو تشو باندي تمرکز وکړي.

که څوک يې نه مني لمر به په ګوتو پټوي چې ډېرى ځوانانو کادري او مسلکي افرادو لا د مخه د موجهو لاملونو له امله هيواد پرييښى دى،  څوک په کورونو کې ناست دې. د ښځينه اولادونو په مخ يې د زده کړو دروازې تړلې پرتې دي او د ډوډۍ موندلو لپاره امکانات او توان نه لري.  بنأًً ژوند ته همدغه خطر يقيناً حياتي ده او له هيواد څخه د تېښتې لپاره بسنه کوي. په دولتي پوستونو باندي پاتې پخواني مامورين په اکثریت ډول هغه ټيټ رتبه مامورین دي چې معاشونه يې لږ دي او د حاکمې ډلې افراد په کمو معاشونو باندې کار نه کوى. په عمومي ډول په تير نظام کې په دولتي پوستونو کې پاتي شوي خلک په مختلفو نومونو او تهمتونو باندي تورنېږي او توهين کيږي.

شک نشته چې د مختلفو وجوهاتو او عيني واقعيتونو له امله افغانان او په ټوليز ډول نړيواله ټولنه له طالبانو سره تعامل ته لېواله دي او قطعاً نه غواړي د يولسم سيپټمبر پېښې په پايله کې رامنځته شوې سناريو تکرار شي، خو د طالب مشرتابه لخوا نه يوازي ولسي او نړيوال تعامل ته مثبت غبرګون نه دى ښودل شوى، بلکې په حکومت کې د ننه ځينې د  مټکور ذهنيت افراد ياد تعامل د خپلو تګلارو د بريا په توګه وړاندې کوي او د خپلو تګلارو د تداوم لپاره يې د ثبوت په توګه وړاندي کوي. دغه ذهنيت ولس نور هم د فقر بيوزلي او غلامي خوا ته بيايي او هېواد له ننګونو سره مخ کوي.

10 COMMENTS

  1. وحید سیب ستاسو معیارونه پردی دی. کله مو په هغو معیارونو فکر کړی چی هغه داستقلال او اسلامیت سره څومره متناقض دی؟
    طالبانو داهل حل وعقد اسلامی لیاره نده عملی کړی. هغوی لویه جرګه نده راغوښتی. هغوی انتخابات ندی کړی. هغوی ښځو ته موقت بندیزونه اعلان کړی او هغوی د کورنی او بهرنی مخالفونو سره تقابل لری. ایا ددی کارو نکول له اسلام سره تناقض لری او که دامان الله خان له طریقی سره؟ تاسو ته انتخابات مهم دی او که دوطن دمتحدولو او زیربنایی کارو کول؟ تاسو خپله پدی کی څو شپی فکر وکړی. کیدای سی هم خپله ځان قانع کړی او هم دیوه نوی فکر رڼا درته څرک ووهی. مونږ هم دداسی قانون اساس طرفدار یو چی هغه دتیر او اوسنی دیموکرات او یا لویی جرګی ناکامی بیرته تکرار نکړی. زه خو وایم چی ټول مسلمانان او نشنلیستان په دی کار کی ناکام دی ځکه هغوی ددیکتاتور بدیل ندی پیدا کړی. دطالبانو دامیر المومنین نسخه هم ددیکتاتوری مخه نه نیسی او د ملی خواشینی سبب کیدلای سی. مونږ ته څوک قناعت نسی راکولای چی دنن متقی امیر المومنین ځای به سبا یو غیر متقی کس نوی اشغال کړی. خو بیا هم مونږ طالبان نه ملامتوو. اوسنی افغانستان ډیر کار غواړی. هغه په یوه ورځ نه ملا کیږی.
    تیر او اوسنی اجماعی سیستم دهر فاسد دراتګ مخه نه نیسی او همدا سیستمونه دخربدلی سیستمونه دی چی کورنی او بهرنی مداریان پکښی خپلی ګټی ساتی. دطالبانو دهغه سره حساسیت په ځای دی. هغوی باید په دی پړ نسی.
    بهرنی خلک دخپلو منافعو په سر له دنیا والو سره په جنګ کی دی. نو که طالبان له هغوی سره موافقه کوی هغه به دافغانستان په خیر نه وی. دخارجیانو مطالبی باید له ملی او اسلامی دوربین څخه وارزول سی او بیا قضاوت وسی.
    تاسو باید دانډیوالی خبره ونکړی. هغه وخت دا خبره وکړی چی یو بی کفایته او لټ کس یی ګومارلی وی. دهغو کارونه تعقیب کړی او مستند دهغوی بیکاری او بیکفایتی ثابته کړی. اوس هرڅوک په خپل فکر قیصی جوړوی او ادعا دواقعیت کوی. زه دیو تیکنوکرات چی فاسد او لټ وی طرفدار نه یم. زه دیو بی مسلکه هوښیار او جدی کس طرفدار یم. که بیا هغه مسلکی وی نو بیا خو نور علی نور دی. زه طالبانو ته په دوو لاسو سلامی یم چی افغانستان یی بیرته دنورمال حالت ته را ورساوو. دوی اقتصادی او امنیتی پیشرفت لری او دنیا باندی قانع ده. تاسو عربی او انګلیسی خبرو ته ځیر سی.
    زما په خیال طالبان چی دکارو په راس کی وی هغوی ښه دی. البته دهمیش لپاره نه. کله چی نوی نسل وروزل سی او دمعلم او ملا تبعیض ورک سی او تر شخصی فایدی ملی فایدی ته وفادار سی بیا نو دملایانو وزیرانو ته ضرورت نه لیدل کیږی. هلته به وزیر هم ملا وی او هم مسلکی. اوسنی مسلکی خلک باید خدمت او قدرت دواړه سره ګډ نکړی. مسلکی خلک دخدمت لپاره وی، دا دجهان دستور دی. هغه سیاسی مسلکیان زیات وخت کارونه خراب کړی وی. مسلکیان دښه معاش حق لری او دا دافغانستان ضرورت دی. هغوی باید هم دمسلک او هم درتبی معاش ولری ترڅو نازولی وساتل سی او له وطنه ونه تښتی. فعلی خلک دځان دګټی لپاره تربیه سوی او ملی او اسلامی روحیه نده ورکړل سوی. ډیر کم خلک به دا احساس ولری چی دخارج په ډالرو به خپلی افغانی باندی قانع سی.
    وحید سیب دپاکستان او ایران مشکل دطالبانو په غاړه مه اچوی. هر دولت خپلی فایدی غواړی. زه چی په کور کی شکنه نلرم نو خلک به زما کورته ولی راځی. طالبان له ایران او پاکستان نه مړی او زندانیان راوړی. خو خلک نسی بندولای. دا خبره غیر معقوله ده چی طالبان په هغه ملامت سی ځکه چی هغه ددوی په لاس کی نده. افغانان غیر قانونی نورو دولتو ته روان وی. هم قانون مات کړی او هم دمیلمه تقاضا ولری دا نو دکوم قانون غوښتنه ده. غیر قانونی غیر قانونی وی. په بین المللی سویه خلک دقانون خبری کوی دزور او امتیاز خبری نکوی. طالبان امریکایان ندی چی د بی ۵۲ په زور یی وغواړی. زموږ غوښتنی باید دواقعیت سره سمون وخوری.
    وحید سیب هیله ده دمنفی خبرو په ځای مثبتی خبری وکړی. خلک او طالبان دبدو کارو نه خبر کړی او دعملی کولو کارونه ورته وروښیاست. اوله خبره دا ده چی افغانانو ته ووایاست چی له وطنه مه تښتی. ملی غرور ولری او دخپل ځان عزت په خپله وساتی، له پردو دعزت تمه مه کوی کله چی دوی خپله دبی عزتی لیاره خوښه کړی وی نور یی هم بی عزته کویږ مونږ باید بیا نو طالبان باندی ملامت نکړو.

    • ثابت سيب
      زه له دې امله درڅخه مننه وکړم چې خپل دريز مو څرګند کړى. زه له هيواد څخه د وتلو لپاره د امکاناتو له درلودلو سره سره له خپلو ټولو اولادونو سره په هيواد کې اوسېږم. زه په کابل کې اوسيږم. ما پردي هيوادونه ليدلي دي نه غواړم بيا هيواد پريږدم.زه له طالب چارواکو سره ناسته پاسته لرم. دغه شان ورته د خبرو په مهال هم غږيږم.
      ورورکيه !
      ما غني د تښتيدو توغل هم تير کړ او لا يې هم تيروم. ما دلته ډير توغلونه تير کړل. نور نه غواړم بيا د يوه بل توغل شاهد واوسم. خو تاسو باید د احساساتو له دلدل څخه لږ شان راښکته شئ. حقایقو او واقعيتونو ته په ژوره توګه وګورئ . هغه حکومتونه دوام نه کوي چې د ولس په منځ کې ريښې ونلري او د اسلامي نظام په چوکاټ کې د ولس د هيلو ګټو او غوښتنو ممثل نه وي. خفه نشئ چې درته ووايم. داسې ښکاري چې تاسو له بهر څخه هيواد ته د انګريزي او عربي رسنیو له ليدلوري څخه قضاوت کوئ خو زه انګريزي او عربي ميډيا ته د کتو سره سره دلته د پرتو ځمکنيو واقعيتونو ته په کتو قضاوت کوم او همدغه مې غوره کړې لاره ده.
      زه د هيواد ځوانانو ته تل وايم چې ستونځه به زغمئ او د سوله ييزې مبارزې لاره به د سمون او بدلون په موخه تعقیبوئ. په دوهم پړاو کې طالب چارواکي هم ددې لپاره سمون او بدلون ته را دعوت کوم چې نه غواړم د هغوى حکومت بل ځل هم نسکور ووينم.
      په هر حال فکر کوم زما ليکنه مو په بشپړ ډول نه ده لوستلې هيڅ خبره نه ده خو په قضاوت کې مو د حقائقو نندارتون ته رابولم

  2. د عبدالوحید وحید صاحب لیکنې تل له ملي ، اسلامي او افغاني احساساتو سره مل وي . د دوی نظرونه ، انتقادونه ، وړاندیزونه او لارښوونې د ټول هېواد د ملي یوالي ، د خلکو او حکومت ترمنځ د تفاهم او د فاصلو د لرې کولو لپاره د زړه له تله سرچینه اخلي .
    چارواکي باید هغه په سړه سینه ولولي او د ګران هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلي .
    دا زما دریم کال دی چې د کابل پوهنتون له یوه پوهنځي فارغ التحصیل یم . د هېواد په دواړو رسمي ژبو او انګلیسې ژبې حاکمیت لرم . د جمهوریت او حمارت دواړو وختونو کې هرې ادارې او وزارت ته د کار لپاره ورغلم . خو متآسفانه د واسطې او یوه قوي انډیوال د نه درلودلو له امله د دندې په موندلو کې ناکام یم . البته د خپل لیاقت او د پوهنتون د نومرو په اساس هر ډول آزموینې ته تیار یم .
    غواړم دلته د ښاغلي وحید له لیکنې دا پاراګراف نقل قوم کړم چې د ټول ملت د زړه خبره پکې لیکل شوېده :
    « راځئ د هغه نظام د نسکوريدو په لاملونو باندي د راتلونکي بريا ترلاسه کولو لپاره فکر وکړو. د فساد او د خلکو په زړونو کې د ريښو غځولو او له هيواد سره د سوچه اړيکو جوړولو په برخه کې د سکوټې ناکامي په شمول د نورو ډېرو عواملو له امله ونړول شو يا هم په بل تعبير ونړيده. د تير حکومت بدې کړنې، ناوړه جوړښت او پکې د نا اهله خلکو حاکميت اوسني حکومت ته د ورته کړنو مجوز نشي برابرولاى. دابه ستره غلطي وي چې اوسني چارواکي خپلې ناوړه کړنې د تير حکومت د بديو ترشا پټې او يا يې هم توجیه کړي. »

    • مننه حسن محترمه
      باور وکړئ چې نه د جمهوريت د دورې مامور يم او نه مې په اوسني وخت کې چاته تمه کړى ده خو دغه هېواد او ولس مى خپل دي. که ورته زيان رسيږي غبرګون ښيم. نور هيڅ نه غواړم

  3. د جمهوریت او حمارت دواړو وختونو کې هرې ادارې او وزارت ته د کار لپاره ورغلم
    حسن خانه، دا پورته خبره خپله ستاسو دفکر او ژوند نه پرده پورته کوی.
    دپوهنتون شهادتنامه دروازی خلاصوی خو دخلاصو دروازو تضمین نکوی. دولت دشیدو شیره غواړی خو په دی شرط چی خالی چوکی ولری. ستتا له خبری مالومه ده چی امتحان ته نه یاست کینستلی.
    دافغانستان دولت کوچنی دی او کوچنی پرسونل ته ضرورت لری. اقتصاد همدا تقاضا کوی. دافغانستان اتیا پوهنتونو زیات خلک فارغ کړی چی دا مشکله ده چی کوم لیاقت لری او کوم یی نه لری. مسلکی کار دمسلک ښه زده کولو معنا ورکوی ژبی صرف د تفاهم لپاره وی. ډیر انګریزان شته چی مسلکی خلک ندی. زما خوریی زما روپی مصرف کړی او شهادتنامه یی هم واخیسته خو دژوند لپاره سم پلان نسی جوړولی.

    • سلام
      احساساتی ګونګوسیو ته زمینه برابرول دولس به ګته نه دی.
      تا ډیره ښایسته لیکنه کړې او عنوان دې هم پرځای ټاکلی، ستا لیکنه له ډېرو تودو اټکلی بحثونو ګټوره ده. ستا خبرو کې غوړه مالی چاپلوسی، باټې او لافی نشته ، ستا نیوکه سمه ادبی ، مطمنه قریحه اوسلیقه لری. فلهذا ستا ګزارش دولس په ګته دی دغه ګټه زموږ د ولس څلورو مهمو اړخونو کې رابرسیرکیږی :
      الف: فزیکی اړخ
      ب- روانی اړخ
      ج- عاطفی اړخ
      د- ټولنیز اړخ
      الف – اقتصادی او تکنالوزی وسایل او ابزار بیا په هره برخه کې خپل ځای لری او مشترکه ژبه جوړوی. یو نظام باید په نیوکه خوښ شی اودسالم نیوکه کوونکی افکارو څخه ګته لاس ته راوړی..
      زما دتبصرې پایله:
      ما داضطراب ،تشویش ، غم او اندېښنې په اړه دهرلیکوال،ادیب ، محقق، سیاست بوه ، تاریخ پوه، ښوونکو او روزونکو، ختیخوالو او لویدیخوالو لیکنې اوڅېړنې ترنظره تیرې کړی.نو دې پایلې ته ورسېدم چې ټول په دې خبره سره متفق دی چې دسینې پراختیا، شفاء او روغتیا ءدلاس ته راوړلو بنسټ پر دریو شیانو تکیه لری:
      ۱- له الله تعالی سره اړیکی تینګول او دهغه عبادت ته چمتو کیدل
      فاعبد ه واصطبر لعبادیة
      ۲- دماضی دوسیه وتړله اوله سره نوی ژوند پیل کړه
      ۳-دیوه نامعلوم اوغایب مستقبل په لور خپلې هیلې اوتمې شاته وغورخوه او نن راتینګ کړه
      دغه فکتورونه ستا لیکنه کې په ډاګه دی

      • له پېرزوونو او سپارښتنو څخه مو نړۍ مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
        د اخلاقي کوډونو سره سمې نيوکې، د دوستانو توصيې، سپارښتنې او وړاندیزونه مې د مبارزې په لار کې لارښوونه کوي .

  4. جناب عبدالوحید وحید صاحب
    کور مو ودان خوشحال اوسي زه د تاند په صفحه ستاسو لیکنې هغه چې سرخط مې خوښ شی بیا یې لولم او د معلوماتو او ملی فکر لرلو څخه یې خوند اخلم ځیني اشخاص په هر څه کې د لغتې وهلو عادت لری غواړی چې د هغې ډلې سره چې یې پلوي دی جایز او ناجایز کړنې په نورو ومني خو دا زما په اند یوه تیروتنه ده او نور هیڅ نه.

    • نړئ مننه جناب نيازى صاحب محترمه
      دا زما کمال نه بلکې د رب العزت ډالئ ده چې تر اوسه پورې يې په وجدان باندي د سودا نه کولو توفيق راکړى دى . باور وکړئ هغه څه چې ليکم کله کله يې مشهود او ملموس زيانونه وينم خو ځان ددغه هېواد او ولس مقروض ګڼم. که سهوه شوم له رب العزت او ولس څخه بښنه غواړم.

  5. الله تعالی دې له هرې بلا څخه په امان کې وساته، ستاسو خدمتونه له دې ولس څخه پټ ندي سر لوړی اوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب