پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهکرکټ: افغانستان سریلانکا ته په ۶ ویکټونو او ۱۹ توپونو ماتې ورکړه

کرکټ: افغانستان سریلانکا ته په ۶ ویکټونو او ۱۹ توپونو ماتې ورکړه

تاند (جمعه، د جوزا ۱۲مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له سریلانکا څخه د درو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ په ۶ ویکټونو او ۱۹ اضافي توپونو وګټله.

افغانستان د لوبې پچه وګټله او غوره یې وبلله چې کوربه ټیم سریلانکا ته د بیټنګ بلنه ورکړي.

سریلانکا د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته ۲۶۹ منډې هدف وټاکه.

د سریلانکا لپاره تر ټولو ښه بیټنګ چاریت اسلانکا وکړ. ده په ۹۵ توپونو ۹۱ منډې وکړې.

شپږ واړو افغان باولرانو کې هیڅ یو د سریلانکايي لوبغاړو په سوځولو کې بې برخې پاتې نه شو.

له فضل حق فاروقي او فرید احمده پرته، چې هر یوه دوه – دوه لوبغاړي وسوځول، نورو هر یوه یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.

په بیټنګ کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ښه وځلېد. ده په ۹۸ توپونو ۹۸ منډې وکړې.

رحمت شاه بیا په ۸۰ توپونو ۵۵حشمت الله شهیدي په ۴۷ توپونو ۳۸ او محمد نبي په ۲۸ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې سریلانکا ۳۰ اضافي منډې ورکړې چې په یو ورځینۍ لوبه کې ډیرې منډې دي. خو افغانستان ۱۷ اضافي منډې ورکړې.

دواړه ټیمونه به د یکشنبې په ورځ په دوهمه یو ورځینۍ مسابقه کې مخامخ شي.

د دوی وروستۍ مسابقه د چهارشنبې په ورځ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب