جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپاکستانۍ موډله خدیجه شاه د عمران خان په ملاتړ زنداني شوه

پاکستانۍ موډله خدیجه شاه د عمران خان په ملاتړ زنداني شوه

تاند:( جمعه ، د جوزا ۱۲ مه )   د مشهورې فیشن ډیزاینرې خدیجه شاه په ګډون د پاکستان تحریک انصاف سره تړلې اووه نورې ښځې د جمعې په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شوې.

د تحريک انصاف ګوند اړوندې بندي شوې مېرمنې محکمې ته د دوی پر ور وړلو خواشیني ښودلې ده.

له دوی څخه د لاهور محکمې ته د مالیې د پخواني وزير سلمان شاه لور خديجه شاه معرفي شوې ده.

پولیسو هغه د  قضیې د نورو پروسیجرونو  د مخکې وړلو لپاره یې محکمې ته وسپارله.

 خدیجه شاه د مۍ په ۲۳ مه د لاهور په اقبال شهر پولیس سټیشن کې په خپله خوښه ځان تسلیم کړ.

 له تسلیمېدو وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې هغه د اوو ورځو لپاره په قضايي توقیف کې واچوله.

د عمران خان له وروستیو متشددو لاریونو سره، د پاکستان حکومت د هغه زرګونه پلویان، چې یو شمېر مشهورې ښځې هم پکې شاملې دي، بندیانې کړي دي.

عمران خان په زندانونو کې له نیول شویو پلویانو سره یې د جنسي زور زیاتي ادعاوې کړي، خو د پاکستان حکومت دغه ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب