پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د ژورخپګان نښې، عوامل او درملنه

د ژورخپګان نښې، عوامل او درملنه

رضوان حبیبي

خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې د لنډې مودې لپاره دوام مومي، او دا حالت په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان او کله، کله هسې  زړه تنګي دا د نورمال خپګان بیلګې دي خو که دغه  خپګان لږ تر لږه تر دوه اوونيو وغځېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.

د ژور خپګان (ډیپریشن) لاملونه:

د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره د بیلابیلو لاملونو له امله مخ کیدلی شي چې ځینې یې دلته درسره شریکوو:

د مینې کمښت:

ډېری وګړي فکر کوي چې هیڅوک ورسره مینه نه لري خپل ځان په نورو باندې بوج فکر کوي، نو دا هم د ژور خپګان یو لامل دی.

ناڅاپې بدلونونه:

 د انسان په ژوند کې یو ناڅاپه بدلون راتلل، چې هغه په شخصي ژوند کې وي یا د کار په برخه کې وي چې د چا په خوښه نه وي نو دا هم د خپګان سبب کیدای شي.

له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل:

د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، او داسي نورې ستونزې د خپګان لامل کېدلای شي.

د ژور خپګان(ډیپریشن) درملنه:

دینې احکام پر ځای کړئ: تل هڅه وکړئ چې د خدای پاک عبادت وکړئ او خدای پاک پر مرستې باور په ځان کې پیاوړی کړئ.

څومره،چې کولای شئ د ټولنیزو رسنیو استعمال محدود کړئ، زموږ د ډېری پریشانیو منبع خواله رسنۍ دي، بد خبرونه مه اورئ ځکه چې له ژونده مو زړه توروي.

 له ښو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ: 

هغو خلکو سره کښېنئ او ناسته پاسته وکړئ چې مثبت او مثبته روحیه نورو ته ورکوي ځکه دا ډول خلک پر تاسي اغیز لري او د دوی تاثیر خامخا مثبت او نیک وي.

یوه ښایسته باغ ته لاړ شئ، منظرې ته کښېنئ د طبعیت ننداره وکړئ د خدای په دې جالبه نړۍ باندې ځان په تفکر کولو کې بوخت کړئ، له طبعیت سره کېسې مو ذهن پیاوړی کوي او د فکر کولو ځواک درکوي.

خپل فکر ته مو تغییر ورکړئ:

منفي فکرونو ته باید په ذهن کې ډېر ځای ورنه کړو، او د دې لپاره ښه دا ده چې خپل ذهن په مثبتو افکارو او خبرو بوخت وساتو.

ژوند ځانته په زور مه سختوئ، له هېچا سره ځان مه پرتله کوئ دا خپل هرڅه چې لرئ دا تر بل هر چا غوره او ښه وګڼئ.

ټولنیزې اړیکې ډیرې کړئ:

څومره چې خپلې ټولنیزې اړیکې او د خپلو شا او خوا خپلوانو او دوستانو ملاتړ درسره زیات شي او څومره چې اجتماعي شئ هومره درڅخه ژور خپګان لري کیږي.

خوښي او غم د ژوند یوه برخه ده، د خوښۍ او غم توازون وساتئ.

په ژوند کې د خوښۍ لپاره سترو کارو ته اړتیا نشته خپلې وړې خوښۍ مو ونمانځئ همدا ژوند دی، ژوند ښکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب