تاند:( شنبه ، د جوزا ۱۳ مه ) په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یواین ایچ سي آر مسوولینو له افغان کډوالو غوښتي، چې د دوی د کارت جوړولو په نوم چا ته پیسې ورنه کړي.
د یادې ادارې یوه ویاند قیصر اپریدي ویلي، چې دوی سمدستي کډوالو ته د مهاجرت کارتونه نه جوړوي او په دې نوم جوړیدونکي کارتونه جعلي دي.
سرچینې ویلي، چې افغان کډوال باید د دوی د خدمتونو په نوم چا ته پیسې ورنه کړي، ځکه د دوی خدمتونه وړیا دي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه زره نور افغانان هم پاکستان ته کډوال شوي، چې ګڼو ستونزو او له هغې ډلې د پاکستاني پولیسو لخوا دنیول کیدو خطر سره مخ دي.
دوی په دې ګومان پر کمیشن کارانو د مهاجرت کارتونه جوړوي، چې پاکستاني پولیس به یې نه ځوروي،خو ویل کیږي چې د ویزو او پاسپورټ باوجود هم دغه پولیس افغان کډوال د پسو شکولو لپاره نیسي.
له بده مرغه هلته رشوت روا، خو موږ ته بيا په خپل هېواد کې زده کړه ناروا ده.
هلته سره له دې چې اسلامي محيط دی، خو له دې سره سره پکې رشوت عادي خبره ده او زموږ اوسنيو او مخکېنيو واکمنانو ټول عمر جګړه له همدغه اسلامي چاپيرياله وکړه، خو موږ نه مخکې او نه اوس اسلامي چاپيريال جوړ کړی شو. د شرايطو په پلمه مو نجونې له زده کړو او مېرمنې له کاره منعه کړي دي.
امر یالمعروف ته چې چېرته اړتيا ده هلته نشته، خو چېرته چې ورته اړتيا نشته بيا شته.