پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د موبایل څپې زموږ غږونه نورو کُرو ته رسوي

د موبایل څپې زموږ غږونه نورو کُرو ته رسوي

تاند- له ډیرو کلونو راهیسې د نورو سیارو د مخلوقاتو او مځکې ته د هغو د راتګ په اړه ناتایید شوي خبرونه خپرېږي خو دې ډول خبرونو د ډیرو خلکو ذهنونه مشغول کړي دي.

د نجوم سلطنتي (رایل) ټولنې په خپله میاشتنۍ مجله کې په یوه راپور کې پوښتنه کړې چې ایا فضايي محلوقات زموږ د موبایل ټېلفونونو غږونه اوري؟

په دې اړه (ساینس الرټ) ویبپاڼې لیکلي چې مخابراتي سیګنالونه د مځکې معلومات افشا کوي او پردي یا د نورو کُرو تمدونونه د موبایل انتنونو له سیګنالونو څخه په استفادې مځکه څارلی شي.

ساینس الرټ ویبپاڼه، چې د تازه ساینسي انکشافاتو خبرونه خپروي، وايي، په شلمه پېړۍ کې اکثره راډیويي مخابرې او سیګنالونه د راډیوګانو او تلویزیونونو وې. خو اوس تر ټولو ډیر سیګنالونه د موبایل ټېلفونونو دي چې په سترګو نه لیدل کېږي.

د موبایل ټیلفونونو د هر برح یا انتن راډیويي سیګنال له ۱۰۰ تر ۲۰۰ واټه قدرت لري، د انتنونو زیاتوالي ته په پام دا اندازه په فضا کې څو ګېګاواټوته رسیږي. نو که داسې وانګېرو چې په فضا کې نور مخلوقات پرمختللی راډیويي سیستم لري، په هغه صورت کې زموږ له لوري استول کېدونکې څپې لسګونه نوري کاله لېرې ځایونو ته باید ورسیږي خو دا لهدې سره تړاو لري چې نور مخلوقات څومره لېرې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب