چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Home+نه خزانه، نه ویرانه| هیله پسرلی

نه خزانه، نه ویرانه| هیله پسرلی

نن سهار مو د پلار کور خرڅ کړ. د وروستي‌ ځل لپاره ورته راغلې یم . د کور په یوې کوټه کې ولاړه یم. دا کوټه مو د ناستې وه. ژمی، منی او حمل  به مو دلته تېراوه. د پسرلي په پای کې به بیا دهلېز ته کوچ شو.

 له کړکۍ راټول انګړ ته ګورم. اوس یې چمن په خاورو بدل دی. ونې یې وچې دي خو زما هغسې هم په یاد دی چې چمن مو تاند و؛ پلار اېښې مور، پاللې ونې لا ژوندۍ وې.

موږ چې دلته کور جوړ کړ په دارالامان کې کورونه ډېر نه ول، اوس د کابل غرونه لا له کورونو په امان نه دي، دارالامان خو پرېږده.  په هغه وخت کې زموږ کور د ښار په لوکسو نقشو کې حساب و خو اوسني ځوانان دا نقشه قدیمي بولي. په هغوی چې مو کور خرڅ کړ، ویل یې کور ړنګوي، د دوی ځمکه پکار ده.

وروسته د مور او پلار له مرګه دا کور خالي و. نهه کاله مخکې چې له لندن نه کابل ته کډه شوم غوښتل مې دلته ژوند وکړم خو د ټولو مشوره راته دا وه چې یوازې مه اوسه یا په پیاده خانه کې یوه کورنۍ کښېنوه چې هم کور وساتي هم دې خدمت وکړي یا اپارتمان کرایه کړه. په بل انسان مې د ځان خدمت نه دی خوښ نو یو کوچینی اپارتمان مې کرایه کړ.

د دوستانو لپاره مې ژوند په اپارتمان کې وکړ .د ځان لپاره مې په پلارني کور کې یوه کوټه فرش کړه. د کور په سر یوه وړه بالا خانه ده. پلار به ویل، په کوم کور کې چې  ده ماشومتوب تېر کړی و بالا خانه یې درلوده. نو ځکه هم کله چې  یې خپل کور جوړاوه  د مور له انتقاد سره سره یې یوه بلا خانه ګۍ جوړه کړه. پلار به ډېر وخت په بالا خانه کې تېراوه. هلته یې د کتابونو یوه کوچینۍ دیوالي  المارۍ وه. یو میز او څلور څوکې هم اېښې وې. د پلار میزک د کنړ له لرګو جوړ و.کوټې ته به چې دننه شوې د لرګو عطر به خپور و.

کابل ته چې راغلم په سبا یې د کاکا زوی راته وویل،  که غواړې هدیرې ته به لاړ شو. ما ترې د کور کیلي وغوښته او کور ته راغلم. د پلار د بالاخانې دیوالي المارۍ یوازینۍ  المارۍ وه چې نسبتا سالمه پاتې وه.

بالا خانه مې پاکه کړه. فرش مې کړه. څلور څوکۍ مې ورته واخیستې. د کنړ د لرګو میز مې و نه موند خو یوه قلمدانۍ مې یې واخیسته. ورور ته مې یې عکس ولېږه ورته ومې لیکل: له لندن نه چې له خیره له میرمنې او بچیانو سره راغلې دلته به چای څښو. خو ورور له لندن نه یوازې هغه وخت تشریف راوړ چې کور مو خرڅاوه.

په تیرو نهه کلنو کې چې هر ځلي  تور او سپین سر خلق راتنګ کړی او د ماشومتوب تور سر ته مې زړه  شوی دلته راغلې یم. چې هر ځلې د کیسو ښاپېرۍ رانه مروره شوې او نه لیکلو په عذابه کړې یم، ترموز مې له چایه، لپ‌ ټاپ مې له چارچه ډک کړی اودلته راغلې یم.  دې کور او د پلار د کتابونو المارۍ ډېر کله  کیسې راکړي دي. په تېرو نهو کلو کې مې د مور په تلین کې د دې روح ته دلته دعا کړې ده. د پلار یاد مې هم په دغې کوټه کې ژړلی خو نن سهار مو د پلار کور خرڅ کړ.

 وروستی دیدن مې دی. لکه په وروستي ‌ځل چې مې له مور سره په  تلیفون کې خبرې وکړې، لکه د روغتون په کټ کې د پلار وروستۍ مسکا.  په هغه وخت کې مې هم نه زړه، نه عقل منله چې وروستی ځل دې وي، اوس مې هم نه زړه، نه عقل مني چې د پلار کور مې دې خرڅ کړی وي خو وروستی دیدار دی.‌

په ښوونځي کې به مې چې کیسې لیکلې، پلار ته به مې لوستلې. دی به ورته داسې غوږ و لکه د دنیا تر ټول مهم اثر چې اوري. کتابچه  به یې رانه واخیسته او زما خامه کیسه ګۍ به یې په خپل پوخ خط پاک نویس کړه. پلار مې له هغو محدودو ډاکټرانو نه و چې عالي خط یې درلود. هغه به زما د تشویق لپاره ویل: ما په ځواني کې د لیکلو ډېر کوښښ وکړ خو پوهېدم چې لیکوال نه یم پیدا نو ډاکټر شوم. طب په وچ زحمت زده کېږي خو هنر داسې نه وي، که د یو چا په روح کې هنر وي، زحمت یې په هنرمند بدلوي خو که په روح کې یې هنر نه وي  وچ زحمت یې نه شي لیکوال کولی.

د مور د ارمان خلاف چې غوښتل یې لکه خپل پلار ډاکټره شم پلار مې لیکلو ته وهڅولم.

 زه او ورور مې په پوهنتون کې و چې ماما مې د تحصیل لپاره لندن ته وغوښتو. وروسته بیا جګړه شروع شوه . پلار او مور د کاکا له کورنۍ سره په کابل کې پاتې شول. موږ ته به یې په خطونو کې لیکل: موږ ښه یوو له بوډاګانو سره څوک کار نه لري. زړه مو په دې ټول دی چې تاسو هلته خوندي یاست.

 کلونه واوښتل. حالات بدل را بدل شول خو لکه پخوا نه شول. د طالبانو له سقوطه وروسته کابل ته ډېره راتلم. خو مور او پلار ته به مې چې کتل پوهېدم چې د ماشومتوب ګډ کورنی ژوند د ژمي‌ مازدیګر و، تېر شو. ښايي ځکه هم مور او‌پلار مشوره نه راکوله چې د تل لپاره کابل ته راشم.

– – – – – – –

درې میاشتې مخکې ورور راته له لندن نه زنګ ووهه. ویل یې: «کور خو هسې هم ویرانه ده. عملا ترې ګټه نه اخلو خرڅ به یې کړو. په پیسو به یې ژوند وکړو. ټول عمر کار، کار، کار! دغه اروپا  مې لا سمه و نه لیده. دا لږ دمه چې را پاتې ده باید ترې ګټه واخلو، په واقعي مانا ژوند وکړو، خوند واخلو، سفر وکړو. تر کله به په کرايي اپارتمان کې ژوند کوې. د کور په پیسو ځان ته سم ګلالی اپارتمان واخله. ژوند وکړه، ساده! »

کوښښ مې وکړ ورور قانع کړم چې کور به خرڅ نه بلکې جوړ کړو خو و یې نه منله. ظاهرا ښځه یې تر ما په قانع کولو کې استاده ده، مخکې تر مخکې یې ملا کړی و چې مه یې ورسره منه.

نن سهار مو کور خرڅ کړ. ورور راته کړل: ګوره د پلار خبره دې په یاد ده چې ویل به یې:«ژوند لکه غر له لرې  یوازې ډبرې ښکاري خو چې نږدې ورشې د ډبرو په زړه کې به ګلان ومومې.» پوهېږم اوس خفه یې، وروسته به بیا په دغې پرېکړې خوشحاله یې. ګوره په تېر کې اوسېدل  یوازې غم ډېروي. څه شل کلن هم نه یوو چې د راتلونکې ادعا په جېب کې وګرځوو. ګوره دغه یو څو کاله لا انرژي لرو باید ژوند وکړو. زما خو نیت دی چې  یو دوه میاشتې بارسلونا  کې تېر کړم چې هډوکي مې د لندن سیوری هېر کړي هههه ، که دې زړه و، ته هم بیا راشه.

 ورور ته مې ځواب ورنکړ او په ورستي ځل د کور دیدن ته ورغلم.

زموږ له کوره غر ښکاري. په ماشومتوب کې به چې خفه وم، له غره سره به مې خبرې کولې. چې به مې ریاضي نه زده کېده غره ته به مې ژړل. چې مور به زما نه د ورور منله غره ته به مې ګیله وړه. له غره سره خواله کولو د غره له ذاته  کړم : چوپه خوله ډک زړه.

په وروستي ځل د پلار له کوره غره ته ګورم. په وروستي‌ ځل ورته ژاړم او په وروستي ځل ورسره خواله کوم.  دا ویرانه مې خزانه وه نور نو نه خزانه لرم نه ویرانه خو ورور مې وايي غم مه کوه د بانک په اکونټ کې به دې پېسې ډېرې شي راځه چې بارسلونا ته ځو….

– – – – – – –

له کوره ووتم. د کابل د پسرلي باد مې سپین پیکی هماغسې رپوي لکه د ماشومتوب تور پیکی چې یې رپاوه، خو سبا به مې د ماشومتوب په ودانۍ جرثقیل تیر وي. وايي، تیر هیر کړه چې ژوند وکړې. مګر تیر هېریږي؟ مګر بې تېره ژوند کېږي؟ مګر بې یاده ساه اخیستل کېږي؟

پای

۲/۴/۲۱۲۱

 د ماښام ۱۹:۲۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب