جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهعمران خان؛ په «ترکي ډرامو» د پاکستان کورنی نظام خوندي ساتي

عمران خان؛ په «ترکي ډرامو» د پاکستان کورنی نظام خوندي ساتي

تاند (دوشنبه، د حمل ۱۶) په پاکستان کې که له یوه پلوه د ترکي ډرامو پر نشر سختې نیوکې دي بل لور ته د یاد هېود وزیر اعظم عمران خان وايي، دی غواړي په دې ډرامو د کورنیو نظم خوندي وساتي.

عمران خان وایي، د کورني نظام د خوندي ساتلو او د بې حیایۍ د مخنیوي په خاطر یې د نورو کارونو ترڅنګ یې ترکي ډرامې هم پاکستان ته راوړې دي.

تېره یکشنبه عمران خان د تیلیفون له لارې د ولس هغو اندېښنو ته ځواب ووایه چې خلکو په دې هېواد کې د جنسي تیریو د لړۍ د چټکتیا په اړه لرلې.

عمران ویلي په پاکستان کې د جنسي تېریو د پېښو د مخنیوي په خاطر یې سخت قوانین وضع کړي او هڅه کوي څو کورنی نظام وژغوري.

عمران خان وایي، که په ټولنه کې بې حیایي خپرېږي نو د جنسي تیریو پېښې به هم ورسره زیاتېږي او په خبره یې همدا لامل دی چې په اروپا کې کورنی نظام ډېر ګډوډ دی.

د نوموړي په خبره «په همدې خاطر مې له ولسمشر اردوغان سره خبره وکړه او ترکي ډرامې مې دلته راوړې.»

بل لورته بیا په پاکستان کې یو شمېر څېړونکي وایي ترکي ډرامو په دې هېواد کې د کورني نظام په هکله د خلکو ذهنونه خراب کړي دي.

دوی وایي: «څومره چې ترکي ډرامو په پاکستان کې د خلکو ذهنونه خراب کړي د هغې حکومت هېڅ فکر هم نه شي کولای».

وتلی شاعر او لیکوال لایق زاده لایق وایي، د ترکي ډرامو په راوړلو سره عمران خان هڅه کوي په پاکستان کې بې حیايي زیاته او کورنی نظام له منځه یوسي.

لایق زاده لایق، د امریکا ږغ ډیوې راډیو ته وویل، د پاکستان او ترکیې کلتور ډېر توپير لري او باید د دې ډرامو د نشر مخنیوی وشي.

هغه وایي: «عمران خان د ترکي ډرامو په وسیله د کورني نظام د ژغورنې خبره کوي خو د ترکیې کومې ډرامې چې دلته ښودل کیږي په هغو کې ښودل کېږي چې یوه نږور له خسر، خورزې، ماما، او حتی کله کله ورور له خور سره  جنسي اړېکې لري، حال دا چې په یوه مسلمانه ټولنه کې د داسې اړیکو هېڅ تصور هم نه شي کېدلای.

دغه راز د پېښور پوهنتون د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې پروفيسور جمیل احمد چترالی وایي، عمران خان که څه هم صدراعظم دی خو بیا یې هم په سر کې د کرکټ خیالونه څرخي.

هغه وایي اړتیا ده چې ولس په تاریخي او کلتوري مسایلو راويښ کړای شي نه دا چې پردی کلتور ورته وښودل شي.

دا غبرګونونه داسې مهال ښودل کېږي چې عمران خان خپل ولس ته په دې وروستیو کې د ترکي ډرامو ارطغرل، او د ترک لیکوالې د تصوف په اړه د لیکل شوي ناول “د مینې څلویښت اصول” څخه د جوړې شوې ډرامې د کتلو وړاندیزونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب