شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاد لوښو مینځل مېرمنو ته ذهني ارامتیا ور بښي

د لوښو مینځل مېرمنو ته ذهني ارامتیا ور بښي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۱۶) یو شمېر طبي څېړوونکي وایي، په کور کې د لوښو مینځل او یا په ټوله کې د کور پاکول مېرمنو ته ذهني ارامتیا او سکون ورکوي.

پاک کور او له ککړو لوښو پاک پخلنځی د هرې سلیقه درلودونکې ښځې هیله او ارزو وي.

ان دا چې په دې برخه کې دوی له ګاونډیانو او خپلو خپلوانو سره سیالي هم کوي.

هڅه کوي چې کور یې تر نورو پاک او پخلنځی یې ښکلی وي.

د امریکا په فلوریډا ایالت کې په یوه نوې تر سره شوې څېړنه کې ویل شوي، د لوښو وینځل په ښځو کې د ذهني ارامتیا لامل کېږي او اعصاب یې ور سره ارامېږي.

تاسو به خپله لیدلي وي، چې ډېری ښځې کله یې چې په پخلنځي کې ګډوډي وي، نو د دوی ذهن هم ور سره پاشلی وي او خواشینې ښکاري.

په کور کې کار کول  تل د ښځو لپاره یوه مسئله وي او هره ښځه غواړي چې په کور کې له کار کولو ځان خلاص کړي او پر وخت یې تر سره کړي، په تېره بیا په پخلنځي کې له لوښو وینځلو.

د امریکا ساینسپوهانو اوس د دغو ښځو ستونزه حل کړې ده او په یوه نوې څېړنه کې ویل شوي دي چې که چېرې ښځې غواړي اعصاب یې ارام وي یا له ذهني فشار څخه ځان وژغوري، نو د کور کارونه دې پر خپل ټاکلي وخت تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې زموږ په افغاني ټولنه کې لا هم د لرو اطرافي سیمو مېرمنې له سختو شاقه کارونو سره مخ دي او د کور د کارونو پر ځای دوی شاقه کارونه، لکه له غرونو د لرګیو راوړلو او دا ډول نورو سره مخ دي.

ښځه د کور څراغ ګڼل کیږي نو ځکه څېړونکي هم وایي، مېرمنې باید له خپلو حقونو برخمنې او له شاقه کارونو یا نور هر ډول تاوتریخوالي څخه باید لرې وساتل شي.

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    زما په آند ، که د کور مېرمنې سره نارينه ګان هم د لوښو وينځلو او کور پاکولو کښې مرستې وکړي دا به د سړیانو ذهنونه هم په دې بيکاریو او کورونا سيزنونو یا فصلونو کې یو څه آرامه کړي .
    دا باید فکر وکړو چې زنانه:ماشومان زېږوي ، شيدې ورکوې، تربیه او پاملرنه کوي …+ پخلی کوي + جارو کوي+ کالي یا جامې مينځي+ + جامې اطو کوي + میلمانهء عذروي +
    او ځينې ښځمنې خو ګڼډل ،اوبدل او تجارت هم کوي ؛ ډيرۍ په کروندو کښې د نارینه وو سره اوږه په اوږه زراعت او مالداري او چرګانو ساتنه هم کوي . له چينو، بیالو او ګودرونو اوبه راوړي ( البته دا وروستني کارونه په سوله اییز وطن کې دوود ول …)
    * په آلمان کښې یو ښه رواج دا دی څې ، هر مېلمه به د خپلې اندازې خوراک قاب کې اخلي او وروسته به ېې پخپله د پخلنځي دنل په اوبو مينځي یا اوکشوي ! دا دوه ګټې لري : ۱- د کور مېرمن لاس سپکېږي یعنې لژ لوخي مينځي ؛او ۲- ظرفونه په ګرماګرم حالت کې ژر پاکېږي او لږو اوبو ته ظرورت لري ؛ همدا رنګه مېلمه د مرستې او کلتوري خوښۍ احساس کوي که نر وي که ماده!

  2. داکتر ساپی سلام
    ستا خبرو کې مساوات او انسانی عاطفه لیدل کیږی مخکې له دې چې نورو محسنو برخو :کردار نیک ، پندار نیک او ګفتار نیک. اما له بده مرغه داسې ښځې هم شته چې دطلوع یو سترګی چینل نه دبی بی سی په خبره میندواره/حامله له ماشوم سره وژنی دغه ښځه(اریانا سعید) په طلوع کې دآبر ستاره افغان پروګرام قاضی ، دښځو دحقوقو استازې او دکوم بل پروګرام دسفیرې افتخاری امتیازی لقب هم لری.
    دغه کثافت کاره کله ناکله خپلو خبرو کې دشخصیت نه هم خبرې کوی. وایی چې دکورنیو چارو له بخوانی وزیر سره اړیکی لری ددې ستر مرداری په هکله ولی حکومت ، ټول واړه اوغټ کسبی جاسوسان چې دسولې په هکله لکه شغا لان چیغې وهی خو دلته بیا غلی دی .طلوع خو لا پريږده ….. چې دسارنوالی او څارنوالی په توپیر نه پوهیږی یا یې قصدا وایی . دلته له هیچا سره شخصی غرض نشته بلکې دسترګو لید دی موږ ویده نه یو.دا لوښی به څنګه کوو؟

  3. داکتر ساپی سلام
    ستا خبرو کې مساوات او انسانی عاطفه لیدل کیږی مخکې له دې چې نورو محسنو برخو ته لکه :کردار نیک ، پندار نیک او ګفتار نیک. راشو اما له بده مرغه داسې ښځې هم شته چې دطلوع یو سترګی چینل نه دبی بی سی په خبره میندواره/حامله له ماشوم سره وژنی دغه ښځه(اریانا سعید) په طلوع کې دآبر ستاره افغان پروګرام قاضی ، دښځو دحقوقو استازې او دکوم بل پروګرام دسفیرې افتخاری امتیازی لقب هم لری.
    دغه کثافت کاره کله ناکله خپلو خبرو کې دشخصیت نه هم خبرې کوی. وایی چې دکورنیو چارو له بخوانی وزیر سره اړیکی لری ددې ستر مرداری په هکله ولی حکومت ، ټول واړه اوغټ کسبی جاسوسان چې دسولې په هکله لکه شغا لان چیغې وهی خو دلته بیا غلی دی .طلوع خو لا پريږده ….. چې دسارنوالی او څارنوالی په توپیر نه پوهیږی یا یې قصدا وایی . دلته له هیچا سره شخصی غرض نشته بلکې دسترګو لید دی موږ ویده نه یو.دا لوښی به څنګه کوو؟

  4. ورور ع. شریفزاد صاحب علیکم سلام!
    زما مقصد له سپېڅلو پیور افغانۍ مېرمنو څخه و چې په طول د تاریخ کې د خځې، سیاسرې ، یا د کور یا دګور،؛ په بدو کې ورکړل سوې ، خرڅه سوې ، کډه!، ا.د.ن. اصطلاحاتو تحقیر سوې او د کار و بار او لوخو د بار لاندې هم ځپل سوې هم سړیانو پرې خپله باداري چلولې او هېڅ ستا خبره عاطفې او مهرباني نه ېې کار نه دی اخیستی؛ پخپله د حضرت پیغامبر صاحب ص.ا.س. په ژوند کښې او احادیثو شریفو کې هم که وګورو ښځمنو ته لوړ مقام ورکړ سوی ده.او پخپله هغه ذات د کور کارونو کې مرسته کوله.
    ګرامر کې یوه اصطلاح ده ” استثناء ګانې عمومي قاعده نه شي بدلولی!” دا د موبيګروپ ضد افغاني سوء تبلیغاتي سیید اریانۍ او امثالهم په دې کټه ګورې کې نه شي راتلای. له تبصرې مو مڼنه. صحيح ده چې الرجال قوامون عل النسآء … ، دا بیا بیل بحث ده.
    تاند ستاسو بریښنايي پته ماته را وا نه ستوله ؟ / ډ. ساپی/ بلجیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب