Homeخبرونهد شورابک بند رغنیز کارونه پای ته ورسېدل

د شورابک بند رغنیز کارونه پای ته ورسېدل

تاند(دوشنبه، د حمل ۱۶) د افغانستان په شمال کې د کوکچې پر سیند د «شورابک» بند د جوړېدو کارونه بشپړ شول او ډېر ژر به افتتاح شي.

د بدخشان ځايي چارواکي وايي، دا بند د ولایت مرکز فیض آباد ته په اووه کیلو مترۍ کې جوړ شوی، چې د ۲۵ زره کورنیو لپاره ۸ مېګاواټه برېښنا تولیدولای شي.

چارواکي زیاتوي، چې شورابک بند د کوکچه پر سیند جوړ شوی او له دریو ټوربینونو سره برېښنا تولیدوي.

نوموړي همدا راز وایي، د دغه بند د جوړېدو کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني لخوا په رسمي توګه پرانیستل شي.

شورابک که څه هم د اوبو د ذخیره کولو وړتیا نه لري او کوچنی بند دی، خو له کمال خان بند وروسته په افغانستان کې دویم بند دی، چې پر ۱۴۰۰ لمریز کې افتتاح کېږي.

بلخوا د بدخشان اوسېدونکي وايي، چې شورابک بند یوازې د دې ولایت د مرکز اړتیا پوره کوي، دولت باید د شورابک په څېر نور بندونه هم جوړ کړي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په نیمروز ولایت کې کمال خان بند د ولسمشر غني له لوري افتتاح شو.

کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو، د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د ۹ مېګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...