په یوه ټولنه کي د شاعرانو، لیکوالانو، هنرمندانو او روشنفکرانو رول یوازي د ښکلو الفاظو جوړول او وړاندي کول نه بلل کېږي او یا که ووایو ټول د هنریت، ښکلا او شعریت په رنګارنګۍ کي د ټولني وجدانونه، افکار او شعور هم نسي راویښولای؛ نو بیا د ټولنیز عدالت د تامینولو لپاره، د انسانیت د رسا ږغ رسولو لپاره ډېر ساده خو خورا ژور الفاظ او افکار، تصویر او پیغام ټولني ته په ډېر عام فهمه ډول وړاندي کول/رسول یوه بله اسانه او اغیزمنه لاره هم سته، که د شاعرانو، لیکولانو او روشنفکرانو مسؤلیتونو باندي بحث وکړو ښايي اصلي موضوع پاته سي خو ورته اشاره کول لازمي بولم:
۱ـ د حقیقت څرګندولو مسؤلیت:- ممکن په ټولنه کي ډېر خلک ووینئ چي په ښکاره ډول څه نسي ویلای خو د ټولني پټي ستونزي بیانول راڅرګندول او خلکو ته د داسي یو احساس پیداکولو او جراات ورکولو روحیه د لیکوالو، شاعرانو، هنرمندانو او روشنفکرانو د وس کار دئ، چي دوی خپله هم دا مسؤلیت احساسوي.
۲ـ د ویښتیا، روښانیتا او بدلون پر لوري هڅوونه:- د پورته ذکر سوو ډلي بل مسؤلیت دا هم باله سي، چي یوازي خبري کول نه وي، د ټولني ویښتیا، چي د سړیو وجدانونه باید راوپاروي، او دا هاله کېدای سي چي ټولنه له فقر، ظلم، بې عدالتۍ، نابرابرۍ او اخلاقي ستونزو سره ټولنه مخ وي، یا د هغوی پر سمي لاري برابرول او هغوی ته د بدلون فکر ورکول دا یوازي او یوازي یو شاعر، لیکوال، هنرمند او روشنفکره کولای سي.
۳ـ د مظلومو او بې ږغه خلکو اواز:- ټولنه کي ډېر کسان وي، چي د فقر، بې سوادۍ او محرومیت له امله د خپل حق غوښتلو فرصت یا نه لري یا دا جراات نسي کولای شاعر، لیکوال، هنرمند او روشنفکره د هغوی د دردونو، مظلومانه ژوند طرز، د هغوی محرومیت او حقوقو ته د هنر او شعر په ژبه یو اواز ورکوي او دغه اواز تر نورو رسول هم د دوی مسؤلیت باله سي.
۴ـ اخلاقي او فردي مسؤلیت ته هڅول:- که څه هم شاعر، لیکوال، هنرمند او روشنفکر مستقیم سیاستوال نه وي؛ خو د فکرونو په دبدلولو کي د ټولنیز بدلون لپاره زمینه برابرول هم د دوی مسؤلیت ګڼل کېږي، ځکه په تاریخي لحاظ ډېر بدلونونه اول وار د قلم او فکر له لاري را پیل سوي دي، خلک د خپلو فردي او ټولنیزو مسؤلیتونو په اړه فکر کولو ته رابلل دا خاص او مهم مسؤلیت دئ، چي چي په ټولنه کي د طبقاتي ویش په اړه، د بې وزلو د حالت په څرګندولو او د وجدان راویښولو دا اخلاقي مسؤلیت احساس چاته ورکول د همدې قشر وظیفه و وجیبه ده.
د لاندي شعر چي شاعر ئې استاد احمدصمیم دئ، د لوړو معیارونو مطابق ئې په شعر کي ئې یوازي د عشق، طبعیت، او احساساتو لپاره څه نسته؛ ځکه په ډېرو ادبي مکتوبونو کي شعر د ټولنیز شعور وسله هم بلل سوې ده، ځکه شاعر هم داسي موضوع مطرحه کړېده، چي د فقر، بې عدالتۍ، او یا هم لکه ګل پاچا الفت چي خلک ئې به ئې د نورو د دردونو احساس ورکولو او یا مرستي او همدردۍ او هغوی ته د روحیې ورکولو لپاره رابلل لکه:
نه ښايي انسان ته چي د بل په غم غمجن نشي
لويه بدبختي ده، چي څوک نه ژاړي له چا سره
یا لکه، د سیف الرحمن سلیم دا بیت:
څومره جونګړو ته دي اور ورته کړ
چي خپل محل ته دي رڼا راوسته
استاد احمدصمیم هم خلک د نورو درد احساس کړی دئ او نور د مرستي او همدردۍ لپاره رابولي، واکمنان او شتمن د خپلي هیري سوي وظیفې څخه خبروي، د ټولني له هغه درده څخه ئې خبروي، چي یوه کورنۍ دې ته مجبوره کېږي، چي خپل پنځه کلنه ماشومه وپلوري. راځئ چي شعر کي ئې له نژدې احساس کړو:
دوی دي له لوږي خپلي لوڼي پلوري
موږ به شهوت په څو ودو سړه وو
دوی و ډاکټر ته لاس رسی نه لري
موږ به چیکاپ په هره میاشت کي کوو
دوی له تعلیم څخه محرومه خلګ
موږ کتابونه په پېخر سوڅوو
دوی په خاورینو کنډوالو کي اوسي
موږ خو پاخه کورونه هم نړه وو
دوی پنځهکلنه (شایقه)* خرڅوي
موږ ئې له نازه په ټالو زنګوو
دوی لڅي پښې خیرن لاسونه ګرځي
موږ سل جوړې په ګل کارۍ ښکلوو
دوی دي همداسي وږي تړي ګرځي
موږ به اسراف د هوټلونو کوو
اې د تبذیر زامنو خدای د پاره
خدای ته به څرنګه جواب ورکوو؟
*شایقه یوه پنځه کلنه ښکلې نجلۍ وه، چي د افغانستان په چخچران کي، پلار له لوږي څخه وپلورله، او نوري همداسي کورنۍ اوس فعلآ په دې ټولنه کي موجودي دي. شاعر او لیکوال استاد احمدصمیم
پایله:
ایا شاعر یوازي ښکلا بیان کړي او که د ټولني درد؟ د ټولنیز ادب پلویان وایي: (شاعر، هنرمند، لیکوال او روشنفکره باید د خپل عصر شاهد وي. که په ټولنه کي لوږه، ظلم، استبداد او محرومیت وي او شاعر یې په اړه چُپ پاته سي؛ نو د خپل رسالت یوه برخه یې نه ده ترسره کړ.) – له همدې امله، د استاد احمد صمیم له لوړ شعر د ټولني د وجدان د ویښولو زنګونه دي، چي خلک د فکر، پوښتني او مسئولیت احساس ته رابولي. استاد صمیم غواړي چي د یوې ټولني ریښتینی پرمختګ باید په عادلانه توګه مانا پیدا کړي، چي د هغه تر ټولو کمزوري او بېوزلي وګړي هم د عزت، تعلیم، روغتیا او خوړو حق ولري، یا هم د نورو د لوږې تر څنګ خو زموږ د ژوند یاني د تجمل ژوند او اسراف څخه نه یوازي ټولنیزه بېعدالتي رامنځته کېږي، بلکي اخلاقي او الهي مسئولیت هم رامنځته کوي، چي له بدهمرغه روانه کیسه د طبیب سینوهې په وینا د انسان د حماقت د کیسو څخه یوه کیسه ده.