پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد شانګهای سازمان غوښتنه: طالبان دې د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي

د شانګهای سازمان غوښتنه: طالبان دې د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي

تاند: ( چار شنبه، د سرطان څوارلسمه)  د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې ګډونوالو چې د هند په کوربه توب جوړه شوې وه، له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې دې یو جامع حکومت جوړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر مهال دې د بشري حقونو او ښځو حقونو ته هم درناوی وکړي.

د شانګهای غړو ټینګار کړی چې له افغانستان سره باید بشري مرستې دوام ومومي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف هم له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو پر امنیت مستقیم اغېز لري.

هغه زیاتوي:د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د ټولو غړو هېوادونو په څېر دي. موږ باید د افغانانو د هوساینې لپاره ګډې هڅې وکړو.

مودي زیاته کړه: “له افغانانو سره بشري مرستې، د ټول شموله حکومت رامنځته کول، د ترهګرۍ او نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه، د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو تامین زموږ ګډ لومړیتوبونه دي.”

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې انلاین غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د مسکو او متحدینو لومړیتوب د ترهګرو ډلو له فعالیتونو، د مخدره موادو له قاچاق او سازمان شویو جرمونو سره مبارزه ده.

د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” ټینګار کړی چې “په افغانستان کې ثبات نه یوازې د دغه هېواد د خلکو په ګټه دی، بلکې د سیمې د هېوادونو په ګټه هم دی”.

په شانګهای کې نورو ګډونوالو هم له افغانستان سره پر مرستو، د ښځو او نجونو د حقونو په تامین، ټول شموله حکومتولۍ او له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره پر مبارزې ټینګار وکړ.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم وايي چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازي ګډون ته اړتیا ده.

په دې غونډه کې چې د یوې ورځې لپاره جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو استازي، د ډله ییز امنیتي تړون سازمان غړو او د یو شمېر بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب