Homeخبرونهطالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د تګلارې هرکلی کړی

طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د تګلارې هرکلی کړی

تاند: ( چار شنبه، د سرطان څوارلسمه) د ملګرو ملتونو د وياند مرستيال “فرحان حق” ویلي، چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د نوې ستراتيژۍ پر بنسټ، د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکيو او داخلي بې ځايه شويو مسايلو ته به د ملګرو ملتونو لومړيتوب وي.

هغه زیاته کړه، دا ستراتیژي په دریو ګډ لومړیتوبونو تمرکز کوي، چې د اړینو خدماتو دوام، د اقتصادي او معیشت فرصتونو رامینځته کول، ټولنیز یووالي، د جنسیت مساوات او بشري حقونه پکې شامل دي.

له بلې خوا د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري د دغې تګلارې هرکلی کړی او ویلي یې دي: «ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی شي. موږ هم له دې سازمان او په ټوله کې له نړیوالې ټولنې سره ښه او ستراتیژیک تعامل غواړو.»

د افغانستان د اقتصادي مسایلو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ملګري ملتونه کولای شي د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې له افغان ولس سره مرسته وکړي.

د طالبانو ځینو منتقدانو بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول تر ډېره د طالبانو په ملاتړ څرخیدونکی بللی، خو د ملګرو ملتونو استازو د افغانستان د خلکو په ملاتړ او د واکمن رژیم په توګه طالبانو سره پر تعامل ټینګار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...