پوهاند ب. دودیال
ترزمکې لاندې، د زمکې پرمخ او له زمکې پورته طبیعي شتمنۍ یو نعمت دی، خو ځینو ته مصیبت ګرځي. د دغو سرچینو ارزښت معاصر اقتصاد کې ډېر اوچت او آن ځینې یې ستراتیژیکي منابع/سرچینې بلل شوي دي. په نړۍ کې روسیه د ۷۵ تریلیون دلارو په ارزښت، د امریکا متحده ایالات د ۴۵ تریلیون دلارو، سعودی عربستان د ۳۴.۴ تریلیون دالرو، کانادا د ۳۳.۲ تریلیون دلارو، ایران د ۳۷.۳ تریلیون دالرو ،چین د ۲۳ تریلیون دلارو، برازیل د ۲۱.۸ تریلیون دلارو، استرالیا د ۱۹.۹ تریلیون دلارو په ارزښت پنځیزې شتمني لري. دا ویشنه د هیوادو د مساحت په مقایسه توپیرمومی، مثلاً کویټ او وینزویلا د سرچینو د ارزش له مخې لومړی ردیف کې نه دي راغلي، خو د کوچني مساحت او کافی سرچینو له مخې له نورو هیوادو مخکې کیدای شي. دوی پسې عراق او بیا افریقایی هیوادونه دي. افغانستان هم له نیکه مرغه له دې پلوه بډای دی، خو ارقام یې صرفاً تخمینی ښودل شوي، حقیقی، علمی، مستند تفحصات یې نه دي شوي.
ستونزه دا ده چې دسرچینوله لرلو سره سره؛ ځینې هېوادونه د ملی عاید، بشری شاخصونو(Human Index)، د وګړو د خوشحالی شاخص (خصوصا جهانی شاخص World Happiness Index)، رفاه، غذایی مصئونیت، نړیوال پرستیژ، د ملی شعور کچې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو خدماتو شاخصونه ډېر وروسته دي، آن دا چې د طبیعی منابعو له مخې یو شمېر شتمن هېوادونه ترټولو بده بیوزلي کې ژوند کوي؛ لکه مراکش، سوډان او افغانستان. له بیوزلي هم بدتره دا چې ځینو هیوادو ته د دوی ثروتونه آفت ګرځېدلی دی. لومړی به دا سرچینی وپېژنو، بیا به یې د (آفت کېدو) پر څرنګوالي خبرې وکړو. اقتصاد طبیعي سرچینې داسې تعریفوي:
طبیعی منابع(natural resources) زموږ شاوخوا دلاسرسي وړ ارزښت لرونکی محسوس او غیرمحسوس شته اوثروتونه دي چې د بشر په لاس نه، بلکې په طبیعی او قدرتی ډول موجود دي. دا د هیوادونو اقتصادی سیستم ته دطبیعت او چاپیریال ارزښتناکه ورکړې دي چې د خلکو په رفاه کې مهم رول لري. دا شتمني د ټول ملت مال بلل کیږي، له حقوقي او قانونی پلوه دغو شتمنیوته غیرمنقوله شتمنی ویل کیږي، خو که وغواړو چې د تولید شویو امتعو(اجناسو) او نقدي پانګې سره یې په تفکیک وښیو، نو د ( real property) اصطلاح ورته کاروو. اوسنی وخت کې د دغو شتمنیو د ارزښت داوچتیداو او حتا د قلت او قحط( scarcity) احتمال یې دلاندنیو فکتورنو له کبله دی:
د انرژی منبسط استعمالexpanded energy،دمعدنی منابعو استخراجthe exploitation of more diffuse resource، د کرنیز پرکتسونوزیاتېدل( certain agricultural practices) چې په یوشمیر نورو منابعو لکه اوبو، معدن، ځنګل او څړځای یې اغیز کړی دی، صنعتی لرګیو ته داړتیا زیاتیدل او په نتیجه کې دځنګلونو له منځه تلل. د قحط له ګواښ سره یوځای؛ دا وضعیت د اقلیم د منفی بدلون لامل ګرځیدلی دی. د اقتصادی نظریاتو دتاریخ له مخې؛ Mercantilism (د سوداګرانو مکتب) د اتلسمې پیړۍ ترنیمایی پورې تجارت د اقتصادی پرمختیا لومړنی ضرورت باله، خو وروسته تر هغې فزیوکراتانو پر طبیعی منابعو تاکید وکړ. تر ډیرې مودې پورې همدا مسلطه نظریه وګرځیده چې طبیعی منابع د اقتصادی پرمختیا لپاره یو ضروری عامل دی، مګر د یوشمیرهغو هیوادو ګړندی پرمختګ چی د طبیعی منابعو له پلوه بډای ندی، لکه جاپان؛ وښوده چی یواځې طبیعی منابع د پرمختیا اساسی عامل ندی، بلکه ډیر داسی هیوادونه شته چی د طبیعی منابعو له پلوه ډیر شتمن دی، خو له اقتصادی او اجتماعی لحاظه بیوزله او وورسته پاتی دی، لکه یو شمیر افریقایی هیوادونه. بوروندی، سودان،مرکزی آفریقا، افغانستان، سوریه او یمن. د دې بالمقابل ناروې له شپېتو کلونو را دېخوا د خپلو طبیعی سرچینو په ډېر ښه او پلانیزه کارولو سره خپل اقتصاد ته ډیره ښه وده ورکړه. دوی د خپلو سرچینو پانګه د اقتصاد نورو سکتورنو کی ډېره ښه دوران کی راوستله، اوس د نړۍ ترټولو خوشحال، صحتمند او پرځان ویسا ولس دی.
ټول مثالونه د تل لپاره صدق نه کوی، خو دا ثابته شوه چی دافغانستان په شان؛ اوسنی پرمختیایی هیوادونه که غواړی پرمختګ وکړی او په ضمن کی خپله خپلواکی وساتی، نو یواځینی لاره ورته د دوی دطبیعی منابعو ښه مدیریت او د اقتصادی رفاه او ټولنیزپرمختګ لپاره له هغو څخه ګټوره استفاده ده. تردې هم لا مهمه داده چی د دوی طبیعی منابع باید دوی ته په آفت بدل نشی.
طبیعی منابع ملی شتمنی ده او دهغو له مدرکه عواید عامه مالی اقتصاد( PF) دی. د دغو منابعو حدود ، بیه ، عرضه پلټنه او له هغې جملی د کانونو استخراج او صادرات، دهیواد دننه له هغو کاراخیستنه، دهغو ساتنه، د استخراج اندازه، د هغو دجغرافيايي حدودو سروی او په نښه کول، دی برخو کې علمی څیړنی او د ارقامو د نشر اجازه او صلاحیت د دولت(عامه/ملي سکتور) له خوا کیږي، بل چاته یی اجازه نشته. د دولت مهم تدبیر دهغو دصادرولو لپاره بیه ټاکنه او د نړیوالو بیو سره سم قراردادونو لاسلیک کول دی په تیره بیا زمکه، ځنګلونه، د اوبو منابع او کانونه چی ستراتیژیکی منابع دي. اما د دی معنا دانه ده چې نور منابعوو(څړځایونو، وحشی ژوی، کبانو، دهوا جریان(باد wind power)او دلمر وړانګو ارزښت کم دی یا یی د استفادی اجازه هرچا ته شته. اوس ستراتیژیک منابع د سیاست برخه ګرځیدلی او آن داستخباراتو آجندا کی شامله شوی (دا ناتوانه، منزوي اوضعیفو حکومتونو ته چلنج او بد خبر دی).
د نن ورځې دمعاصر اقتصاد اصلي ټکی د طبیعی منابعو د سیستم مطلوب مدیریت کول او له دې مدرکه د هر پولی واحد ثبتول د مالیې وزارت کې او په ملی بودجه کې راوستل دي، چې لاندی مقصدونه لري:
- کفایت او موثریت efficiency
- دحقوقو مساوات (equity) د سیمه ییزو خلکو حقوق، مشتری سره دمناسبی بیی ټاکنه، دمساواتوله مخی استخراج او قرارداد،
- د اجرا د وړتیا درلودلenforceability
که دا ټکي رعایت نشي او منابع د هغو له ارزش سره سم او په مسلکي تخصصی پوهې تراستفادې لاندې نه وي، بلکې د لوټ او چپاول او غیررسمی او جرمي اقتصاد برخه شي، دا لوی ملی خیانت دی. نوځکه د طبیعي منابعو دمدیریت برخه کې لاندې ټکي ضروردي:
- طبیعی منابع استخراج او کار لاندې راوستل، دهغو د واقعي ارزښت سره سم،
- دچاپیریال ساتنی، د خامو موادو د نه ضایع کېدو ،
- د اقصاد وده کې یې د اغېز لیدل کېدل،
- د وګړو د لومړنیو اړتیاوو پوره کیدنه،
- ټولنیز عدالت رعایت کیدل،
- د ملی حاکمیت او پرستژ کې رول او د حاکمیت د درایت اثبات،
- په واقعی مانا خپل واک کې لرل او د شفافیت ډاډمنتیا،
- د هیواد دننه د بیلابیلو سیمو د اوسیدونکو او د دوی د محلی پیداوارو او منابعو سره په اړیکه کی فرهنګی تنوع ساتل،
- له طبیعی منابعو د استفادی او د هغو د قرارداد په بهیر کی نورې(منضمم یا ترکیبي) شتمنی په پام کی نیول(ځینی کانونه مرکب دی او له یوی نسبتاً ارزانه مادی سره بله قیمتی ماده هم لری)،
- د منبع په استفاده او استخراج کی دفرهنګی، آبداتی او تاریخی زیان نه اړول،
- د چاپیریال طبیعی ښکلا له منځه نه وړل،
- د ایکولوژیکی سیستم ساتنه، حقوقی او قانونی مسایل رعایتول او دملی پرستیژ استازیتوب،
- د طبیعی منابعو داستفادی او استخراج په ترڅ کې بین المللی میثاقونو څخه خبرتیا اودهغو رعایتول.
نن ورځ د بیوزلوهېوادونو طبیعی منابع د چاپیریالی مسایلو او د ټول ملت د نافعیت د ډاډمنیتا په مقصد، د نړیوالو متخصصینو تر مشورې او نظارت لاندې قرارداد او تر استفادې لاندې راځي. پرته له هغه دطبیعی منابعو آفت “Natural Resources Curse” واقع کیږي. دمنابعو آفت دا دې چې پردي یې ورڅخه لوټوي، یا دنامسلکی استخراج اوکارولو له امله چاپیریالی ستونزی زیاتوی، قاچاق او په نیمه بیه پلوریې وګړي مفتخوره عادت کوي، ارزانه پلورل او د هغو په پیسو ژوند تېرول دوی له تعلیم، علمی تحقیق او تکنالوژی فهم څخه شاته غورځوي او بالاخره یې نړیوال پرستیژ خاورو سره برابریږي. همدا اوس عربان په دا ډول آفت اخته شوي دي. دوی خپل طبابت، تکنالوژی، دفاعی ځواک او وسله، نامتو پوهنتونونه اونړیوال مستقلانه او متحدانه دریځ نه لري. عربی شیخان غربی هېوادو کی په عیاشیو بوخت، خو ځوان نسل یې له تحصیل بی برخې او په فتنو کې ډوب دی. درې سوه میلیون عربو د غزې د وړوکی او بیوزله ولس دفاع ونشوه کولای. کله چې د امریکې ولسمشر ورغی دوی ورته دتملق هرکلی ووایه او د نړۍ مطبوعاتو مسخری ورباندې وکړې، خو دامریکی همدا ولسمشرچین ته په ډېر درناوی سره ولاړ، دا ځکه چې چین د عربو په پرتله تکنالوژی او اوچت ملی شعوراو تعلیم لري.
زموږ آفت بیا ترعربو او افریقایی بیوزلانو هم زیات دی: موږ خپل طبیعی منابع یا لوټ، قاچاق او په نیمه بیه پلورو یا مو مُفته له لاسه وځي، دهیواد د ځنګلونو له نیمایی زیات مساحت لوڅ او ځنګل له منځه ولاړ، د دی په پایله لوی طبیعی آفتونه لکه سیلاوونه، بیدیا کیدل، د اورښتونو کمښت، د هوا تودیدل او د میوه لرونکو ونو له منځه تلل دي. د معادنو لپاره لازم مدیریت او زیربناوی نه لرو، دا به راتلونکی کی په آفت واوړی، یو شمیر هغه هیوادونه چې د خپلو پریمانه طبیعی شتمنیو د استخراج او پلورلو له امله پوره بډای شوی دی، د بشپړې عیاشی او غفلت په لوری تللی دی. دوی د نړۍ د نویوکشفیاتو، اختراعاتو، ادبی پنځونو، هنری خلاقیت، کلتوری لاسته راوړنو، په نړیواله کچه سیاسی لابیګری، په ریښتنی معنا مطبوعاتو، تخنیکی او صنعتی تولیداتو، علمی تجربو او دې ته ورته مسایلو کې ډیر وروسته پاتې او ګوښه شوي دي، که څه لری هم د نورو هیوادونو د متخصصینو د استخدام او د نورو هیواو د تولید شوی تکنالوژۍ له برکته دی(لکه مراکش چې اوس بیخي فرانسې پورې تړلی پاتې دی). یا سعودی عرب چې د بیخرته پریمانه پیسو او شتمنیو په لرلو سره سره، په پورتنیو مواردو کې د اسرائیلو،جاپان، سنګاپور، کوریا…په شان کوچنیو او بی سرچینو هیوادونو تر بریده نشی رسیدلای. اندېښنه دا ده چې د عناصرو د تعویض یا هم د ځمکې له اتموسفیر بهر د نویو انرژیکی منابعو په کشف سره ممکن د دوی د یوازینیۍ منبع (نفتو) ارزښت ډیر ټیټ یا حتا له منځه ولاړ شی، بیا به دغه ډول هیوادونه دتش لاس له امله، په ټولو ساینسی او سیاسی برخو کې نورو ته اړ وي. له دې پرته د دوی د شتمنو خلکو یو شمیر بوختیاوې ډیرې شرموونکی دي. عربان همدااوس دخپلو تیلو پیسې په وسلو ورکوي او له امریکی او فرانسی وسلی پیري، خو عملا د اسراییلو د دوه دری لکه پوځ مقابل کی د دفاع توان نه لري. شیخان یې بهر ملکونو ته د یوه ډله ښځو او پسونو سره روان وي، دنیا ورته حیرانه وي.
زموږ هېواد کې یی یو بد مثال د محل دخلکو نارضایتی ده. د بیلګې په توګه همدا اوس دبدخشان غریب ولس د خپلو معادنو د لوټ څخه شکایت کوی. هغومره د کیندنې ماشینیری چې تیرو دریو کلونو کی هلته لېږدول اوپه غیر تخصصي کار(لوټلو) بوخته شوی، دنړۍ هیڅ صنعتی سیمه کې مثال نه لري. بدخشان کی د معادنو د استخراج اوسنی بڼې د سیمې اوبه ککړی او محیط یی فوق العاه زهري کړی دی. دلته طبیبعی منابعو سره چلندد ولسونو تر منځ د تشویش، زړه بدوالي او ناندریو لامل هم شوی.
د ضعیف، بی کفایته او بې تخصصه حاکمیت په حالت کې منابع هغه وخت په افت بدلیږی چې سیمه د مافیا، قاچاقچیانو یا پردیو لاس ته ولویږي، یا د محل بومي خلک په غیر فني او ناقانونی ډول هغه تر استفادې لاندې راولي. ځینې وخت آن د هیواد دتجزیې خطر رامنځته کوي؛ملی ګټوته غیر وفادار او قشري حاکمیتونه ملی منابع دخپلو نامشروع ګټو او ډلګۍ په موخه یا وړیا پلوري یا یې جریانی منابع له لاسه وځي، ځینی وخت دولت د طبیعی منبع په عوایدو ډیره ډډه لګوي، خو دتشبثاتو نوښت ته چندان پاملرنه نه کوی، دا علت د دې سبب ګرځي چې مولدین او متشبثین د لوړ عاید او باکیفیته تولید خواته و نه هڅول شي، او داخلی تولید ته انګیزه کمه شي، نو ځکه د یو شمیر طبیعی بډایو منابعو لرونکو هیوادو دوه پر درېیمه برخه خلک په بیوزلۍ کې ژوند کوي. بل مثال یی دادی چې د طبیعی منابعو له مدرګه مقاماتو یا بومي اوسیدونکو ته د زیاتو عوایدو په ترلاسه کیدو سره مالی فساد رواج مومي.
د آفت کېدو بل مثال دا دی چې ضعیف حاکمیت د منابعو(معدن) د پلورولو په پیسو متکي، خو خپله کومه احتیاطی برنامه نلري، ذخایرو ته پاملرنه نه کوي، بیمې ته پام نه کوي، د طبیعی ناوړه پېښو مدیریت، د بشری نیرو روزنی، پرعایداتو تصاعدی مالیاتو ته یې پام نه وي او موثر بانکی سیستم هم نه لري، نو ځکه د رکود په پېښېدو سره بیوزلي سره مخامخ کیږی.
دلته موخه دا نده چې طبیعی منابع ورټو او دچلیپا کرښه ورباندی وکاږو، یا یې خامخا یو هیواد ته خطر ، زیان یا افت وبولو، بلکې مهمه داده چې طبیعی منابع دثروت او د ولسونو د نیکمرغۍ په توګه وپیژنو، هغه باید مدیریت کړو، پالیسی او ستراتیژي ورته ولرو او د هغود مالکیت او د راتلونکی مسئولیت منلو احساس موجود وي، له هغو څخه د یوې پانګې په توګه استفاده وشی، پرته له دې چې له کمي یا کیفي پلوه زیانمنې شي. یعنی د پانګی له ګټې باید استفاده وشي، خو اصلي پانګه باید سالمه او ثابته راتلونکو نسلونو ته محفوظه پاتې شي.
هغه هیوادونه چې خلک یې د ویښتیا او روڼتیا پړاو ته رسیدلي او د ملی شعور کچه یې اوچته ده، دوی ته د دوی منابع افت نه، بلکې شتمنی اوهوساینه ده. اصلاً دغه بحث په اقتصاد، سیاست، پالیسي جوړونه او حقوقو کې د ملی شتمنیو په هکله د خبر ورکوونکی او انګیزه ورکوونکي مشترک بحث په توګه مطرح کیږي.
افغانستان د خپلو طبیعی شتمنیو له پلوه یو بډای هیواد دی. دغه هیواد نه یواځې د کانونو له پلوه (چې ارزښت یې تر درې ترلیون ډالرو تخمین شوی)، شتمن دی، بلکې د اقلیمی او وحشی ژوند دتنوع، دلمر دوړانګو، باد، سیندونو او خوږو اوبو، کرنیزې ځمکې، څړځایونو او ځنګلونو له پلوه بډای دی. دلته د مندلیف د جدول تقریباً ټول عناصر شته.
یواځې د تیږو ډولونه یې له ۲۰۰ ډولو څخه زیات دی. په مناسبه زاویه ټول کال کې ۲۷۰ ورځې لمر لری !! او د سیندونو جریان یی یوه ثانیه کې تر۷۰میلیارد مکعب مترو اوړي. افغانستان به شاید د راتلونکی عصر د تر ټولو قیمتي اقتصادی مادې، یعنی روانو اوبو او سیندونو او دفنی کدر او د استخراج د ناتوانی له کبله به یی کانونه له لوی خطر سره مخامخ وي(یواځې لیتیم، یورانیم، مس، وسپنې، سروز زرو، لاجورد…ته اشاره نه کوو)، آن دا چې د باد او لمر له وړانګو کار نشی اخیستلای. باد، لمر او اوبه جریانی منابع دی چی هره شیبه وړیا له لاسه وځي. که موږ په دې هکله ځان بیدار او هوښیار نه کړو، نوپه ډیر نازک حالت کی به واقع شو. زموږلپاره آفت بی اتفاقی ، د خرافاتو وریځ، د لوږې تهدید، د جهل زولنې، د اوهامو او خرافاتو تر تیارې د نفاق او تعصباتو توپانونه دي. که خلک له عصري تعلیم بې برخې، حاکمیت بی کفایته ، د ملی خوځښتونو او د شعور ویښیدو مخه نیول شوې، د تطمیع، تخدیر، تبلیغ، تهدید، تحقیر، تکفیر، تذویرله وسایل شپه- ورځ فعال وي، ملت دتباهی کندې ته غورځوي. په دې هیله چې موږته دغه منابع آفت نه، بلکی نعمت وګرځي. هغه قشری حاکمیتونه چې ادارې یې له مسلکی او تخصص لرونکو کارکوونکو تشې دي، د ملی شتمینو ساتنه او مدیریت نشی کولای، دوی نباید نړیوالوسره د قراردادونو یا رسمی ناستو وړ وبلل شي، دا ځکه چې د پنځیزو زیرمو او طبیعی شتمنیو په هکله هره پریکړه، د قرارداد یا د معاهداتو لاسلیک کول ځانګړی پوهه او درایت غواړي، دغه ډول درایت په قشري حاکمیت کې نشته، بلکې در راتلونکی لپاره یو آفت ګرځي.(دوام لري)