د هرې ټولنې ژوند هغه مهال له ستونزو، ناخوالو او بېثباتۍ سره مخ کېږي، کله چې خلک د ژوند له اساسي اسانتیاوو، زدهکړو، کار او ازاد فکر څخه بې برخې وي، د واکمنو له لوري پرې سخت او ناعادلانه محدودیتونه وتپل شي. هغه هېوادونه چې د خلکو فکر، اړتیاوې او غوښتنې پکې له پامه وغورځول شي، ورو ـ ورو د ناامېدۍ، بې باورۍ او خاموشه اعتراض پر لور حرکت کوي.
کله چې ولس د خپل ژوند د ښه والي لپاره لازم فرصتونه ونه لري او د ستونزو د حل پر ځای له نویو محدودیتونو سره مخ شي، نو طبیعي ده چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن زیاتېږي. په داسې حالت کې خلک په لارو، کوڅو، حجرو، کلیو او بانډو کې د شته نظام او حکومت په اړه پس پسي کوي، نیوکې او ناخوښي څرګندوي. ځکه ولس تل هغه نظام غواړي چې د هغوی درد درک کړي، ستونزې یې واوري او د راتلونکي لپاره ورته د هیلو فضا رامنځته کړي.
محدودیتونه که هر څومره د نظم او اصولو په نوم وضع شي، خو که د ولس له اړتیاوو او واقعیتونو سره برابر نه وي، نو د خلکو پر ذهنونو او ژوند ناوړه اغېز کوي. کله چې د بیان ازادي محدوده شي، د کار او زدهکړو فرصتونه کم شي او د خلکو نظریاتو ته ارزښت ور نه کړل شي، نو په ټولنه کې د ناهیلۍ احساس پیاوړی کېږي. هغه ولس چې د پرمختګ، عدالت او ارامتیا هیله ولري، هېڅکله نه غواړي د فشار او وېرې تر سیوري لاندې ژوند وکړي.
همدارنګه، د ولس او حکومت ترمنځ باور د هر نظام د پیاوړتیا اساسي بنسټ ګڼل کېږي. که حکومتونه وغواړي چې دوامدار ثبات، ملاتړ او مشروعیت ولري، نو اړینه ده چې له ولس سره نږدې اړیکې وساتي، د خلکو ستونزې واوري او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.
حکومت باید خلکو ته د امر او فشار له زاویې نه، بلکې د خدمت، همکارۍ او مسؤلیت له نظره وګوري.
تاریخ ښيي چې هغه نظامونه تل پیاوړي او بریالي پاتې شوي دي، چې د ولس غوښتنو ته یې درناوی کړی، عدالت یې تأمین کړی او خلکو ته یې د ژوند، زدهکړو او پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي. برعکس، هغه حکومتونه چې د خلکو غږ یې چوپ کړی او یوازې یې محدودیتونه زیات کړي، د ولس له بې باورۍ او مخالفت سره مخ شوي دي.
له همدې امله، د ولس او حکومت ترمنځ د واټن د کمېدو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چې حکومتونه له خلکو سره مشورې وکړي، د ستونزو په حل کې د ولس مرسته وغواړي او داسې چاپېریال رامنځته کړي چې خلک پکې د ارامتیا، عدالت او ازاد فکر احساس وکړي. ځکه یو نظام هغه وخت ریښتینی ثبات موندلی شي، کله چې د ولس زړونه ورسره وي، نه یوازې واک او ځواک.