Homeخبرونهط په افغانستان کې راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ...

ط په افغانستان کې راتلونکې اوونۍ چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۲۷مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د دوی «هلال کمېټې» ته د هېواد په هېڅ ولایت کې د ذوالحجې میاشت نه ده ثابته شوې.

محکمې ویلي چې، له همدې امله، دوشنبه د غويي ۲۷مه د اختر میاشتې لومړۍ نېټه او د راتلونکې اوونۍ چهارشنبه، د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، سې‌شنبه د غبرګولي ۵مه د عرفې له ورځې سره برابره ده.

سعودي عربستان تر اوسه د میاشتې د لیدو رسمې اعلان ندی کړی.

په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته او طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د سعودي عربستان له اعلان سره د میاشتې په لیدو کې توافق نه دی کړی او هر کال د خپل «هلال کمېټې» د پرېکړې پر بنسټ د روژې او اختر نېټې اعلانوي.

بل لورته بیا خلک هیله من دي چې، حاکم نظام به سږکال د قربانۍ د مالونو د بیو کنټرول کوي او د هغو کسانو مخه به نیسي چې، د مالونو قیمتۍ ته لاره هواروي.

عام خلک وایي، هر کال د لوی اختر په رارسېدو د قربانۍ مالونو بیه لوړېږي چې، دا چاره هغو خلکو ته چې د قربانۍ هوډ یې کړی وي سرخوږی جوړوي.

فرمان الله د قربانۍ تکل کړی، هغه وایي د کمزوره اقتصادي وضعیت له امله ډېری هغه کسان چې پخوا یې له قربانۍ نور بېوزله برخمن کېدل اوس د قربانۍ توان نه لري.

دی وایي که حکومت د مالونو د بیو کنټرول وکړي نو ښایي ډېری کمزوري اقتصادي لرونکي هم د قربانۍ توانايي پيدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...