Homeخبرونهننګرهار کې نن د کورنۍ کرکټ سترې سیالۍ «لېسټ ای» پیل شوې

ننګرهار کې نن د کورنۍ کرکټ سترې سیالۍ «لېسټ ای» پیل شوې

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۲۷مه) د افغانستان د کورنۍ کرکټ سترې یو ورځنۍ سیالۍ « لېسټ ای» نن یکشنبه په ننګرهار کې پيل شوې.

دغو سیالیو د پيل لوبه په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د بندامیر او میس عینک د زونونو د لوبډلو ترمنځ روانه ده.

د یوې لوبډلې مشري رحمن الله ګربز کوي او د بلې لوبډلې بیا حشمت الله شهیدي.

کرکټ بورډ وایي چې، دا سیالۍ هر کال د زونونو په کچه ترسره کېږي چې، په سږني لېسټ ای سیالیو کې هم ۵ لوبډلې برخه لري.

د کرکټ بورډ په وینا د مهالوېش له مخې به په دې سیالیو کې هره ګډونواله لوبډله به یو د بل پر وړاندې ۶ لوبې کوي چې، دوه مخکښې لوبډلې به یې پایلوبې ته لار مومي.

پایلوبه بیا د جون میاشتې په څلورمه نېټه ترسره کېږي.

د کورني کرکټ سترې لوبې؛ لېسټ آی سیالۍ سبا پيلېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...