Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان او چین د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونه...

ازبکستان او چین د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونه کوي

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۲۷مه) ازبکستان او چین د افغانستان پر فلزي او غیر فلزي کانونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ازبکستان او چین یو شمېر پانګوال افغانستان ته راغلي او پر فلزي او غیر فلزي کانونو یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، هغوی په همدې خاطر د طالبانو د ياد وزارت له مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري سره لیدلي دي.

د دې لیدني پر مهال په افغانستان کي پر یادو کانونو د پانګونې په اړه خبرې شوي او په دې برخه کې یې پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، صابري یادو پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ د قانوني همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...