Homeخبرونهمسوولان: د افغانستان د تکواندو ۸کسیزه لوبډله منګولیا ته ولاړه

مسوولان: د افغانستان د تکواندو ۸کسیزه لوبډله منګولیا ته ولاړه

تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۲۷مه) ‏افغانستان کې د طالبانو د حکومت  د المپیک، بدني روزنې او ورزش ادارې ویلي چې، د تکواندو ۸کسیزه لوبډله د آسیايي سیالیو د سهمیې ترلاسه کولو په موخه منګولیا ته تللې ده.

په دې لوبډله کې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران شامل دي.

یاد ریاست زیاته کړې چې، منګولیا د دغو سیالیو کوربه هېواد دی.

د مالوماتو له مخې، یادې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په ۲۱مه نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د دغې برخې ورزشکاران هم دې سیالیو ته خوښ دي او د لاسته راوړنو هیله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...