تاند (یکشنبه د ثور/ غويي ۲۷مه) په بغلان ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي چې، په دغه ولایت کې د وریجو د پروسس نوې فابریکه جوړېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په مرکزي ولسوالۍ چمقلعه سیمه کې د صنعت ودې، د پانګونې جلب او کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه یو نوی صنعتي پارک په رسمي ډول پرانیستل شو.
د سرچینې په وینا د دغې پرانیستې ترڅنګ، د یوه کورني شرکت له لوري د نږدې دوه میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د وریجو د پروسس فابریکې د جوړېدو چارې هم پیل شوې.
مسوولان زیاتوي چې، د دغې فابریکې په بشپړېدو سره به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د اقتصاد پوهان هم دا ډول خبرونه هیواد او هیوادوالو لپاره هیله بښونکي بولي.
دوی وایي، له یوه لوري ته به داخلي تولید پياوړی شي او بل لورته به په هېواد کې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.