جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په دې ورځ د ناروې خلکو خپلواکي اعلان کړه

په دې ورځ د ناروې خلکو خپلواکي اعلان کړه

تاند- ۲۰۹ کاله پخوا د ۱۸۱۴ ع کال د مې میاشتې په اوولسمه ورځ په (ایدسوول) کې د افغانانانو لویې جرګې ته ورته یوې غونډې، چې نارویژي مشرانو پکې ګډون کړی وو، له ډنمارک څخه د ناروې خپلواکي اعلان کړه او د خپل خپلواک اعلان کړي هیواد لپاره یې داسي اساسي قانون تصویب کړ چې د فرانسې او امریکا له اساسي قوانینو څخه اقتباس شوی و.

د دغه اساسي قانون پر اساس ولسي جرګه جوړه او د ډنمارک پخوانی نارویژي نایب السطنه شهزاده کرستیان فردریک پاچا وټاکل شوه.

له ډنمارک له څلورو پېړیو وروسته د ناروې بېلتون د ناپلیون د جګړو یوه نتیجه وه.

تر ۱۲۴۷ پوري په ناروې  کې څو کوچني سلطنتونه واکمن ول تر دې چې په په همدې کال (۱۲۴۷) څلورم (هاکن) ناروې یو موټی کړه.

د ډنمارک، سویډن او ناروې د شاهي کورنیو ترمنځ د ودونو په علت دا درې هیوادونه (اریک دوپومراني) خپل ګډ پاچا ومانه اود ۱۳۹۷ کال په جولای کې د کالمار تړون پراساس واحد هیواد شو.

دې یووالي څه باندې یوه پېړۍ دوام وکړ تر دې چې د یوه سویډني (ګوستاو واسا) په هلوځلو په ۱۵۲۳ ع کال سویډن له دوو نورو هیوادونو(ناروې او ډنمارک) څخه جلا شو.

خو ناروې د ناپلیون تر جنګونو پوري د ډنمارک د شاهي دولت برخه  پاته شو.

په ۱۸۹۷ ع کال انګرېزانو په دې خاطر چې د ډنمارک پاچا بې پلویتوب رعایت نه کړ او د فرانسې او بریتانیا په جګړو کې یې د فرانسې د امپراتور ناپلیون ملاتړ کړی و د ډنمارک پر سمندري ځواکونو او بېړیو یرغل وکړ.

دې مسلې ناروې ته ګڼې ستونزې وزېږولې ځکه چې د بریتانیا له لوري د محاصره کېدو له امله له ډنمارک او نورې اروپا سره د ناروې تماس پرې شو.

د ناروې اشرافو او کروندګرو ته د خپلواکۍ فکر پیدا شو خو وروسته ناروېژیان د ډنمارک او سویډن له هغې موافقې خبر شول چې له دوی څخه په پټه د کیل د تړون پراساس د ۱۸۱۴ کال د جنورۍ په څوارلسمه کړې وه.

د دې موافقې له مخې ډنمارک د ناروېژیانو ټاټوبی پر سویډنیانو پلورلی و.

د دې مسلې له خبرېدو وروسته د ناروې ډنمارکي نایب السطنه کریستیان فردریک په اصطلاخ خپله لویه جرګه وربلله چې د ناروې بشپړه خپلواکي اعلان کړي.

خو د سویډن د سلطنت وارث جان برنادت، چې د فرانسې مارشال او راتلونکي څوارلسم کارل و، د ناروې د نیولو هڅه پیل کړه.تر دې چې د سکندانیاوي قومونو ترمنځ د یوې سوله ییزې موافقې پراساس، چې راز یې افشا نه شو، د ناروې ولسي جرګې د خپل پاچا کریستیان فردریک ګوښه کېدا ومنله او د سویډن پاچا یې ځای ونیوه.

څوارلسم کارل (سویډنی پاچا) ناروېژیانو ته بشپړه کورواکي ورکړه، هغه اساسي قانون یې ومانه چې د ناروېژیانو لویې جرګې تصویب کړی و خو یوازې یې د ناروې د بهرنیو اړیکو کنټرول په خپل لاس کې واخیست.

د دغو دوو هیوادونو اتحاد تر ۱۹۰۵ ع کاله پوري دوام وکړ. د ۱۹۰۵ ع کال د اګست په دیارلسمه ناروې په یو اړخیر ډول د سویډن له یووالي ووتله او د ۱۹۰۵ د نومبر په ۲۵ مه د اووم هاکن په نوم یو نوی پاچا د ناروې پاچا غوره شو.

د ناروې خلک د مې اوولسمه د خپلې ملي ورځې په توګه لمانځي. ځکه چې د ۱۸۱۴ ع کال دې ورځ په (ایدسوول) کې د دوی نیکونو له ډنمارک څخه د ناروې خپلواکي اعلان کړې وه او هماغه اعلان د ناروې د خپلواکۍ پیلامه وه.

1 COMMENT

  1. د ناروې خبره او د سویس بیرق او د لوزرن ښار او سیند عکس یوبل سره څه اړیکې لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب