چهارشنبه, جون 18, 2025
Home+ کانګریس یا کنګره څه شی ده؟ | نور محمد غفوری

 کانګریس یا کنګره څه شی ده؟ | نور محمد غفوری

 کنگره یا کانگرس (Congress):

 د قاموس کبیر افغانستان په حواله د کنګرې لغت له فرانسوی ژبې څخه د نړۍ نورو او زموږ د هېواد پښتو او دري ژبو ته داخل شوی دی. له لغوي لحاظه، کنګره د زیاتو خلکو د یو ځای راټولېدنې معنا لري، کوم چې د یو بل سره په یوه تخصصي برخه کې (لکه علمي، مسلکي، کلتوري، سیاسي او نور) د نظر تبادله کوي. کنګره اکثره د یوې ځانګړې موضوع په اړه د بحث له پاره جوړېږي، څو د هغې حل ولټول شي یا نظرونه وړاندې شي. دا ویلای شو چې کنګره د معنا له پلوه په خاصه موضوع باندې د ماهرانو «مجلس» دی، خو لوی او نسبتاً دوامداره مجلس چې د موضوعاتو د حل پایله راباسي.

په سیاسي او په ګوندي سازماني اصطلاح کې د یوه حزب کنګره د هغه د غړو سترې غونډې ته ویل کېږي چې یو سیاسي ګوند یې د مهمو تصمیمونو د نیولو له پاره جوړوي. په دې ځای کې دا ډول لویه او پراخه ګوندي غونډه چې د ګوند د صفوفو استازولی کوي، د پریکړو نیولو تر ټولو لوړ ارګان هم بلل کیږی. په ګوندي کنګره کې د ټولو ګوندي سازمانونو څخه د معینو سازماني اصولو او ټاکلو نورمونو پر بنسټ استازی رابلل کیږي. ګوندي کنګره ددې واک لري چې د معین وخت له پاره د ګوند مشرتابه وټاکي، د ګوند مرامنامه جوړه او یا ورپکې تغیر راولي، د ګوندي فعالیت له پاره د اوږدې مودې ستراتیژی او پلانونه جوړوي، د انتخاباتي کمپاین لپاره برنامې تصویبوي. د ولسمشرۍ، وکیلانو یا نورو مهمودولتي څوکيو له پاره خپل نوماندان غوره کوي، د ګوند اساسنامه یا د داخلي نظم د نارمونو او قوانینو جوړول، بدلول او اصلاح کول هم د کنګرې له لوري کېږي. د ګوند مشر، مرستیالان، عمومي منشي، یا نور مهم پُستونه د کنګرې له لارې ټاکل کېږي. د ګوند مشرتابه د تېرې مودې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ننګونو راپور وړاندې کوي.

 معمولاً ټول ګوندونه په ټاکلي وخت کې خپله کنګره (د غړو په استازولۍ لویه او واکمنه غونډه) چې د ګوندي فعالیتونو د تنظیم له پاره ټر ټولو لوړ ارګان دی، جوړوي. ځینې ګوندونه هر کال کنګره جوړوي، ځینې بیا هر ۲ یا ۵ کاله وروسته. ځینې ګوندونه خپله کنګره په نورو نومونو هم یادوي، مثلاً د ګوند لویه غونډه …

په لنډ ډول ویلای شو چې د یوه حزب کنګره د ګوند تر ټولو مهمه، رسمي او ستراتیژیکه غونډه ده، چې د پریکړو، ټاکنو او راتلونکو پلانونو لپاره جوړېږي. کنګره معمولاً څو ورځې دوام کوي او ډیرې هم‌مهاله ناستې لري.

 په حکومتونو، پارلمانونو، او سیاسي جوړښتونو کې «کنګره» هغه غونډه یا بنسټ ته وايي چې خلک یا استازي د بحث، پرېکړو یا قانون جوړونې لپاره پکې سره راټولیږي. مثلاً د امریکا کانګرس (Congress)  د هغوی لوی قانون جوړوونکی ارګان دی.

په ساده ژبه کنګره یوه رسمي، لویه غونډه ده چې خلک پکې د نظر، پرېکړو یا قانون جوړولو لپاره سره راټولیږي. مثلا د ژبې د ودې له پاره  د پښتو ژبې نړیواله کنګره جوړيږي.

16.05.2025

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...