شاه زلمی
په تاریخ کې ډېرو ملتونو مذهبي، کلتوري، سیاسي او اقتصادي شخړې لیدلې دي؛ خو هر هغه ملت چې د عقل، دین او قانون ترمنځ تعادل له لاسه ورکړی، نه یوازې یې مزل له خنډونو ډک وي، بلکې د ورکېدو ګواښ سره هم مخ شوی دی. افغانستان له څو لسیزو راهیسې د همدې فکري بېتعادلي، تعبیرونو د انحصار، او دیني روایتونو د محدود فهم قرباني دی. دلته دین، نه د روح د پاکۍ لپاره، بلکې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره کارول شوی؛ او قانون، نه د عدالت د قیام لپاره، بلکې د نفوذ د خوندي ساتلو لپاره.
دین او قانون دواړه سپېڅلي بنسټونه دي، خو کله چې دا دواړه د شخصي ذهن، عقیدوي تعصب یا ګوندي ګټو تابع شي، نو تحریف ته دروازې خلاصېږي. دلته ډېری ډلې او اشخاص نه دین ردوي، نه قانون؛ خو دا دواړه یوازې تر هغه ځایه مني، چې د دوی له ذهن، ګټو یا عقیدې سره سمون ولري. دا چلند نه علمي دی، نه شرعي او نه هم انساني.
کله چې دین د یوه خاص تعبیر انحصاري وسیله شي، ټولنه په “موږ” او “هغوی” وېشل کېږي. دا وېش نه یوازې فزیکي، بلکې رواني، کلتوري او دیني خنډونه زېږوي. قانون هغه وخت خپل درناوی له لاسه ورکوي، چې خلک یې یوازې هلته مني، چې ګټه پکې ویني. کله چې دین د زور، متروکې او کوتک تر واک لاندې شي، نو خلک ورسره له روحاني تړاوه بېزاره کېږي.
اسلام د عقل، زغم، منځلارۍ او تفکر دین دی. قرآن کریم وايي:
“وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَـٰكُمْ أُمَّةًۭ وَسَطًۭا”
«او همداسې مو تاسې یوه منځلاره امت ګرځولي یاست.»
نه افراط د نجات لاره ده، نه تفریط. هر هغه څوک چې دین او قانون یوازې د خپل تعبیر له عینکو ګوري، او یوازې هغو اصولو ته پابند وي چې له دوی سره فکري یا عقیدوي همغږي ولري، دا کړنه د اعتدال فلسفه له منځه وړي.
مسجد، مدرسه او پوهنتون باید د ژور فکر، آزاد فهم او تعادل مرکزونه وي — نه د انحصاري تعبیر، تقلید او تعصب. هیڅ فرد یا ډله باید قانون د خپل تفسیر تابع نه کړي. قانون باید عام، شفاف، او عادلانه وي – نه انتخابي او انحصاري.
اسلام د نظر تنوع ته مشروع ځای ورکړی. دا تنوع باید کمزوري ونه ګڼل شي، بلکې د ځواک نښه وي. د یو نظر انحصار، د ټول عقل انکار دی.
څوک چې دین او قانون یوازې د خپلې عقیدې، تعبیر او فکر تابع ګڼي، د ټولنې عدالت، یووالي او انساني کرامت ته تاوان رسوي. افغانستان، که غواړي له بحران، وېش او شخړو ووزي، باید د تعبیر دروازې د ټولو مخلصو نارینهوو او ښځینهوو پر مخ پرانیزي – نه دا چې دین د سیاسي نقاب په توګه او قانون د واک د دوام وسیله وګرځوي.
١٤مۍ٢٠٢٥
اسلام د نظر تنوع ته مشروع ځای ورکړی. دا تنوع باید کمزوري ونه ګڼل شي، بلکې د ځواک نښه وي. د یو نظر انحصار، د ټول عقل انکار دی. او ټولنه یو ژور بحران ته بیایی او افراط منځته راځی چی د تعادل فلسفه له پامه غورځول کیږی او په ټولنه کی انسانی کرامت له منځه وړی.