Home+ایموجي او ژبه| څېړندوی محب الله همتیار

ایموجي او ژبه| څېړندوی محب الله همتیار

لنډیز

ایموجي وړې بریښنايي نخښي یا انځورونه دي، چي د احساساتو په څرګندولو کي مهم رول لري او په بریښنايي پیغامونو کي له لیکني سره یو ځای کارول کېږي. ایموجي د لومړي ځل له پاره په جاپان کي رامنځ ته سوی دئ، له هغه وروسته ئې د وخت په تېرېدو سره زیات شهرت تر لاسه کړ، آن نن ورځ به داسي کس نه وي، چي په انلاین لیکلو کي ایموجي ونه کاروي. ایموجي د ژبي په پیغام رسولو کي یوه مرستندویه وسیله ده؛ نو دا حتمي خبره ده، چي له ژبي سره اړیکه لري. تر اوسه پوري ئې لیکوالو د ایکن او اینډکس سره پر اړیکه خبري کړي دي؛ خو خپله ئې د یو ژبپوهنیز توکي په توګه خبري نه دي پر کړي. ایموجي او ایکن په ژبپوهنه کي د مانا‌پوهني او نښپوهني د بحث پراخه موضوع کېداي سي؛ نو ځکه د یوه خپلواک ژبنیز توکي په توګه څېړل سوی دئ. دا چي ایموجي یوه ځانګړې او یا که په راتلونکي کي د یوې ځانګړي ژبي د کېدون امکان لري؟ د څیړني موندني ښيي، چي ایموجي هیڅ ډول امکان نه لري، چي یا دي ژبه وي او یا دي په راتلونکي کي ژبه سي، ولي د ژبي په غني کېدو کي رول لري او هم د یوې نړۍ‌والي نسبي مانا د لېږد دنده تر سره کولای سي. د پایلي په توګه ویلای سو، چي ایموجي یو نړیوال فورم دئ، چي تر ډېره حده ئې په کارولو کي نسبي یووالی سته؛ ولي په قطعي ډول هر کلتور او ټولنه له یوه ایموجي بېلابېلي ماناوي اخلي او موږ نه سو کولای، چي د نړۍ په هر ګوټ کي ئې یو ډول مانا تعبیر کړو. دا څیړنیزه مقاله د نړۍ‌والو او د سیمي په کچه د له معتبرو سرچینو څخه د ایموجي اړوند لیکني د تشریحي او مقایسوي مېتود په وسیله تحلیلوي او پایلي ئې له اړوند نظر سره لیکل سوي دي.

Abstrac
Emoji are small symbols or images that are used to express emotions and are used in electronic message instead of text. Emoji were first introduced in japan, and since then they have gained more popularity over time. even today, there is hardly a person who does not use Emoji when writing online. Emoji is an auxiliary tool in communicating language, so it is inevitable that is related to language. So far, scholars have discussed the relationship between icons and indices, but they have not discussed them as linguistic object themselves. Emiji and icons are a widely discussed topic in linguistics, so they have been studied as independent linguistic objects. Is Emoji a special or is it possible to develop a special language in the future? The research findings show that Emoji have no chance of being a language or becoming a language in the future, but they play a role in enriching the language and can also carry out the function of conveying a global relative meaning. As result, it can be said that Emojis are a global form that has a relative uniformity in its use to a large extent, however , each culture and society will definitely derive different meaning from an Emoji and we cannot interpret it in the same way in every corner of the world. This news article will analyze and compare article related to Emojis from reliable sources at the international,  and regional levels, and the results are written with relevant opinions.

پېژندنه

ایموجي چي نن ورځ په معاصره ټکنالوژي کي په پراخ ډول کارول کېږي او آن تر دې، چي داسي کس به و نه موندل سي، چي د ایموجي له کارولو سره دي پېژندګلوي ونه لري. دا چي موږ د دې نخښو په کارولو باندي په څومره اندازه پوهیږو او یا ئې څومره په سم ډول کاروو، دا زموږ په پوهه او له ټکنالوژي سره په پېژندګلوي پوري اړه لري. دلته اره مسئله دا ده، چي ایموجي د مفاهمو په رسولو او د احساساتو په څرګندولو کي تر لیکنۍ ژبي زیات رول لري. دا چي لیکنۍ ژبه له دې برخي وروسته ده؛ نو له ورایه ښکاري چي ایموجي یو ژبنیز بحث دئ، چي باید په اوس مهال کي خبري پر وسي.

تر اوسه پوري زموږ په ژبپوهنه کي لا په کمپیوټري ژبه، ماشیني ژبه او د موبایل په ژبه باندي کار نه دئ سوی او نه هم تر اوسه پوري د ایموجي او ژبپوهني تر مینځ پر تړاو زموږ په علمي مرکزونو کي څېړنه سوې ده؛ نو د دې څېړني د لټون هڅي به لا ګړندۍ کړي.

له بلي خوا که ګاونډۍ دري ژبي ته وکتل سي، هلته په ایموجي باندي زیات کار سوی دئ لکه صادق هاشمي پرې د( نشانه، ارتباطات و ایموجي) تر سرلیک لاندي کتاب لیکلي دئ او علي رضا حیدري (ایا ایموجي یک زیان هست). په انګلیسي ژبه کي ایموجي په دومره پراخه کچه څېړل سوې ده، چي هر نړۍ‌وال ژورنال ئې له سلګونو مقالو ډک دئ، چي دلته ئې د نمونې په ډول د ځینو لیکوالو نومونو راوړو:Charlie cuizon dujili, Tom Aurelius, Rabert herny, David crystal, Louis tay, and alex

د څېړني ارزښت

د دې څېړني ارزښت دا دئ، چي پر مټ به ئې د نړۍ‌والو ژبو پیدایښت او امکان معلوم سي، چي اوس مهال څومره امکان لري یوه نړۍ‌واله ژبه را منځته سي. له بلي خوا به د ایموجي او انساني ژبي د مانا رسولو حدود مشخص سي.

د څېړني موخه

د دې څېړنیزي مقالې موخه د ژبي او ایموجي تر منځ د بیلتون د کرښي روښانه کول او په راتلونکي کي د یو نړۍ‌وال نسبي مانا رسوونکي په توګه د ایموجي را څرګندول دي.

د څېړني ډول او مېتود

په دې څېړنیزه موضوع کي د بېلابېلو نړۍ‌والو او سیمه ییزو ژبپوهانو له معتبرو اثارو او سرچینو څخه کار اخیستل سوی دئ. د ایموجي اړوند لیکني ئې د تشریحي او مقایسوي مېتود په وسیله تحلیل سوي دي.

د څېړني پوښتني

آیا ایموجي د ژبي په وده کي رول لري؟

آیا ایموجي د نړۍ‌والي ژبي شکل غوره کولای سي؟

آیموجي له ژبي سره اړیکه لري؟‍

مهمي کلمې: (ایموجي، ژبپوهنه، ایکن، کلتور)

ایموجي څه شی دئ؟

ایموجي (ایموچي کوچنی ډیجيټلي انځور یا نخښه ده، چي د احساساتو، شیانو، عملونو یا نظریو په څرګندولو کي مهم رول لري یا څرګندوي. دا ډیجټیلي نخښي یا انځورونه عموماً د پيغامونو په لیکلو کي له لیکني سره یو ځای کارول کېږی.)(محب الله، ۱۴۰۴ناچاپ،۴مخ)

 ایموجي نړۍ‌وال ډیجټلي انځورونه دي، چي د نړۍ په بېلابېلو ژبو کي کارول کېږي. دا بریښنايي انځورونه د انسانانو د احساساتو په لېږد کي پوره برخه لري؛ خو دا چي د یوه انسان څېره بل ته ورته نه ده، نو له دې سره د احساساتو لېږد هم په دې ډول دئ، چي یو له بل سره ورته والی نه لري. دا چي پورته مو پر دې خبري وکړې، چي احساسات توپیر لري نو ایموجي هم د بېلابېلو احساساتو د لېږد له پاره رغول سوي دي.

د نړۍ داسي سیمه به نه وي چي هلته دي انټرنیټ کار وکړي او له ایموجي سره دي خلک بلدتیا ونه لري؛ خو یوه ستونزه دا ده، چي زیاتره وخت ایموجي د یوه فرهنګ له مخي جوړ سوي وي او په نورو فرهنګونو کي ئې پلي کول هم وخت او پوهي ته اړتیا لري. اوس مهال د ټیکنالوژي له چټک پرمختګ سره هر کال نوي ایموجي رغول کېږي او نورو فرهنګونو ته له جوړېدو سره سم په تېزۍ سره رسیږي. تر څو چي خلک ورسره اشنا کېږي نو وخت او مطالعه غواړي. په افغاني ټولنه کي اوس مهال داسي خلک هم سته، چي د پنځوس سلنه ایموجي د مانا او احساساتو سره پېژندګلوي لري، چي لوی تعداد خلک ئې له پوهي محروم دي.

ایموجي د اکسفورډ د ډیکشنري له مخي (هغه واړه ډیجټلي انځورونه، ایکونونه دي چي په وسیله ئې په برېښنايي اړیکو یا خبرو اترو کي د احساساتو او فکر د څرګندولو له پاره کارول کېږي).

(writer: unknown.2021, page1)

د ایموجي او ایکن تر منځ اړیکه

(ایکن یا نخښه هغه ساده ګرافیکي انځور دئ، چي د یو شي، اپلیکشن یا فنکشن استازولي کوي. ایکن زیاتره وخت د موبایل، کمپیوتر، یا ویب سايټ د کاروني مخکي(INTERFACE)  برخه وي.)(محب الله،,1404 ۴مخ) له پورته تعریف څخه داسي ښکاري، چي ایکنونه ساده انځورونه دي، چي موږ ئې په برېښنايي وسایلو کي د شخص او یا یوې ځانګړني له مخي کاروو. که په ساده ډول ووایو زموږ ورځني انځورونه ایکنونه دي، چي د یو کس یا یو شخص د څېرې سره سل سلنه ورته والی لري، چي د یوې ځانګړي موخي له پاره کارول کېږي.

ایموجي او ایکن یو له بل سره تر ورته والي زیات توپیر لري؛ ځکه چي ایموجي د انسانانو له څېرو سره ورته والی نه لري؛ بلکي د انسانان داخلي احساسات چي په لیکلو کي ئې څرګندول ناشوني وي څرګندوي او له یوه چاپیریال څخه بل چاپیریال ته د احساساتو لیږد توپیر کوي. که د ایکن خبره سي، هغه د احساساتو په لېږد کي کومه ونډه نه لري؛ ولي د یو شی یا شخص ځانګړني د هغه د څېرې له مخي ډاګیزي کوي، چي په هر چاپیریال کي اوسېدونکي د خپل شاوخوا سره په کتو مانا ځني اخلي، چي په بل چاپیریال کي زموږ د چاپیریال ایکن زیاته پايله نه ورکوي.

ولي که یوې خبري ته ځير سو؛ ښايي له ځینو سره پوښتنه پیدا سي چي د کمپیوتر ایکن نو ولي د ټولو له پاره د منلو او د یوې مشخصي مانا څرګندونکی دئ؟ دا ښه پوښتنه ده؛ خو دا چي کمپیوټر او نور نوي ټکنالوژيکي وسایل، چي په نورو ټولنو کي اختراع سوي دي؛ نو موږ ته  د دوی له لاري را رسېدلي دي، پرته له کوم تغییر څخه مو منلي. دا چي ولي مو تغیر په کښي نه دئ راوستلی؟ لوی لامل دا دئ، چي د هغې وسیلې چي موږ ئې کاروو کټ مټ انځور یا عکس دئ؛ نو اړتیا نه سته چي نور دي بدلون ومومي.

د ایموجي تاریخي بهیر

ایموجي په ۱۹۹۹م. کال کي رامنځته سوي دي، له دې وړاندي له اموټیکن څخه کار اخیستل کېده. لومړي اموټیکنونه[ :.) او :.(] وو، چي په۱۹۹۰م. کلونو کي په متني لیکنو کي کار ځني اخیستل کېده. یادو اموټیکنونو په واقیعت کي احساسات د پیغام په اډانه کي ښکاره کول. له دې وروسته ئې کرار کرار شمېر په زیاتېدو سو، له دې سره چي ایموجي نن ورځ په ټولنیزو رسنیو کي یو شور جوړ کړی دئ. ایموجي له یوه ځای را پیل سوي او آن تر دې اوسمهال پوري را رسېدلي دي، چي له رسنیو پرته په عادي ژوند کي د سوپر مارکیټونو پر سر د یوې ځانګړي مانا د څرګندولو له پاره لګول سوي دي.(namnak,ویب پاڼه )

لومړی ایموجي د جاپاني هنرمند شیګتاکا کوریتا له خوا په ۱۹۹۹م. کال کي رامنځته سوی، کورتیا او ډلي ئې د ای موډ موبایل په لومړي پلټفارم کار پیل کړ، چي د پیغام د لېږد له پاره یوه اسانه لاره طرحه کړي. کورتیا داسي ایکن رامنځته کړ، چي د هوا او وریځي وړاندوینه ځني څرګندېده، هغه د دې له پاره له ۱۲پر ۱۲ پیکسیل عکسونو څخه کار واخیست، چي د ای موډ موبایل له کیبورډ څخه ټاکل کېدل او له ای موډ موبایل سره کارول کېدل، چي وروسته ئې د کیبورډ داخلي تڼيو ته واچول. دې نوښتګر هنرمند د هوا پېژندني، د (A.S.C.I.I) له څېرو څخه چي هغه مهال ئې مینه وال مخ پر زیاتېدو وو، کار واخیست او ښاغلي کوریتا له دې سره د خپلو ملګرو او همکارانو له څېرو څخه ۱۷۲ جوړې ایموجي را وپنځول. د یاد هنرمند ۱۷۶جوړې ایموجي د کلیکسون په ډول د نیویارک د ماډرنو هنرونو په موزیم کي په دایمي ډول ایښودل سوي دي. له دې وروسته نور کاریکاتورنه لکه لمر، سایوان، وریځ، ترافیک، موټر… رامنځته سول، چي په پوره ډول ئې پیغام نه سوای رسولای؛ خو په واقعیت کي ئې په متني پیغام کي یو ډول احساس رساوه او پیغام ئې له ساده حالته او یا له بې روحي حالت بهر کاوه؛ ځکه چي دا ډول کاریکاتورونه تازه وه او هر شی چي نوی او جدید وي؛ نو یو نوی حالت وړاندي کولای سي.(writer: unknown, 2021, page1)

له دې وروسته ایموجي په چټکۍ سره په جاپان کي شهرت پیدا کړ، د ۲۰۰۰م. کال په منځ کي له جاپان وروسته په نوره نړۍ کي هم ایموجي وکارول سو. له دې کمپنیو څخه یو اپل وه، چي په نورو پلټفارمونو کي ئې ایموجي په زیاته کچه وکارول. په ۲۰۰۷م. کال کي یو نړۍ‌وال سافټ ویر د ګوګل له لاري یو ډله جوړه کړه، چي په کمپیوټرونو کي د ایموجي په پرمختګ باندي کار وکړي.لږ لږ ئې د کمپیوټرو په کیبورډنو باندي د ایموجي د جوړولو کوډونه یا هم یونکوډونه ولګول؛ خو ټولو کمپیوټرونو دا کوډونه په یو ډول نه ښودل، بالاخره د اپل شرکت انجنیرانو (یاسو یو کیدا) او (پیتر ادبرګ) په ۲۰۰۹م. کال کي په یوه رسمي پروپوزل کي ۶۲۵ ایموجي په معیاري چوکاټ کي رامنځ ته کړل. یاد پروپوزل په ۲۰۱۰م. کال کي ومنل سو، چي په ایموجي کي ئې انقلاب رامنځ ته کړ..2021. page1) (writer: unknown

آیا ایموجي د ژبي شکل دئ؟

د لیکوال او ورځپاڼه لیکونکي علي رضا حیدري نظر د ایموجي په اړه راوړم (چي ایا ایموجي ژبه ده که نه؟) حیدري وايي:( ژبه د نړۍ په تاریخ کي زیاتي له منځه تللي دي خو ولي په څنګ کي ئې بیا اشاري ژبه تر اوسه پوري ژوندۍ ده او په بېلابېلو شکلونو کي شتون لري.) ( حیدري،۱۴۰۱،مخ۲)

که د لیکوال پورته خبرو ته وکتل سي؛ نو له زیاتو برخو او له پورته خبرو ئې داسي ښکاري، چي ایموجي د نړۍ‌والي ژبي یا د هغه ته ورته يوې ژبي په ډول مني او زیاته هڅه ئې دا ده، چي د اشارې له ژبي سره ئې ورته وښیي. که په ریښتیا هم ورته ځیر سو، چي عیني په هغه ډول کار کوي چي اشاروي ژبه ئې کوي خو په څنګ کي ورسره زیات توپیرونه هم لري چي دلته ئې یو دوه راوړو:

لومړی ایموجي د اشاري ژبي ټولي ځانګړني نه لري؛ ځکه چي تر اوسه پوري په دومره لوړه اندازه ایموجي نه لرو، چي د یوې ژبي کار ځني واخیستل سي. له بلي خو اشاري ژبه د زیاتو مفاهمو د لېږد توان لري خو ایموجي ئې نه لري. دا چي ژبه، اشاري ژبه او ایموجي سره څه اړیکه لري؟ دلته به ئې په پېژندلو پیل وکړو.

انسانان د ژبي په وسیله یو له بل سره اړیکه نیسي، خو کوم ډول چي ژبه بلل کېږي خبري هغه او لیکل سوي خبري دي، چي ژبه ګڼل کېږي. آیا موږ ایموجي یوه نوې ژبه ګڼلای سو او که ساده انځورونه چي انټرنیټي خبرو اترو ته رنګ ورکوي؟ بریټانیکا د ژبي پېژند داسي وړاندي کوي:( ژبه د دودیزو ویلو، لیکل سوو سېمبولونو سیسټم دئ، چي له مخي ئې انسانان او د ټولنیز ګروپ غړي او د یوه کلتور برخه‌وال پرې خپل ځان څرګندوي.)( ( rabert henry. David crystalangua. www. Britannica.con

 له دې سره یو بل نظر دGretchen Mc Culloch))کریچن دئ، چي وايي:( ژبه د خلاصي سرچینې پروژه ده یا یو پرمختللی جوړښت دئ، چي کله کار کوي نو یو پیغام لیږدونکی په بریالیتوب سره خپل پیغام تر لاسه کوونکي ته رسوي.)(writer: unknown, 2021, page 4)

د بریټانیکا او کریچن پېژندنو ته که وګورو؛ نو له تاسي سره به هم دا استدلال پیدا سوی وي، چي ایموجي ژبه ده؛ خو د دوی له خبرو هلته داسي مسئلې هم ښکاري، چي د پورته یادوني برعکس مانا هم رسوي؛ ځکه چي په ایموجي کي خو یو د دودیز سیسټم پیروي نه کېږي او له بلي خوا پیغامونه په بریالیتوب سره سرته نه سي رسولای. ایموجي د نورو ژبو غوندي د ګرامر پیروي نه کوي او له دې سره ایموجي د کارولو په وخت کي یو ډول مفهوم نه رسوي؛ بلکي له یوه کسه ښايي بل کس ته توپیر وکړي.

ژبپوهان په دې موافق دي، چي ایموجي ژبه نه ده؛ خو دا د دې مانا هم نه لري چي ایموجي مهم نه دي. د ژبپوهانو په عقیده ایموجي په انټرنیټي اړیکو کي مهم رول لري، له دې سره که د خپلو وروستیو مشخصو خبرو په اړه فکر وکړو، چي آیا موږ د پیغام رسولو له پاره  پر یوه واحد خبري کړي دي؟ البته چي موږ په خپلو خبرو کي له یوه واحده یاني یوازي له ږغونو کار نه دئ اخیستی؛ بلکي له ټونل، انفکشنونه، د لاس اشاره او د بدن ژبه مو کارولې ده.

ایموجي په آنلاین خبرو اترو کي د غیر لفظي اړیکو د نخښي په توګه کړني تر سره کوي؛ نو له ایموجي وړاندي په متن کي دا ستونزه وه، چي مقابل اړخ ته د ستړیا، لیوالتیا، او میني څرګندول یو ستونزمن کار وو. ولي اوس مهال کولای سو، چي د ایموجي له درو زرو زیاتو عکسونو په وسیله خپل احساس څرګند کړو.

آیا ایموجي ژبه فاسدوي؟

پوهان په دې اندېښمن دي، چي د ایموجي پراخه کارونه به د یوې ژبي په توګه ځای پر ځای سي او ځوان نسل به د تل له پاره د ژبي قواعد فاسد کړي. تاریخ پوهان د ۶۳AD کال مثال ورکوي، چي یوه رومن عالم د مصنوعي ژبي په اړه شکایت کړی دئ؛ خو له دې سره چي ورته پام ونه سو نو هغه ژبه په فرانسوي ژبه بدله سوه. مک کولچ په خپل کتاب کي وايي(چي انټرنیټ د ژبي په نوو قواعدو پوهېدل او له دې سره ژبه تل وده کوي.) دا چي ځوان نسل په خپلو خبرو اترو کي ایموجي شاملوي، دوی ژبه نه وژني؛ بلکي همدا ژبه د نورو له پاره اسانه کوي، چي په روښانه توګه په پوه سي، چي دوی څه ویل غواړي.) ((Tom, Aurelius. 2024, page 3

کله چي د ډیک یون نسخه په ایموجي کي و ژباړل سوه؛ نو سم له لاسه څرګنده سوه، چي دا عکسونه ژبي نه سي بدلولای؛ ځکه چي نه هیروګلیف دي او هم ګرامري جوړښت نه لري. تر اوسه پوري داسي شواهد نه سته، چي ایموجي دي د دوهمي ژبي په توګه تصدیق کړي او له دې سره دا هم مشهوره ده، چي په بله ژبه به بدله نه سي. ایموجي به هغو خبرو اترو ته وده ورکړي، چي د سکرین پر مخ ئې یو له بل سره کوو او یو بل ته د اړیکو او احساساتو څرګندولو هڅه کوو.) (unknown writer, 2021, page4)

لومړی خو د ژبي په وړاندي د یادو لیکوالو او پوهانو سوچ یوه تېروتنه ده، چي باید د وخت او ټکنالوژي له پرمختګ سره دي له دې خطر سره مخامخ سي؛ ځکه چي ژبه د وخت په تېرېدو سره هر ډول نوي توکي په خپله غېږ کي رانغاړي او هغه توکي چي د کار نه وي له ځانه غورځوي.

له بله پلوه ژبي ته د نوو توکو لکه دایموجي راتګ د وخت او ټکنالوژیک عصر غوښتنه ده، که ژبه ورسره ځان عیار نه کړي منجمده پاتي کيږي، چي دا ئې خپله د پرمختګ مخه ډب کوي. موږ په نړۍ کي زیاتي داسي ژبي پېژنو، چي په هغوی کي لاس وهل ګناه ګڼل کېده، همدې سختو قوانینو د مځکي له مخه محوه کړې. لکه عبري او سانسکریټ ژبي. ښه خبره دا ده چي په ژبه کي داسي قانون او خنډونه باید نه وي.

ایموجي د ژبي سره یو ډول مرسته کوي، تر څو ئې په لیکنو کي اصلي موخه او پیغام سم ولېږدوي؛ ځکه چي لیک د احساس د څرګندولو له پاره بله هیڅ لار نه لري، یوازي ایموجي ده چي د ژبي سره مرسته کوي.

ایموجي نړۍ‌واله ژبه ( پرته له ژباړي)

ایموجي له ساتیري پرته ډېر رول په اړیکو کي لري او له دې سره ئې هغه کلتوري ننګوني باید وموندل سي، چي ایموجي ئې را منځته کړی دئ. د ایموجي واړه ایکنونه د احساساتو، ایډیاوو او موضوعاتو د څرګندولو له پاره کارول کېږي او دا په دې ډیجټلي عصر کي یوه نړۍ‌واله ژبه سي. د ژبپوهني پروفیسور (وي وایان) ایموجي د نړۍ اړیکو لومړنۍ سم جوړښت یا فورم بولي. ایموجي له ساتیرۍ هاخواته پیغام د شخصیت کړه وړه ور زیاتوي، چي موږ ئې په وسیله کولای سو، چي خپل فکر او احساسات په دقیق ډول څرګند کړو. دا واړه ایکنونه له موږ سره مرسته کوي، چي د متن او احساساتو تر منځ د یوه پل رول ولوبوي. (Charlie cuizon ,2016, page 80)

د ایموجي په اړه تر اوسه پوري لا پوهان په یوه خوله نه دي. ځيني ئې نړۍ‌واله ژبه او ځیني نړۍ‌وال ښکارنده بولي او د ژبي له نوموني ئې په چورلټ ډول انکار کوي. دا چي ایموجي په ریښتیا چي نړۍ‌واله پدیده ده؛ خو دا چي ژبه نه ده خپل دلایل لري، چي په تېرو برخو کي مو خبري پر کړي دي. دا چي پوهان ئې له ژباړي پرته ژبه بولي، هم پر خپل ځای تېروتنه لري، چي باید ورته  پاملرنه وسي؛ ځکه چي د ایموجي د مانا په اړه په بېلابېلو ټولنو کي بېلابېل تعبیرونه شتون لري، چي همدې زیاتو تعبیرو ئې په نړۍ کي د ژباړي او یا د ایموجي په مانا پوهېدل اړین کړي دي. زیاتره پوهانو هڅه کړې ده، چي د خپل کلتور او نورو کلتورونو د ایموجي ګډه مانیز ټکي او بېلوال په ګوته کړي، تر څو انسانان یو له بل سره په ستونزه اخته نه سي.

ایموجي د نړۍ‌والي ژبي رول لوبولای سي؟

د انسان ذهن، فکر او ژبه د لوی الله نعمت دي او یو بل د ژبي په وسیله سره پوهوي او راپوهوي. د ژبي په جوړښت کي د چاپیریال، فرهنګ، دین او اب و هوا اغېز له ورایه لیدل کېږي. ښايي وروسته دا هم ثابته سي، چي د یوې سیمي اوسیدونکي د بلي سیمي د اوسېدونکو د ژبي ځیني ږغونه تلفظ نه کړي، دا  چي لامل به ئې څه وي؟ یوې پراخي څېړني ته اړتیا لري. دلته پر دې خبري کول اړین دي، چي د یوې نړۍ‌والي ژبي د رامنځته کېدو امکان سته، هغه که د ایموجي په ډول وي او که په بل ډول دي.

(unknown writer ,2021, page 4)

د ژبي پيدایښت قواعدو ته په کتو سره له نسبي والي پرته، چي هغه هم کېدای سي په لغوي او ږغیزه برخه کي ووینو، په نورو برخو کي نه لیدل کېږي. ایموجي هم په همدې دستور دئ، چي یوازي د نړۍ په ټولو برخو کي د مانا نسبي یوالی لري؛ خو په نورو برخو کي بیا دا ایموجي پوره مانا نه سي رسولای؛ ځکه له یوه کلتوره بل کلتور ته توپیر کوي. دا ایکنونه نه کوم ګرامري جوړښت او نه ږغیز جوړښت لري. دا ټول هغه دلایل دي، چي بیرته مو دې خبري ته ورګرځوي، چي ایموجي د ژبي یو داسي فورم کېدای سي، چي نسبي نړۍ‌وال پوهاوی ولري او تر څنګ ئې لیکنۍ ژبه په غني سي. له دې پورته یادو ښېګڼو سره بیا هم د دې چانس نه لري، چي نوې ژبه او یا دي ایموجي نړۍ‌واله ژبه سي. اوس مهال فکر کوم د یوې نوي ژبي رامنځ ته کول، بېخي بې امکانه دي؛ ځکه چي اوس مهال که ژبي په کښي له منځه ولاړي نه سي؛ نو د نوو ژبو پیدایښت ناممکن دئ. دلته یوه خبره د یادوني وړ ده، چي داسي ښايي امکان ولري، چي په نړۍ کي دي د یوې ژبي واک دومره پراخ سي، چي پر نورو ژبو غالب سي؛ نو هلته امکان سته، چي له دې ژوندیو ژبو څخه یوه ئې نړۍ‌واله سي.

د کلتور بېلابېل والی او د ایموجي کارونه

په ۲۰۱۷م. کال کي ارواپوه (کیت بروني) په نړۍ کي د ایموجي لومړی ژباړن سو، دې خبري غبرګونونه را وپارول، چي ولي موږ ئې ایموجي ژباړو؟ ځکه چي کلتور په ایموجي دروند اغېز لري، چي څنګه ئې استعمال کړو. هر کلتور خپل له ځانګړو ماناوو سره، بې ساري اشارې او سېمبولونه لري، چي ایموجي هم له دې نه سي وتلای). ( (Alex Rawlinjs. 2018, page 5  په داسي حال کي چي دا سېمبولونه په نړۍ‌واله کچه استعمالیږي او خپل تفسیرونه لري؛ لکه مسکا او  د مخ ایموجي په بېلابېلو کلتورونو کي بېلابېلي ماناوي رسوي. که څه هم ایموجي مشترکه مځکه او قوي کلتوري غوټي لري او دا د دې لامل کېږي، چي په مانا کي ناسم پوهاوی رامنځته سي؛ نو ارواپوه (بروني) دغه فرعي برخه د ایموجي په ژباړه ډکه کړه. له دې ټولو خبرو څخه بیا هم دا څرګندیږي، چي ایموجي د نړۍ‌والي ژبي فورم نه دئ او نه کولای سي، چي دا ځواکمنه چاره تر سره کړي او له بلي خوا په ژبه کي اوس مهال د ایموجي ژباړو ته زیاته اړتیا لیدل کېږي.

ستاسو د ایموجي مانا په نورو کلتورو کي

ایموجي یوه نړۍ‌واله پدیده ده، چي د بېلابېلو کلتورونو له خوا درک کېږي، خبري ډېري د لاس رسی وړ او خوندوري کوي. په ایموجي زیاته تکیه کول هم له ستونزو خالي کار نه دئ؛ ځکه چي له یوه کلتوره بل کلتور ته د ایموجي مانا او تعبیر بدلون مومي او له دې سره زیات وخت تېروتنه هم را منځته کوي.( (Tom, Aurelius. 2024, page 3

دلته ځیني مثالونه دي، چي څنګه کلتوري توپیرونه کولای سي ستاسو د ایموجي کارول په غلط پاس بدل کړي. د هلو ایموجي په لویدیځ کلتور کي د بې ګناهي نخښه ده؛ خو په چینايي کلتور کي بیا دا د مرګ نخښه کېدای سي. د احترام په ډول لاسونه نیول په لویدیځ کلتور او په چین کي د جنست له پاره کارول کېږي. هغه ډول لاس نیول چي هندوان ئې په مندر کي بت ته نیسي په لویدیځ کلتور کي د عیسویانو دعا او په اسلامي کلتور کي د دعا په ډول لاسونه او په جاپاني کلتور کي د مهرباني او منني په مانا کارول کیږي. د  اوکې په ډول دوې ګوتي تړل او نوري خلاصي نیول په برازیلي کلتور کي د سپکاوي او په امریکايي کي د نهه مانا لري. د خدای پاماني په ډول لاس جګول په چینايي کلتور کي د ملګرتیا د پای مانا لري.( Sharat Chandra Guntuku, 2019, page 22,)

د سمي مانا د نه رسولو سره ولي ایموجي مشهور دئ؟

د دوی له د مشهور‌والي تر شا چي کومه خبره پرته ده، هغه دا ده، چي زموږ ذهن د انځور د پېژندولو له پاره یوازي ۱۲ملي ثانیې وخت ته اړتیا لري نو ایموجي په دې چټکه او ګړندۍ نړۍ کي د دې له پاره زیات مناسب دئ، چي ذهن ته پیغام ژر رسوي. موږ ټول زیات وخت د لنډیز درناوی کوو او ایموجي د لیکلو په وخت کي زموږ له پاره یو سم لاسي لنډه لار ده. کولای سي نظرونه او احساسات په ترکیبي ډول د یوه ساده ایکن په واسطه څرګند کړي. دا واړه سیمبولونه دا نظر هم څرګندوي، چي څنګه د اړیکو او سټایلونو توپیر په بېلابېلو کلتورونو کي سره فرق لري. ((Charlie Cuizon,2016, page 7,9

سره له دې چي موږ لنډون ته غوره‌والی ورکوو؛ نو له دې سره دا یوازي ټکی نه دئ، چي موږ ئې د ایموجي دومره مین کړي یو، له دې هاخوا ته هم ځیني داسي ټکي سته، چي په نوره لیکنۍ ژبه کي نه سته، چي مقابل اړخ پوره په پوه سي. ایموجي د احساساتو په لېږد کي پوره برخه لري، په لومړي نظر سره ئې په مانا پوهېږو، د پیغام اخیستونکي احساس را پاروي او د عامو خلکو له پاره درک اسانه کېږي. دا یاد لاملونه د ایموجي د مشهور والي ستر لاملونه شمېرلای سو.

مناقشه

ایموجي د وروستیو درو لسیزو زیږنده پدیده ده، چي د نړۍ په لر او بر کي ئې کارونه د انلاین لیکني یوه لویه برخه جوړوي. ایموجي هغه ډیجټیلي نخښه ده، چي نن ورځ ئې د ژبي د پوهانو تر منځ ګډ بحثونه رامنځته کړي ، ځینې ژبه بولي، ځینې د اشاروي ژبي برخه بولي او ځینې بیا له دې ټولو سره یوازي د نړۍ‌والي نسبي پدیدې په سترګه ورته ګوري. ایراني لیکوال صادق هاشمي په خپل اثر نشانه،ارتباط و ایموجي کي د یادي ډيجټیلي نخښي د نښپوهني په تله کي تللي دي او هم ئې د ژبي او نورو څانګو سره په ځانګړنو اړیکو خبري نه دي کړي. کله چي د ایموجي په اړه بیا د لویدیځو ژبپوهانو تر منځ بحثونه وپلټل سي؛ نو هلته بیا د ژبي او یا ژبي ته د ورته پدیدې په سترګه کتل سوي دي او آن کیت بروني خو ئې د ژباړي له لاري د ایموجي زیاتي هغه معناوي را برسېره کړي، چي له نورو کلتورو د برخه‌والو له خوا په بل شکل تعبیر کېدې. تر اوسه پوري لا په نړۍ‌والو معتبرو اثارو کي د ایموجي د برخلیک په اړه مبهم معلومات وړاندي کېږي. که د نړۍ‌والو څېړني وګورو هغوی تر اوسه پوري د ژبي او یا نخښو په نظر ورته کتلي دي، ولي په دې څېړنه کي ایموجي داسي یو پدیده نومول سوې، چي د لیکنۍ ژبي یو جز او په غني کولو کي مهم رول لري، چي د انسان د مخامخ لیدو غوندي یا د احساس د لېږد پروسه ګړندۍ کوي او یو د بل په درک کي مرسته کوي.

موندني

د څيړني په پای کي ویلای سو، چي ایموجي هیڅکله د نړۍ‌والي ژبي شکل نه سي غوره کولای؛ ځکه چي نن ویی زیرمه په هغه کچه لري، چي یوه ژبه ورته اړتیا لري او نه کوم داسي ګرامري جوړښت لري چي د ژبي چاره دي تر سره کړي. دا چي ایموجي ژباړل کېږي زیاتره کسان په دې اندیښمن دي، چي د ژبي رول ورکول سوی دئ؛ خو ولي په حقیقت کي دا نخښي له یوه کلتوره بل ته تغیر کوي؛ نو د ستونزو د مخنیوي په موخه اړتیا سته، چي هر نوی ایموجي د نورو کلتور خاوندانو ته ور وپېژندل سي. ایموجي د ژبي په غني کولو او د هغه کمښت په پوره کولو کي راسره مرسته کوي، چي لیکنۍ ژبه ئې برداشت نه لري. دا چي انسان د احساساتو د لېږد ښه وسیله ده باید په اړه ئې پراخي څېړني وسي.

پایله

له دې پورته څېړني داسي ښکاري چي ایموجي د ژبي په غني کولو کي زیات مهم رول لوبوي او له دې سره د ژبي هغه برخه چي په لیکنه کي نه سي څرګندېدای، هغه د انسان احساسات دي چي اوس مهال ئې دا تشه بیا ایموجي ډکه کړې ده. ایموجي د نړۍ‌والي ژبي فورم بلل سوی دئ خو که د ژبو د پایښت او پیدایښت اصولو ته وکتل سي؛ نو له ورایه ښکاري چي دا نړۍ‌وال فورم په نړۍ کي نسبي یووالی لري. له بلي خوا دا ایکنونه هیڅکله هم د ژبي بڼه نه سي غوره کولای؛ خو بیا هم داسي انګېرل کیږي، چي ایموجي د یوې نړۍ‌والي داسي نخښي په توګه منل کېدای سي، چي د نسبي په مانا د نړۍ ټول خلک پوهیږي.

له ایموجي مانا له یوې ټولني بلي ټولني ته فرق کوي او له دې سره ئې داسي برخي هم سته، چي یو ټولنه ئې له بلي سره په یوه مانا او د احساس د لیږد په توګه کاروي. نو دلته ویلای سو چي کلتور، فرهنګ، چاپیریال په ایموجي باندي پوره اغېز لري.

مأخذونه

۱- محب الله همتیار. په لنډلیکلو پیغامونو کي د جنس توپیر، مقاله، ناچاپ

۲ –  how does linguistic feel about emoji.https://altalang.com. writer: unknown. Take time.2025/7/8)

۳ ـ https://namnak.com/emoji-inventor-history.p8237

۴ـ (علي رضا حیدري، ایا ایموجي یک زبان هست،اخیستنه ۱۴۰۴/۴/۲۸ https:/www.shahraranews.ir

۵ ـ rabert henry. David crystal. Language. www. Britannica.con. take time 2025/6/11

6ـ Tom, Aurelius. English enhancing or corrupting our language / https://matinee.co.uk.blog.take, time2025/6/12  )

۷-charlie cuizon dujali, emojis as a language tool in communication,https://www. researchgate.net. take time202/6/1

۸ ـ Alex Rawlinjs. Why emoji mean different things in different culture. https://www.bbc.com. Take time 2025/6/3

۹ ـ Sharat Chandra Guntuku, studying culture difference in emojis usage , researchgate.cin)take time 2025/7/1

۱۰ ـ https://samsungbrowser.ampxdirect.com/?partner=samsungbrowser&sub1=10238&sub2=newtab&ctaid=74357&v=1.3&source=als_tiles. Take time 2025/5/25

۱۱ – Charlie Cuizon, emojis as a language tool in communicaton, https://www.researcghgate.net)take time 2025/4/22

۱۲- هاشمي، صادق. نشانه، ارتباط و ایموجي، ناشر: بوی کاغذ، تهران، ۱۴۰۰هـ ش

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...