جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودنقل قول/ شفیق امیرزی

نقل قول/ شفیق امیرزی

د یوې خبرې بیا راوړل، د یوه چا هغه خبره بیا تکرارول په خپل اثر کې چې راوړل یې زموږ دلیل او خبره قوي کوي، کره کوي یې او خلکو ته د منلو وړ شي.

موږ پوره نه یو، هغه رښتیا وايي چې علم دریاب دی نو چې علم دریاب شي د انسان فکر کوزه دی دریاب په کوزه کې نه حصارېږي، مجبوره یو څه به خپل وایو څه به د بل و��يو او یا به څه د نورو له خبرو اخلو بیا به خپلې خبرې پرې زیاتوو، نن سبا د خبرو د انتقال او او د هغو د ثبوت وړاندې کولو عصر دی زه ډیر وخت په غونډو کې له دې خبرو او نقل قولونو سره مخ شم زموږ د ورځپاڼو د ډکولو تر ټولو ښه لاره نقل قول دی، د مقالو علمي رسالو( هغه چې جبري دي لکه: مونوګراف، تیزس…) او یام هم ویلی شو چې د خپل اثر لپاره د ارزښت په موخه نقل قول کاروو.

نقل قول بیا په دوه ډوله دی مستقیم او غیر مستقیم؛ که د چا خبرې پرته له لاسوهنې راوړو د هغه الفاظ و کاروو لاسوهنه پکې و نه کړو مستقیم نقل قول دی په پښتو کې یې د دوو قوسونو په منځ کې لیکو() خو په انګلیسي کې د کوټېشن(“”) په منځ کې لیکي لومړی توری یې هم د لویو حروفو له ډلې وي کله کله په عنوان کې هم کارول کېږي دا دود په ورځپانو کې ډیر تر سترګو کېږي د بېلګې په توګه وایو:

غني: د کابل او ډیلي تر منځ دوستي تل پاتې ده

د شخص له نامه وروسته دوه ټکي سر په سر(شارحه) ( : ) کارول کېږي وروسته مستقیم نقل قول او یا غیر مستقیم نقل قول راوړلی شو.

غیر مستقیم نقل قول بیا پخپلو الفاظو د نورو خبرې راوړلو ته وايي یانې کټ مټ د هغه کس کلیمي او توري پکې را نه وړي؛ کېدای شي څه ترې کم او څه ور زیات کړې او یا تر مخکیني کس په ښو کلیمو یاد مطلب ووایې، ښکلا ورکړې، یا یې تر ده ادبي ووایې او یا یې د سختو لغاتونو له قالبه را وباسي، دا بیا په قوس کې نه لیکل کېږي یوازې وايي پلاني داسې وویل، له کامې وروسته د هغه کس خبرې زیاتوې.

ولي نقل قول کاروو؟

اخیستنه یا نقل قول د څو دلیلونو له مخې کاروو

• غواړو خبره لا روښانه شي، موږ غواړو د یوه کتاب د ارزښت په اړه خبرې وکړو خو زموږ په ذهن کې داسې کلمات نشته چې مقابل کس ته قناعت ورکړو او یا شته خو زموږ زړه پرې اوبه کېږي نه، په داسې وخت کې کوښښ کوو چې له خپلې حافظې او د کتابونو له پاڼو د خپلو خبرو د لا ښکلا لپاره یو څه راوړو.

• د خپلې خبرې د قوي کېدو په موخه

کله کله غواړو خپله خبره لا قوي کړو، د بېلګې په توګه غواړو د ژبپوهنې د اړتیا او په هغې کې د نورو پرمختګونو په اړه یو څه ویل غواړو نو د همدې موخې لپاره د نړۍ د مشهورو ژبپوهانو نقل قولونو او هغه خبرې رواړو چې دوی یې د ویلو لپاره پاخه دلیلونه لرل.

• د خپلو خبرو د ښکلا لپاره

خو کله کله نقل قول بیا یوازې د دې لپاره وي چې خپلو خبرو ته ښکلا ورکړو.

موږ خو نقل قول راوړو له دې تېښته نشته ډير کم خلک به وي چې په آثارو کې یې نقل قول نه تر سترګو کېږي؛ هغوی به هم له نقل قول ګټه اخیستې وي یا نه که یې اخیستې وي نه یې وي یاد کړې نو خبرې د اصلي مالک سره یې خیانت کړی دی او که یې نه وي اخیستی ټولې خبرې یې خپلې وي نو بیا د سړي پر پوهه او د مطلب پر کره والي د لوستونکي شک پیدا شي،هیڅ څوک دومره پوه او عالم نه دي چې هر څه دې له خپلو مغزو ووايي دا به یوه استثنا وي، خو ښه لیکوال هغه دی چې لږ نقل قولونو راوړي او ورسره یې د خپل را اخیستل شوي نقل قول سر چینه یاده کړي؛ په دې توګه به یې هم امانت ساتلی وي او هم به یې له خپلو لوستونکو سره رښتنی وي.

کله کله په ځينو مجلسونو او یا هم په ځينو لیکنو کې د چا نقل قول یا یوه داسې خبر اورو چې موږ ته نوې وي خو وروسته بیا غواړو هغه په خپله لیکنه کې راوړو ښه خبره دا ده چې اول ځان ډاډه کړو چې رښتیا دا خبر یاد کس کړې که نه، فرض کړه په یوه غونډه کې یو یو کس وايي ، سقراط وايي: چې شعر جنسي تمایلات پاروي، نو که زه د شعر په اړه یو څه لیکم بیا دا خبره راوړم کېدای شي دا ناسمه او یا سمه وي خو پر وړاندې یې زه مسول یم.

په داسې وختونو کې دوه کاره د لیکنې لپاره ضروري دي یو د خبرې اصلي مصدر پیدا کول که په هغې بریالي نه شو ښه ده چې خبره ځای پر ځای پرېږدو او له رواړلو یې تیر شو که مو بیا هم زړه اوبه نه پرې څښې بیا نو اړینه ده چې ووایم، پلاني سړي د شعر په اړه د سقراط دا خبره راوړه(چې شعر جنسي تمایلات پاروي) په دې توګه به زه بری الذمه وم خو هغه کس چې دا خبره یې زما تر غوږه رسولي د دې خبرې مسول دی.

موږ یو متل لرو(چې ډير شي ګنډیر شي) نقل قول هم همداسې درواخله چې ډير دې رواړ او خپلې خبرې د ورکې شوي بیا نو په خپل لاس ځان د لوستونکي تر نظر دوکه باز مالومول دي ځکه چې د لیکوال خبرې پکې نشته او هلته یې د لیکوال نوم د هغه کس دی چا به کتاب د لیکوال د لوستلو لپاره اخیستی وي چې د ننه به د نورو خبرې دومره ډېرې وي پکې چې د لیکوال به ورته خورد پاو هم نه وي، نو په دې توګه د نقل قولونو د کمیت په اړه هم دقت په کار دی او د سم والي په اړه هم، نه هومره ډير او نه هم هیڅ چې دواړه حالته یې د ستړیا او بې باوری لامل کېږي.

ځینې کسان د مشهورو کسانو نقل قولونو په خپلو لیکنو کې راوړي، هغوی د یو بل ضد وي خو د دواړو د نقل قولو له منځه لیکوال دا کوښښ له سره کړی نه وي چې د دوی د سمو او ناسمو خبرو سپیناوی وکړي او یا یې لا پراخ کړي.

ځینې وخت لیکوال یوازې د خپلې لیکنې د حجم د لویولو او د کتاب د پنډولو په موخو نقل قولونو رواړي یو وخت ما د ادبپوهنې د بنسټونو په اړه یو کتاب واخیست چې تر(۵۰۰) مخونو هم زیات وو خو همدا خبرې لا ښې او خوندورې ما (۱۷۰) مخونو کې پیدا کړې، په یوه کې د نقل قولونو یو رش و، آن تر دې چې اصله موضوع به درنه ورکه شوه خو په بل کې سره له دې چې نقل قولونه و خو احتیاط ورسره شوی و.

1 COMMENT

  1. بچی دا دوه سر په سر ټکي نقل قول دي که نه خو شارحه علا مې دۍ. مستقسم نقل قول دوه وړې لیندکۍ دي « چې نقل قول ختم شي» نو ییا نسکوره لیندکۍ ور وا چوه چې ویې تړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب