که یوې خوا ژبه د پوهولو او راپوهولو لویه وسیله ده، له بلې خوا څېړنو څرګنده کړي، چې په مورنۍ ژبه مفاهمه او زده کړې کول د نورو ژبو په پرتله د انسانانو لپاره ډیر اغېزمن او اسانه وي. ځکه د خپلې ژبې ازرښت پېژندل او وده ورکول یو نړیوال حق بلل شوی. پښتو مو مورنۍ ژبه ده، حق لري؛ چې په بشپړ مسولیت سره پرمختګ ورکړو. په ملي او نړيواله سطحه یې مطرح کړو او يا يي کم ترکمه د ځينو نورو پرمختللو ژبو په قطار کې ودروو. له حقيقته لېرې نه ده، چې ډير شمير ځوانان مو د مسافرۍ په حال کې د پرديو هيوادونو په ابادولو او ترقۍ بوخت دي. نه يواځي خپل جسماني ځواک مصرفوي بلکې خپله ژبه هم تر ډيره حده هملته په بهر کې پريږدي. کله چې خپل هيواد، قوم او کلي ته راستانه شي نو د پرديو هيوادونو کولتور او الفاظ خپلې ټولنې ته له ځانه سره راوړي.
بيلګې یې:
سړک ته روډ، موټر ته ګاډی، روغتون ته هسپټال، وريجو ته چاول، ژباړې ته دوبله، افغانۍ ته روپۍ پوهنتون ته یونیورستي او داسې نورې بهرنۍ کلمې استعمالوي. په لر او بر افغانستان کې يو شمير پښتانه په دې فخر کوي، چې د پښتو پرځای اردو، انګريزي او پاړسي الفاظ وکاروي. دا لا څه چې ځيني خو يې لا پر دې کار سره ځان د ټولنې په وګړو کې يو ډول مترقي او پوه معرفي کوي. ایا دا به عیب او تکلیف نه وي، چې د عینې ژبې درلودونکي په پردیو ژبو مفاهمه کوي؟ که له دې یې مطلب تفوق او لويي وي، نو دا خو کوم کمال نه دی بلکې لويه ناپوهي ده.
موږ پښتانه او پښتو مو مورنۍ ژبه ده. زما په اند تر ټولو اړينه ده، چې د پښتونوالۍ او افغانيت روايات، عادتونه ټينګ وساتو، خپل کلتور، عادتونو او ژبې ته درناوی وکړو. هيڅکله هم د خپل قوم ، ملي عنعنو او پښتني کلتور ته په سپک نظر ونه ګورو. که تش په خوله وایم چې پښتون يم خو ژبه ، عادتونه او پيښې د پرديو کوم نو دا کار به نه يواځي زما پښتو او پښتونولۍ ته تاوان رسوي بلکې دغه ډول انسان به په ټولنه کې منفور او د پرديو د اعمالو ممثل او پلي کوونکی بلل کيږي. په دې کې شک نشته چې مونږ د پرمختګ په ساحه کې له نورو ډير وروسته پاتي يو. یو عمده علت یې کيداي شي دا وي؛ چې مونږ د خپل قوم ملي عنعنې، کلتور او خپله ژبه تر پښو لاندې کړي او د پرديو قومونو د عادتونو، طريقو او ژبو ته مو په خپله ټولنه کې موقع ورکړيده. وايي چی :
بله ژبه زده کول که لوی کمال دى.
خپله ژبه هيرول بې کمــــــــــالي ده.
يوه خبره اړينه بولم، چې بايد ترې يادونه وکړم، کله چې داسې موضوعات ليکو نو مانا یې دا نه ده؛ ګواګې مونږ به د خپلې ژبې په مقابل کې د نورو ژبو سره حساسيت او تعصب ولرو.
نه! نه! داسې نه ده!!
د نورو ژبو زده کړه خپل قوم او ژبې ته د ترقۍ په موخه ښه ده، نه دا چې د پردۍ ژبې زده کړه د دې باعث شي ترڅو خپلې اصلي ژبې ته تاوان ورسوي. که نړۍ ته نظر وکړو، هغه هيوادونه چې ډير پرمختللي دي، د پرمختګ يو علت به یې ښايي دا وي، چې خپله ژبه او کلتور يې هسک او خوندي ساتلي. هيڅکله يې نه ده پرې ايښي چه د پرديو تر اغېز لاندې راشي، ځکه دوی پوهيږي چه د هيوادونو ريښتنی پرمختګ هغه وخت رامنځه کيدای شي، چې ثبات، دماغي پاکوالى او د پرمختګ نور وسايل اماده شي، ملت خودکفا وي او هيڅ وګړى خپل ځان ضعيف احساس نه کړي .
هره ټولنه خپل دود او دستور لري، په ځانګړي توګه زمونږ پښتو ژبه چه لرغونتوب او قدرت يې د افغانستان په لومړنيو تاريخي اثارو ويدا او اويستا کې له ورايه ښکاري.
پوښتنه دا ده، چې پښتو ژبه د تاریخي اثارو له مخې د ډیر لرغونتوب،, قدرت او د زیات شمیر ويونکو سره سره بيا هم په ريښتني توګه په هغه ډول چه ښايي خپل اصلي موقف په فرهنګي او غير فرهنګي ټولنه کې خپل کړي، ولې نه دى خپل کړی؟
څه فکر کوئ چه دليل به يې څه وي؟ چا په دې هکله ناغیړي کړي ده؟ هرو مرو به ملامت يو طرف ته مسولين او بل طرف ته د دوو کرښو ويونکي وي.
ویلی شم چې، که پښتو د ليک او لوست، اقتصاد، ادارې او د عملي رسمياتو ژبه شي، نو هرو مرو به ژوندۍ او د وخت په تيريدو سره به له سرحدونو د باندې هم مطرح شي.
د درنې پښتو د درنښت په هیله!
۱۳۹۴ غبرګولي ۹
احساس دې د ستاینې وړ دی محترم استاده ډیر ښه او د اړتیاوړ پیغام دې ادب کړی. په ګوتو دې برکت او لیک دې روان شه.
د زده کړی او سواد عامول ، له مطالعی سرعادت کول ، خپلو ماشومانو ته کره او ستره پښتو ورزده کول ، له نورو ژبو ضروری او ګټور معلومات راټولول او ژباړل ، په انترنت ، ویکپیدیا او ګوګل کی دپښتو آثارو لیکل ، موسیقی ، تیاتر ، سینما او تلویزیون کی پښتو ویل مونږ ته د خپلی ژبی سره د ډیری مینی او شوق د راپیداکولو سبب کیږی. که دولتی مسوولین نه غواړی او یا علاقه نه لری نو ولس مجبور دی خپله لاس په کار شی ، د پښتو ژبی د تعمیم او خپرولو ملی مرکزونه جوړ کړی نوپدی صورت کی به په لسو کلونو کی د ښوونځیو او پوهنتونونو یو نوی نسل ټولنی ته وړاندی کړی وی چی دوی بیا راتلونکی ته له مونږ نه څو ځلی ډیر هیله من او بریالی کیدای شی.
خدای دې وکړي چې هغه ټول پښتانه چې نن علمي اثار لیکي پخپله ژبه یې ولیکي نه دا چې په نورو ژبو نن که چېرې په هیواد کې وګورو زمونږ ګڼ شمېر پښتانه په دري ژبه اثار لیکي چې پدې سره هغه ژباړونکي چې کتابونه ژباړي ددې پرځای چې له نورو ژبو کتابونه د خپلو پښتنو د کتابونو په ژباړلو لګوي چې بیلګې یې هم بې شمېره دي خو خدای دې وکړي چې دا ډول په نوم پښتان د خپلې ژبې او قوم په ارزښت پوه شي
سلام تڼی صیب بالکل د سمې موضوع ته اشاره کړی ده خو لکه تا چی کوم ویویی را اخیستی دی لکه ګاډی /موټر چی خلکو له پردیو ژبو راوړی دی داسی نده ځینی ویویی د سیمی د ژبو ترمنځ ګډ وی نو کله چی ته په خپله پښتو ژبه لیکی نو باید سوچه یا کره پښتو ولیکی . یوه ګوته نورو ته درې ځان ته
تاسو پښتو غواړۍ که سوچه پښتو ځکه چې پښتو هغه ده چې خلک يې وايي او سوچه هغه چې ځنه لیکوالان يې په موږ راتپي. چې خلک وايي روډ نو روډ، که هغه وايي سړک نو سړک. هر ټکی دود نیسي. دا د یو کس په استعمال نه دود کېږي. که یونیورسټي (یونیورستي نه) دود شوی دی نو څه ستونزه نشته. د ژبې په اړه زوړپاله فکر پښتو ته زیان رسوي. پرېږده چې پښتو څه بڼه نیسي. ته هسې هم د پښتو دغه روان دریاب نشې ودرولی. که په ځای ودرېږي نو دغه اوبه سخا کېږي.
او یا استاده یا به زه بیخي نا يوه یم. دا ستا په وروستیو و دوو خبرو پوه نه شوم. نه به تڼئ ابئ د دتغري څنګ کې پرې پوه شي. مکتب همدا پښتو در ښودلې؟