یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتورسینمادرې خانان په يوه فلم کې / راپور: عبدالحق سمون

درې خانان په يوه فلم کې / راپور: عبدالحق سمون

باليووډ داځل د هندي فلمونو ليدونکو ته يو په زړه پورې زيری لري او هغه دا چې د باليووډ پياوړي او مخکښ ستوري؛ عامرخان، شاهرخ خان او سلمان په ګډه فلم ډکوي.

داسې ګنګوسې دې چې د لومړي ځل لپاره به ياد خانان د ساجد نانديادوالا په يوه فلم کې راڅرګند شي. د ياد فلم د لارښوونې او جوړونې چارې هم د ساجد نانديادوالا په لاس کې دي.

ددې فلم د ډکونې (شوټېنګ) پړاوونه به د 2016 ز. کال د جنوري په مياشت کې پيل او د 2017 کال د ډېسمبر په مياشت کې به بازار ته وړاندې شي.

دغه درې خانان تر اوسه پورې په ګډه توګه هيڅکله هم په کوم فلم کې ندي څرګند شوي، که څه هم له دې وړاندې سلمان خان او عامر خان د “انداز اپنا اپنا” په نامه فلم کې يوځای کار کړی و. په همدې توګه سلمان خان او شاهرخ خان هم په درې برياليو فلمونو “کرن ارجون” ، “هم تمهاری هی صنم” او “کچ کچ هوتا هی” کې په ګډه کار کړی و.

داسې وړاندوينې هم شوي دي، که چېرې د ښاغلي ساجد دا فلمي پروژه درېواړه خانان په يوه فلم کې راټول کړي، نو فلم به يې د باليووډ ډېر رېکارډونه مات کړي. د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د ياد فلم نوم رسنيو ته ندی په ډاګه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب