سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکالمونهننګیاليوه بله سوړه، زير پلو مولي برآمد/ شهرت ننګيال

يوه بله سوړه، زير پلو مولي برآمد/ شهرت ننګيال

ياد يې په خير، د مهاجرت د وختو يو ناړام ليکوال زمرک عابد د المسلمون په نامه اخبار چلاوه، چې د طنز په ژبه پر تنظيمي مشرانو، مخکښانو او جوړښتونو توندو نيوکو راګرځېده …

ده لکه د صدام حسين د مطبوعاتو وروستی وزير جنرال محمد سعيد الصحاف نوي اصطلاحات، لغتونه را ايستل، د بېلګې په توګه يې يوه تنظيمي ولايتي امير ته ولايتي حمير کښلی و، ده د دغه امير يا حمير يو عذر هم را برسيره کړی و، دا چې جهاد ته ځکه نشوای تلی چې د مېرمنې اعصاب يې خرابېدل …

تاسې ګورئ د مېرمنې اذن يا اجازه د حمير صاحب لخوا څومره درنه تلل شوې، چې دا د ښځينه وو حقونو ته د درناوي څرګند بلکه ژوندی مشال ګڼل کيږي … ” راوا” دې نه وايي چې ګنې مجاهدينو، اخوانيانو د ښځو حقونه درانه نشوای ګڼلای – په داسې حال کې چې نورو د پلار اجازې ته هم ښايي نه وای کتلي …

د زمرک عابد او المسلمون ناړامي دومره وغزيده چې تنظيمو نشوای زغملی ،هغه وه چې المسلمون د کمشنرۍ په امر وتړل شو … ګويا د عابد صاحب د سر بلا په اخبار پرېوته … ښاغلی عابد وروستۍ ګڼه په دې اړه له يواځيڼي خبر سره سپينه چاپ کړه …

ده ليکنو ته په زړه پورې سرليکونه برابرول … چې يو يې (( حرکت بيا سوړه وکړه )) و … دا د هغه مهال خبره ده چې له مرحوم مولوي منصور وروسته، خدای بښلی مولوي رفيع الله مؤذن له حرکت جلا په همدغه نامه تنظيم اعلان کړ او د هدايت الاسلام په نامه چې د حرکت مرکزي نشراتي ارګان و، خپله خپرونه راوايسته …

دا وخت دريو حرکتو، درې هدايت الاسلام خپرول … د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي، ارواښاد مولوي نصرالله منصور، او خدای بښلی مولوي رفيع الله مؤذن … هر يو ځان اصلي او حقيقي حرکت ګاڼه او نور هغه جعلي او تقلبي …

زمرک عابد ډېره موده بېدرکه دی، که نه د حرکت د نويو سوړو په اړه به پټه خوله نه و پاتې … د محمدي صاحب له مړينې وروسته پر حرکت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لورينه او هڅونه د وليعهد يا نايب لخوا ګوتې ووهل شوې، د اسلامي نړۍ متفکر او نور خېښان يې د شورا غړي شول، خو قانوني صاحب غلط او په نوې معامله کې ډول کړ …

څرنګه چې تنظيمونه ميراثي وختل، هغه دي چې له پلار زوی يا زوم ته پاتې دي … خو د مرحوم محمدي کورنۍ لکه له سياست په مخ ګرځولو د هنر په نغمو ورګډه شوې وي … ګنا برګردان راوي وايي، د ښاپېريو د کنسرتونو د بکنګ چارې او چنې اخونزاده صاحب په غاړه اخيستې، معاوضه او پيشکي راسا دوبۍ کې د اخونزاده صاحب اکاونټ ته لويږي …

دلته د چا خبره ميدان شغالي شو … ځکه خو مياشت د مخه مولوي قلم الدين د حرکت ګام پورته کړ، ملا قلم الدين د طالبانو د امربالمعروف ريس و، چې د نامه له اورېدو يې کابليان زېږه غوني ګرځېدل …

يوه څېړنه ښيي چې د طالبانو رژيم د امريکايي هوايي او ټلوالې ځمکنيو بريدو نه، د ملا قلم الدين کړنو قلم قلم کړ … والله اعلم …

څرنګه چې حرکت کې برکت وي ځکه خو تېره ورځ يو بل حرکت اعلان شو … ګويا بله سوړه را منځ ته شوه … نوی حرکت تر پلاله لاندې د اوبو تېرېدو په کمال اعلان شو … مانا د مرحوم مولوي محمدي د مړينې څووم تلين لمانځنې په لفافه کې …

په همدې نامه يې لويې وړې جنګي، تنظيمي، ”معدني“ سټې، ګرګې و بللې او د پخواني ، اوسني ولسمشرانو، سياف، دوستم … پيغامونه ترلاسه کړل …

د غونډې يوه برخوال ماته په ټليفون تر پلاله لاندې له دغو اوبو تېرېدو سخته ګيله وکړه، او دا يې زما د انډېوال يوه بلکه دوکه وبلله …

بله دوکه دا مانا چې له دې وړاندې هم څه کړپ او کړوپ ليدل شوی … ملګري د کرپشن په اړه اوږد لېکچر راکړ … چې له مالي بدعنوانيو سربېره سياسي، اخلاقي او … کرپشن هم شته … البته دا خبره مې ورپرې کړه چې د حرکت نوی مشرتابه يې زما انډيوال باله …

ما او نوي رهبر د ډبرې د وختونو يوه خوله خندا لرله، هغه ډبرين چاپېريال چې د خاطرو د قبر ډبرليکونه يې هم اوس له لوستو وتلي … خو له تېرې يوې نيمې لسيزې يې له ديدن بې برخې يم …

تر هغې چې تر پلاله لاندې د اوبو تېرېدو خبره ده، نو دا د اوسني سياست طبق مقرارت او معمولي چلند بلکې له مودو دود روش دی . کلونه بلکه لسيزې وړاندې زموږ يو ليکوال ملګري خپل واده ته د ختم په نامه غوښتي وو، خو موږ يې لامل کرپشن يا درغلي نه، بلکه دده محجوب او شرمندوک مزاج وباله، چې هغه وخت د مجاهدينو او کډوالو ودونه لکه ختم، داسې ترسره کېدل … نه پکې د ډول ډنګ، نه د رباب شرنګ … يواځې به دې چلمچي کوزې ترنګ ته غوږونه څک نيولي وو …

که دا درغلي ګڼو نو مخينه يې نورو برخو کې هم موندل کېدای شي ـ د ډاکتر اشرف غني د کمپاين يوې غونډې ته يې بللی مخور په لومړي کتار کې کېنول ـ تر هغې چې غونډه پېلېده د لومړي کتار ښاغلي هغسې ببر ناست وو لکه سر له اوسه د کابينې غړي او واليان ټاکل شوي وي … خو کله چې غونډه پېليده، کمپاينرانو خپلو ځانو ته د هغوئ په مخ کې چوکۍ کېښودې، ځکه له هغو يو وزير او بل والي شو …

څرنګه چې د غونډې لګښت حسام صاحب ورکړی و، له دوئ نه يې غټې چوکي ته خېټه خيشته کړې وه، خو افسوس چې ژوند ورسره وفا ونکړه او په حق ورسيد، ځکه خو ټول لږ ډېر ددغسې درغليو پړه يو …

وايي له پخواني ولسمشر تر اوسني، استاد سياف او … پخپلو پيغامو او نور په ګډون دومره پښېمانه وو چې تر ټولو ستر مقام د خپل پيغام لوستونکی په فزيکي غبرګون ترټلی او له ارګه سرخرويه شاګرځ کړی و …

خو هغه خوراکی د (( زير پلو مولي برامد)) له نخرې او د (( جو فروش ګندم نما)) له نا دودې څه خبر و …؟

استاد سياف چې تر اوسه چا نه وخطا ايستی د حرکت نوی قيادت په خوب او ويښه دواړو وغولاوه … په داسې بلا واوړې چې پرتوګ پر اوږه راوړې … د صد لغماني، يک پغماني فورمول کار ورنکړ …

د نوي مشرتابه په لوړو مقاماتو کې داسې څېره هم ليدل کيږي چې د سنټ پر غړيتوب سربېره د نورو ادارو او سازمانو، افتخاري موقت او دايمي غړيتوب پخپلو کمزورو اوږو پر يوه وخت لېږدولی شي … د ده کور اوس هم د اسلام اباد تر ټولو پوش سيمه کې موقعيت لري، ګويا کابل کې له مساپرۍ لمونځونه په قصر ادا کوي …

ځکه خو يې د ګرمۍ له موسم د مخه له کابل امريکايي بې غږه جنراتور اسلام اباد ته لېږدولی … له همدې ځايه دا هيله شته چې نوې سوړه له خير سره لوی کانال وګرځي …

د نورو او نويو سوړو هيلې او اندېښنې هم شته که د خپل مرحوم خسر پر ميراث د ګونډې وهلو شوق د نغمې سر ته وخيژي، شونې ده له ملا قلم الدين او ښاغلي منيب د حرکت رهبري زياته فعاله او اغيزمنه وګرځوي له همدې ځايه دغه هيله او اندېښنه د ملا قلم الدين او منيب صاحب پر سر لکه جوهرداره توره ځړيږي …

که انصاف او حقيقت ته وګورو د مشرتابه لپاره له ټولو مستحق، وړ، موزون او حرکت ته وفادار شخصيت ملا اسدالله حنفي دی … سره له دې چې ده خپل نوي شعرونه د راتلونکو کنسرتونه لپاره کمپوز ته ورکړي، خو د کنسرتونو د چلوونکي په توګه يې د اخونزاده صاحب آفر نه دی منلی … سره له دې چې د کنسرتونو د ټکټو د بلېک کولو له لارې د ښې ګټې او روښانه راتلونکې دړه د ده پر مخ پرانيستې وه …

روښانه دا چې آصف زرداري هم يو وخت کراچۍ کې د خپلې سينما د ټکټونو له بليک ښه ګټه او روښانه راتلونکې ( بېنظير او ولسمشري ) تر لاسه کړی شوه …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب