دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېاسلامله مرګه وروسته ژوند په اړه ساینسي تجربه

له مرګه وروسته ژوند په اړه ساینسي تجربه

ژباړه او زیاتونه: امین شینواری

انسان الله جل جلا له پیدا کړ او هغه ته یې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او د سمط او کږې لارې لارښوونې یې ورته وکړې. اوس انسان ته پوره اختیار دی چې کومه لار غوره کوي؟ ښه- که بد؟ دا په ده پوري تړلې ده. خو انسان ته الله یو مسؤلیت ورپه غاړه کړی او ورته ویلی یې دي چې ما هسی او بې ځایه نه یې پیدا کړی. لکه قرآن عظیم الشان کې راځي:

وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات ۵۶ آیت)

ژباړه: ما پیریان او انسانان ندی پیدا کړی مګر د خپل عبادت لپاره.

اوس انسان که ښه وکړي یا بد؟ په ژوند کې کله د هغې سزا او جزا وویني او کله نه؟ که په ژوند یې سزا او جزا ولیدله نو سهی ده او که و نه لیدله نو بیا……؟

د بیلګې په ډول که انسان په چا ظلم وکړی او مظلوم ترې په ژوند خپل بدل وانخیستی شو نو اوس دی به څه کوی؟ کوم عدالت ته به ځي؟ وو شته یو عدالته چی هغه بعد له مرګه دی او هغی ته د قیامت ورځ او د آخرت ژوند وايي. د مرګ په هکله په قرآن کی ډير آیتونه شته دلته یی یو کافی بولم ، الله جل جلاله فرمایی:

آل عمران: كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُون َ

ژباړه: هر نفس څکونکی د مرګ دی او بیا یې راتګ موږ طرفته(الله) دی. آل عمران

یانی کله چې انسان مرګ وڅکي نو بیا یې تګ الله جل جلا له طرفته دی.

اوس راځو دې ته چی ننی ساینس پس له مرګه د ژوند په هکله څه وایي.

د مرګ څخه بعد روح ژوندی پاتی کیږی یا هر څه له مینځه ځی. دا دومره قدیمی بحث دی لکه څومره چی د انسان تاریخ دی (البته د ساینس په اند) ساینسپوهان د ډیر وخت راهیسی په دې هڅه کی وو چی د دې سوال ځواب ولټوي او بلاخره د جرمني د ارواپوهانو (نفسیاتو څیړنکو) او ماهرانو دا دعوه وکړه چې د هغوئ کړو تجربو دا ثابته کړې چې د مرګ نه پس ژوند شته خو هغه ژوند د دې ژوند څخه ډیر توپیر لري.

دغه څیړنې او تجربی د جرمني په تیکنالوجی پوهنتون کی د کارډیو پلونري د ریسې ټیشن په مشرۍ وشوې چی په دې تجربو کی د مختلفو مذاهبو ۹۴۴ رضا کارانو برخه اخیستې وه. په دې تجرتو کی برخه اخیستونکو وګړو ته د یو ډول درمل پواسطه د ۲۰ دقیقو لپاره کلینکی مرګ ورکړل شو. دا کټ مټ د فزیکي مرګ (یا الهی مرګ) غوندې دی خو یوه خبره ده چې سي پي آر مشین او د درملو پواسطه بیرته ژوند په خپل حال کیدی شی (یانی ژوندی کیدی شی).

په دغو تجربو کې وګړو یو شانته تجربې واورولې او ویې ویل، کله چې پاس لاړ شي (روح پاس لاړ شی) نو دوئ ډیر راحت، آرام او سکون محسوساوه.

د دې څیړنې مشر ډاکټر برتهولډایکرمین وویل چی دې تجربو دا په ثبوت ورسوله چی د جسم له مړ کیدو سره داسی نده چې هر څه دې له مینځه ولاړ شي بلکې انسان یوې بلې لطیفې او نازکې دنیا ته لاړ شي او د یو نوي ژوند پیل وکړي.

3 COMMENTS

  1. SubhanALLAH, velHamdoliLLAH ve laa Ilaha illeALLAHo vaALLAHo Akbar ;ve la hawla va la Quvvete illa biALLAH;
    Salamoonah,
    Wror Amin Shinwariey saheb dderah mohemma mevdzo jabarrily aw edit kirry. Xaseten pa Nin , d Beraat mobarekh wraz che d`ALLAH ta`ala d rahmet werounah xlaas vi.
    Da xo pa Phelsafa, Din ki sabetah swy wa, pa science aw A`elim ba ham wraz tir bala sabitygy inshaALLA
    Pa dranisht dr. H.Sapi z./Belgium

  2. الله تعالی په قرانکریم کی فرمایی : . وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّ‌وحِ قُلِ الرُّ‌وحُ مِنْ أَمْرِ‌ رَ‌بِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا ﴿الإسراء: ٨٥﴾
    د نړی کفار ته به الله دومره عقل نه وی ورکړی خو خیر دوی د اوس پدی قناعت وکړی دا هم سم دی که نه په ټیکنالوژ کی هم انسانانو ته برېدونه ټاکل شوی کله چی دانسان د زړه عضله ژوند له لاسه ورکړی بیا د ساینس دانان نران شی بیرته دی روح ورکړی خو ښه دی چی نن د کفارو له خبرونه د اسلام او د عقایدو حقایق اورو مخکی یو څه وخت ناسا هم خبر خپور کړی وو چی سپوږمی په مابین کی یو درځ دی چی دا مکان لری مخکی دوه ټوټې شوی وی بیا یوځای شوی وی دا یی د شق القمر ثبوت د فرانسې طب عدلی د فرعون د مرګ علت معلوم کړی چی په اوبو کی غرق شوی خو دا هرڅه ۱۴۳۵ کاله مخکی مسلماناو ته په دالله له لوری پرته له څېړنې معلوم شوی وو خو بیا هم ستر دښمن شیطان د سمې لارې تګ ته څوک نه پرېږدی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب