تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وايي، د «یورانیمو د غنيکولو حق»، «په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسېدل، په ځانګړي ډول لبنان کې» او «د ایران د شتمنیو ازادول» هغه وړاندیزونه دي چې اسلامي جمهوریت امریکا ته کړي دي.
کاظم غریبآبادي دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون له غړو سره په ناسته کې وکړې.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، هغه په دې غونډه کې د مذاکراتو د بهیر، امریکا ته د ایران د وړاندیز شوې طرحې او د هغه څه په اړه راپور ورکړ چې ده د «ایراني مذاکره کوونکي ټیم او تصمیم نیوونکو د اصولو پر سر ټینګ درېدل» بللي دي.
د راپور له مخې، ایران امریکا ته په خپل وروستي وړاندیز کې دا ټکي شامل کړي وو: د یورانیمو د غنيکولو حق او له سولهییزو اتومي حقونو برخمن کېدل، په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسېدا په ځانګړي ډول په لبنان کې، د امریکا د سمندري محاصرې ختمېدا، د ایران د شتمنیو ازادول، د امریکا له لوري د جګړې د زیانونو جبران، د ټولو یو اړخیزو بندیزونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو ختمول، او د ایران له شاوخوا سیمو د امریکايي ځواکونو وتل.
ایران او امریکا د روان کال د وري له نولسمې نېټې راهیسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ له نازک اوربند وروسته، په مستقیمو خبرو او همداراز د پاکستان له لارې د پیغامونو په تبادله بوخت دي، څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لږ تر لږه دوه ځلې د ایران له وړاندیز سره مخالفت څرګند کړی او حتی هغه یې «بېمعنا خبرې» بللې دي.
ټرمپ څو ځله ایران ته خبرداری ورکړی چې ډېر وخت نه لري او که د امریکا غوښتنو ته غاړه کښېنږدي، له سختو بریدونو او درنو زیانونو سره به مخامخ شي.
سره له دې چې غریبآبادي وايي ایران امریکا ته یاد وړاندیزونه کړي، د امریکا ولسمشر ویلي چې نه غواړي ایران ته کوم امتیاز ورکړي.
ټرمپ د غويي په اتهویشتمه هم اعلان کړی و چې پر ایران هغه پلان شوی برید، چې د سېشنبې لپاره ټاکل شوی و، یوازې د «دوو تر درېیو ورځو» لپاره په سیمه کې د خپلو څو متحدو عربو هېوادونو د مشرانو په غوښتنه ځنډولی دی.