Homeخبرونهد بشري حقونو لوی کمېشنر له اروپا څخه د افغان کډوالو له...

د بشري حقونو لوی کمېشنر له اروپا څخه د افغان کډوالو له ستنولو سره مخالفت څرګند کړ

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا لومړۍ) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکر تورک، د اروپايي ټولنې هغه نوي وړاندیز شوي قوانین د اندېښنې وړ بللي چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو په اړه جوړ شوي دي.

نوموړي ویلي، افغانستان ته، چې اوس د طالبانو تر واک لاندې دی، د افغان کډوالو بېرته ستنول هغوی له «جدي خطر» سره مخامخ کوي.

تورک د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د اروپايي ټولنې له‌خوا د مهاجرت په تړاو وړاندیز شوي قوانین د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کوي او پناه‌غوښتونکي له زیان سره مخامخوي.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو، ماشومانو او نارینه افغانانو جبري ستنول افغانستان ته، د نړیوالو پناه‌غوښتنې قوانینو او د بشري حقونو خلاف عمل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر وویل، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت کارکوونکي او امنیتي ځواکونه، خبریالان، د مدني ټولنې غړي او د د جنس‌بدلې ټولنې کسان لا هم د طالبانو له‌خوا د غچ اخیستونکو اقداماتو له جدي ګواښ سره مخ دي.

هغه د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې وایي یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغانستان پر خراب بشري وضعیت سربېره، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بیا ارزوي.

تورک وویل، د نړیوالو قوانینو له مخې باید د هر پناه‌غوښتونکي د فردي خطر له ارزونې پرته د هغوی بېرته ستنول ودرول شي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د بشري حقونو د خراب وضعیت ترڅنګ له بشري بحران او سرحدي ناامنۍ سره هم مخامخ دی، او له اروپايي هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانانو د اغېزمن خوندیتوب لپاره هره هغه تګلاره رد کړي چې د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي کمېسیون مخکې ویلي وو، غواړي د طالبانو استازي بروکسل ته د هغو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره وبولي چې «مجرم» بلل کېږي.

خو اروپايي پارلمان د جمعې په ورځ په یوه پرېکړه‌لیک کې له اروپايي کمېسیون او شورا وغوښتل چې بروکسل ته د طالبانو د استازو له بلنې ډډه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بابولالې | آصف بهاند

د پښتني فلکلور یوه لرغونې سندره راغی رومال راغی ــ رومال پټ دی په قبو کې د «پلانکي» په سرکې ایښی، سر یې لوړ دې په...