تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا لومړۍ) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، په کابل کې د «امید» د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان د هوايي برید د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
بینیټ نن په ایکسپاڼه کې لیکلي، د مارچ د ۱۶مې برید، چې د یوناما د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي پکې وژل شوي، «بشپړې او خپلواکې څېړنې» ته اړتیا لري.
هغه خبرداری ورکړی چې پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو قصدي بریدونه د جګړې له جرمونو څخه شمېرل کېدای شي.
بینیټ همداراز له طالبانو غوښتي چې د بیارغونې او درملنې په مرکزونو کې د ناروغانو خوندیتوب تضمین کړي.
د یوناما د وروستي راپور له مخې، دغه برید د روژې مبارکې میاشتې له تراویح وروسته شوی و، هغه مهال چې ډېر ناروغان د روغتون له جوماته راوتل. راپور وایي، په برید کې ۲۶۹ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.
خو د طالبانو حکومت ویلي چې تر ۴۰۰ ډېر کسان په برید کې وژل شوي دي.
«امید» روغتون، چې د کابل په ختیځه برخه کې موقعیت لري، د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره کارېده، او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي چې دغه مرکز پوځي هدف نه ښکاره کېده.
پاکستان تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملکي ځایونو قصدي په نخښه کول رد کړي او ویلي یې دي چې عملیات یې یوازې د هغو وسلهوالو ډلو او پټنځایونو پر ضد وي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.
یوناما همداراز ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د پوځي عملیاتو او تاوتریخوالي له امله لسګونه زره کسان بېځایه شوي او ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بینیټ ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې، پر ملکي وګړو او ملکي زیربناوو بریدونه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي.