Homeخبرونهد قطر سفیر د افغانستان د ملي ارشیف د لیدو په مهال...

د قطر سفیر د افغانستان د ملي ارشیف د لیدو په مهال د اسنادو په ساتنه کې د مرستې ژمنه وکړه

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا لومړۍ) په افغانستان کې د قطر سفیر مردف القاشوطي، د افغانستان د تاریخي نسخو او ارشیفي اسنادو د بیارغونې او ساتنې لپاره د هر اړخیز ملاتړ ژمنه کړې ده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ملي ارشیف ته لاړ او د دې ادارې بېلابېلې څانګې یې ولیدې.

 د ملي ارشیف تخنیکي کارکوونکو القاشوطي ته د ساتل شویو تاریخي اسنادو او آثارو په اړه معلومات ورکړل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ملي ارشیف مشر عبیدالله حنیف وویل، په دې اداره کې د تاریخي اسنادو، خطي نسخو او فرهنګي آثارو بډایه زېرمه شته، چې ډېری یې د بیارغونې او ساتنې بېړنیو چارو ته اړتیا لري.

هغه د افغانستان د تاریخي میراث د خوندي ساتلو لپاره د اړوندو بنسټونو د لا ډېرو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.

د افغانستان او قطر چارواکو همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...